Smeuddin Afghani

 زه دې هم خوب کله ارمان کې وینم

کله دې لمر په شین اسمان کې وینم

کله قفقاز د ښکلا ګانو په چم

یو ځوان هوس دې په روان کې وینم

ښکلی انځور دې د کوچیانو میره

زه دې دمینې په کاروان کې وینم

لار د راتلو دې زه مدام څارمه

کله دې ستورو کهکشان کې وینم

کله غصه کله مسکا عوندې شې

کله دې لمرکله باران کې وینم

زما ای ښکلې زرورینې اشنا

زه دې ښکلا رنګین جهان کې وینم

رب دې شیبه هم خوب د ځنډه مکړه

چې دې خوبونه پریشان کې وینم

دا ستا دیدن به رب نصیب کړي زما

فال دې رحمان بابا دیوان کې وینم

——————————-

سمیع الدین افغاني

۷ – ۷ – ۲۰۱۳

Door Guest