د څېړنوال محمد نبي صلاحي رپوټ

1004928_10151823730262767_810056499_n

د افغانستان قلم ټولنې، د افغانستان  د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو د ۹۴یمې کلیزې د لمانځنې په ویاړ، د روان ۱۳۹۲ هـ . ل. کال د  وږي ( سنبلې )میاشتې په ۴ نېټه، ددغې ادبي ټولنې د ودانۍ په چمن کې، یوه پرتمینه مشاعره جوړه کړې وه. په دغه مشاعره غونډه کې، له ایران نه راغلي نورستاني الاصل افغان ابراهیم درویشي او په لندن کې د افغان کډوالو د  ځای پر ځای کېدو د برخې مسوو ل الیاس کاکړ، ژوندون او د ملي اتل ببرک  خان ځدراڼ د کورنۍ یو شمېر غړو، وحیدالله ببرکزي او  د ملي اتل غازي عبدالمنان خان زرمتي لمسي  ژوندون ګډون کړی وو. د غونډې په پیل کې، عبدالحلیم، د قرآن کریم یو څو مبارک  آیتونه تلاوت کړل. ورپسې محمد نوازحقیقت ( سانین) ، په دغه غونډه کې پرانستونکې وینا وکړه او یو ښایسته شعر یې هم ولوست. له هغه وروسته عبدالقدیر انوري زرنجي خبرې وکړې او د خپلواکۍ په اړه یې یو ښکلی شعر هم وویه. د غونډې درېیم ویناوال څېړنیار فریدالله نوري و، هغه د خپلواکۍ په هکله د ځوانانو د رسالت  او د خپلواکۍ د تاریخي ارزښت په اړه یو څو خبرې وکړې. بیا شرر ساپي  لنډې خبرې وکړي او له ورپېښې شوې سختې ناروغۍ وروسته یې، په دغه  لومړۍ ادبي غونډه کې د برخې اخیستنې په باب خوښې وښوده او یو خوندور شعر یې هم ولوست. له هغه وروسته، ښاغلي  پاڅون، عصمت الله افضلي شیرزاد، جلال امرخیل، فرید احمد عبیدي، عماد الدین دوران، رحمت الله سلطاني او نورو شاعرانو … خپل خپل  شعرونه ولوستل. په دغه مشاعره غونډه کې یادونه وشوه چې، په تېرو ۳۵ کلونو کې، افغانستان، کله د شورویانو او کله بیا د نورو په لاسونو کې اسیر پاتې شوی دی او په دغه ټول دوران کې، افغانانو د عمل آزادي نه لرله. دا ښکاره خبره ده، چې خپلواکۍ ته، د تاریخ په اوږدو کې، د ټولو بشري ټولنو له خوا، د پروردګار عالم(ج) له خوا ، د یوه ستر نعمت په سترګه کتل شوي دي. څرنګه چې، په روان کال کې، د حکومت له خوا د زمري ۲۸ د یوې دستې ګلانو په ایښودلو سره یاده شوه، مګر د یو شمېر ادبي، کلتوري او مدني ټولنو غړي، د رښتیا ډګر ته را ووتل، په داسې حال کې چې، د افغانستان له بیرغونو یې کالي جوړ کړي او اغوستي وو، د خپلواکۍ نشانونه  او بیرغونه یې پرې ټومبلي وو، د اعلیحضرت غازي امان الله خان او نورو ملي اتلانو مېړانه، هېوادپالنه او کارنامې یې وستایلې. دغه مشاعره غونډه هم، ددغې لړۍ یوه کړۍ وه، څو د هېواد راتلونکو نسلونو ته، د خپلواکۍ د ستر سالار او نورو ملي اتلانو درنې خاطرې بیان شي او هغه په دې پوه شي چې، له نن نه ۹۴ کاله وړاندې، له ښکیلاکګرو انګریزانو نه، د افغانستان د خپلواکۍ د اخیستو ستره پېښه څنګه رامنځته شوه او له ګران افغانستان نه، د انګلیسانو د یوې داسې سترواکۍ زوال، چې په قلمرو کې یې لمر نه ډوبېده، په ملي یووالي سره، د افغانانو له خوا پیل شوه، په دې موضوع باندې، چا د جوشي ویناوو او چا هم د شعرونو د ویلو له لارې او ځینو هم، د خپلواکۍ د درنې او تاریخي ورځې یاد، په ګرمو او تودو ولولو، نارو او شعارونو سره تازه کړ. د حضرت خوشال خان خټک  د شعر دا لاندې بیت، د ټولو ګډون والو په غوږونو کې انګازې وکړي او د ټولو برخه والو زړونه او دماغونه پرې روښان شول :

آزادي تر بادشـاهیـه لا تیـری کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

په دغه ادبي غونډه کې،  زما (صلاحي) له خوا، د افغان ـ انګلیس په درېیم جنګ کې، د ګران افغانستان د ملي اتل ارواښاد غازي عبدالمنان خان زرمتي د برخې اخیستنې او مېړانې په اړه،  دا لاندې مطلب ولوستل شو.

د پکتيا د جګو غرونو بازغازي عبدالمنان خان زرمتی وپېژنئ

نر دې زویه

نر دې مره

پښتومتل

دا هغه تاریخي شخص دی چې، دافغان – انګلیس د درېیم جنګ په دوران کې، د زرمت تر ټولو لوی خان و، د درستې پکتیا او ټول افغانستان په سطحه یې نوم لاره. د نادرخان په جنوبي کې، په ده او ببرک ځدران باندې زړه تکیه و او غازي امان الله خان، جنوبي ته د خپل سفر په دورا ن کې، غازي عبدالمنان خان ته، د پکتیا د جګو غرونود بازخطاب وکړ او ان نادرخان، د حبیب الله کلکاني(مشهور په بچه سقاو) د حکومت د را پرزولوپه وخت کې، سل باریزه بارخانه، د زرمل په مموزو کې، دده د کلا فصیل ته راوړه.

د پکتیا د غرونو لښکرې د ببرک ځدراڼ او د سمې لښکرې، له زرمت نه را نیولې، ان تر کټواز او اورګون پورې، د نیازیو او احمدزیو کوچیانو په شمول، د غازي عبدالمنان خان زرمتي په مشري ، دافغان او انګلیس په درېم جنګ کې، د ټل محاذ ته ورسېدې او هلته داسې وجنګېدې چې، انګریزانو ته یې تاریخي ماتې ورواړوله. ددغودوو ننګیالیو ببرک ځدراڼ اوغازي عبدالمنان خان زرمتي په ګډواو نه ماتیدونکو لښکرو سره، دغه سنګر فتح شواو دوی دواړه سوبمن او فاتح، بیر ته ځدراڼو اوزرمل ته را ستانه شول. ددواړولښکرو ته په غرونواو اوارو سیمو کې، ګردیز ته څېرمه د ابراهیم خیلو په سیمه او بیا په زرمل کې دده تر تاریخيکوره پورې، ښادنامې وشوې. په زرمت کې، داوارې دسیمې پاتې خلکو ، د غازي عبدالمنان خان دکامیاب لښکر مخې ته، ښادنامې وکړې، ډولونه یې ورته وغربول، مست او جوشي اتڼونه یې ور ته وکړل او د غزا، کامیاب جهاد، د انګریزانو د تاریخي ماتې او د افغانستان د خپلواکي  مبارکي یې ورکړه. په دې برخه کې، د لومړي لاس تاریخي معلومات زموږ په لاس کې دي او د هغه چا د ډېر معتبر او تاریخي مستند سند په حواله یې ، چې غازي عبدالمنان خان یې، په خپلو سترګو لیدلی و، دده په مشري یې، ددغه کامیاب لښکر ، له ټل نه د بیر ته را ګرځېدو په وخت کې، په زرمت کې په نرو او ښځو باندې زېري کړي وو او خلکو دده په مخکې، ددې ستر بري مبارکۍ ورکړې وې، له غازي امان الله خان او شهید غلام نبي خان څرخي سره ، د ناستې پاستې او دهغه په اړه د سوال او ځواب عیني شاهد پاتې شوی، د هغه دوران له ولس، د غازي امان الله خان او غازي محمدنادرخان له خولو یې، د غازي عبدالمنان الله خان زرمتي د مېړانې په هکله، تاریخي خبرې، کیسې او بیانونه ، نه یوازې اورېدلي، بلکې په خپل پیاوړي قلم یې ثبت کړي او تر موږ او تاسې پورې یې را رسولي او هغه شخص د پکتیا نامتو مشر، د قرآن مجید او تصوف د مبارکو وظیفو نه ستومانه کېدونکي عاشق ارواښاد الحاج محمدالله خان افغان و. دده ژوند پېښې او تاریخی یادښتونه، په دې برخه کې موږ او تاسې ته د یوې تاریخي خزانې په توګه، په تاریخي میراث را پاتې دي چې، باید موږټول له هغو نه په زړه پورې پند او خوند واخلو او د خپل عملي ژوندانه په برخه کې یې، د ځانونو سرمشق وګرځوو.

 که ژوند و، په دې برخه کې به ، په نژدې راتلونکې کې ډېر مستند، تاریخي او د لومړي لاس نورمعلوماتونه هم، د درنو لوستونکوخدمت ته وړاندې شي.

په دغه ادبي غونډه کې، د غونډې په ټولو ګډون والو باندې، د افغانستان قلم ټولنې یو شمېر کتابونه هم ووېشل شول.