Smeuddin Afghani

سمیع الدین افغاني

دا د مرګ د خـــــوب لیدل وه؟

که د ژونـد د خوب تعبیردی ؟

خوشحـــــــــالي وه او جشنـونه

خط او خـــــــــال وه او حسنونه

په جنت کې مـی نــــــــــوشي وه

د ذاهــــــــــــــد و بـد مستي وه

عنطهور شراب څښــــل کیږي

نه ګناه ثــــــــــــــــــواب چلیږي

هلته حـورې په نڅـــــــــــا وې

د غلمــانو پایـــــــــــــکوبي وه

ایمــــــانـــونه په نڅـــــــــــــــا وه

ثوابـــــــــــــــــونـــه دي رقصیږي

ټول جنت کې خـــوشحــــالي وه

د ذاهـــــــــــــدو بــــد مستي وه

ټـــــــول ولیــان وه او پیران وه

څوک صــادقه مومنـــــــــــان وه

په مستیــــــــو کې سجـــدې وې

د ثــواب کیسې پـــــــــخې وې

دا د مرګ د خـــــــوب لیدل وه ؟

که د ژونـــد دخـــوب تعبیر دی ؟

———————————

سمیع الدین افغاني

Door Guest