رقيبه بيا دې په زړه څه تيريږي

ښکاري وختونه دې ساړه تيريږي

تيروی ژوند نا سم فکرونو سره

جې بل ازاروي په تا ښه تيريږي

دبل خوښي تاته دغم زيری دی

بیا دې خوبونه هم درانه تيريږي

بيا مې قدم د روښنايي زيری شو

اوس به دې بيا په زړګي څه تيريږي

 چاته چې مينه، خوشالي وربښې

ستا به هم ښه ستا په کاله تيريږي

دبل ازار د خپل ازارو ګڼه

دلته ځو هرڅه اوس ترخه تيريږي

پريږده چې والوزي وزرې وکړي

پاک ارمانونه چې په زړه تيريږي

واي چې بد ګرخي نو بد به پرځي

د بدو بد د ښو ژوند ښه تيريږي

دنيا د مينې او صفا ښکلې ده

ريښتا وختونه تل خواږه تيريږي

  کاڼي به تل پرې د اسمانه اوري

هغه چې مست د بل تر وره تيريږي

—————————–

سميع الدين افغاني

٢٣ –  ٣ -٢٠١٣

م ٠ کال

Door Guest