سمیع الدین افغانيSmeuddin Afghani

د حسنـــــونوسودا ګریـــــم شرابـــــي حسن په څو دی

چې معیاریې خال اوخط وي کتابي حــــسن به څودی

چې خوشحال یې هسې ستایي افتخارپرې شاعران کا

د تـــــرکانو دخـــــوبانوګـــــلابـــــي حسن پـــــه څـــودی

چې د سترګو په ښکــــلایـــې ټول عالم په مسیدو دي

د قـــــفـــــقاز دهســـــکو پیغلو عنابي حسن په څو دی

چـــــې عـــــالـــــم ورته سلا کـــــا ښاپیرۍ ورته حیرانی

دسلاویانو په وطـــــن کې ارزانـــــي حسن په څو دی

نورستـــــان په سر درو کـــې د هلمند رود شاو خوا ته

د قندهـــــار کلو بانډو کـــې نوراني حسن په څو دی

د ښکــــلا او د حسنونـــــو پـــه بازار کــــې هسی ګرځم

چـې بازار یې څنګه خــــوږدی افغاني حسن په څودی

—————————————————-

سمیع الدین افغاني

Door Guest