Naimatullah Khalid

د ټولنې هر فرد د الله (ج) ، ځان او ټولنې په وړاندې مسؤليتونه لري، او که هر څوک خپل مسؤليتونه وپيژني او ادا يې کړي ټولنه به د بهبود په لور روانه شي، له کوچينوالې څخه په پکتیکا کې اوسم او د پکتیکاوالو هر ډول ستونزې که هغه په علمي ډګر کې دي او که په سياسي ډګر کې له نږدې وينم او ډير مې ځوروي ، نه پوهېږم تر څو به دلته هر سهار بزګر د خان اوبه لګوي، تر څو به د پکتیکا زده کوونکي بې کتابه (چې کتاب نه لري) زده کړې کوي، تر څو به له شته بودېجې سره د ارګون لويه لار نه جوړيږي، تر څو به د خان، ملک، سيد او خلېفه زوی او لور ته ښوونځی روا او نورو ته به ناروا وې، خو دومره پوهېږم چې تر څو کوم قوم پخپله د ځان حال بدل نه کړي په هغه حال به وي لکه شاعر چې وايې:

که په تدبير سره د بام سوری بند نه کړي

دا تقدير ده چې همدا کوټه به څاڅي

نو په دې اساس ما او زما ملګرو چې هغه د پکتیکا ولایت له ځوانانو څخه عبارت دی وپتيله چې نور بايد یادو ستونزو ته په رډو سترګو ونه ګورو او د دې ستونزو د حل په موخه قدم پورته کړو، نو د دوی په مشوره مې ځان ولايتې شورا ته نوماند کړو تر څو مو د ټولنې په وړاندې خپل مسؤليت اداکړی وې ، او سر له اوسه له تاسو سره ژمنه کوم که چيرته خپل هدف ته ورسيدم هېڅوک به پرې نږدم ، چې د پکتیکاوالو حق تر ستونې تير یا تر پښو لاندې کړي.

ومن الله توفیق