سميع الدين افغاني

Smeuddin Afghani

ده عجيبه خــــاطــــره د تير وخـــتونــو

پــه ښوونځی کې د لسم ټولګي کلونو

هره ورځ درس اوتعليم ،کتاب درسونه

امتحان وه هم کامياب ،ناکام وختونه

يـــوه ورځ ټولګي کــــې وويـــل استاد

نوې زيري درکــوم چې شۍ پــرې ښاد

ويل سبابه درس ټولګي کې نه تيريږي

پروګرام به بيا په بل ځای کې جوړيږي

سبا تاسې شاګردان ځــي سرګرمۍ ته

هــم تفريح او يــــو نوې سير علمۍ ته

چې سبا مـــوږ دخپل کوره راروان شو

د استاد په پلان پــــوه هغه زمــان شو

ويل چې ځو د ژو بڼ ښکلو نندارو ته

تاسې بولم دژوندون رنګين صحنوته

هر ژوندي ته چې ورځۍ وکړی پرې فکر

ټول ياداشت کړۍ بياټولګي کې کووذکر

چــــې ور ورسيدو دغــــه د ژوبــــڼ ته

تلوسه مـــو شوه د هر ژوندي ديدن ته

وه پــــه بڼ کې ټــــول وحشي ځناوران

څوک حيوان څوک يې ښايسته پرنده ګان

چا بيا وليکه ياداشت پـــه بيزو ګانو

د هــــوسيو پـــه واړه واړه بچيانـــو

چا شروع کړه دزمرو د ژوند صحنونه

د هغو د ژوند او ځـــای د اوسيدو نه

زه او دوست مې يو خبر تــه شو حيران

هغه دم يــــوه صحنه شــــوه را عيان

ما ويل ګورۍ دی حالت نه لږ خبر شۍ

سيمساره او داچـــرګوړو تــه نظر شۍ

سيمسارې اوبو د ډنډ نـه سر اوچت وه

د دوه درې ورځو چـــرګړوبــدحالت وه

څوک په سر د سيمسارې باندې روان وه

څوک ترې لرې په ګوشه ترې په ترسان وه

در ي څلور چوچه مـــرغان ترې شاوخوا

ګرځیدل څــــوک ازرده څــوک بې پــروا

ما پوښتنه خــــدمتګاره ځينې وکړه

ما ويل د اچوچه مرغان دلته کـې څه کا؟

ورته جــــوړ کړی مناسبه شانته ځای

پري چې اوسی اسوده د ژوند تر پای

ده ويل نه! دسيمساریو دا خوراک دی

ورځ کې څودانې چرګوړي استحقاق دی

موږ ژوندې يې هره ورځ ورته راوړو

دا خــــدمت دي سيمسارو ته يې کوو

ما چې وليدل عــــاجز، عاجز چرګوړي

چې نه کور ځانله لري نه کوم ځاي سوړي

بس چې کله سيمساری پرې ور ګذار شي

د چرګوړو ځينې ورکـــه خپله لار شي

زه او دوست شلوو غمګين پـــدغه راز

و لوي رب ته مـو په زړه شو راز او نياز

ربه دا د ژونـــد قانـــون عجيبه شان دی

چې دايوژوندی خوراک دبل حيوان دی

پدې دير کې کاشکې دا نـــه پيښيدلی

چــــې يوه، د بل چــــا ژوند نه ختمولی

کاشکې هر ژوندون ارامه کړی ژوند وای

دا چرګوړې به اخستی ژوندنه خوندوای

يو انسان ولې ژوندی د بل خوراک کړي

داګناه ده دغه کار به کوم بې باک کړي

لا تر اوسه دی حساب تــــه يــــم حيران

څه قانـــون دې د مخلوق ددې زمان

په بحرو کې هــــم همدا شانې پيښيږي

په وړو ماهيانــــو غټ نهنګ مـــړيږي

يا غرڅه چې د ليوه کله پـــه ښکار شي

وينې وزبيښي په غوښويې نشخوارشی

واې ليوه څومــره ظالمه او خونخوار دي

حقيقت کې انسان دې نه بد رفتار دی

د غوايې غـــاړه کــې تيز چــــاړه کړي تير

وينې تويې کړی په غوښه کړې ځان سير

د دنيا داسې قــــانون تــــه يم حــيران

دا سيستم دی د ژوندن په دې جهان

————————————-

Door Guest