1524661_575231209221019_1152431701_n

  انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد محمدصدیق پسرلی، د افغانستان د اوسنیو ادبیاتو، یو پیاوړی ادبي قافله سالار و. که په کوز افغانستان کې، ارواښاد میر حمزه شینواری د غزل بابا و، په بر افغانستان کې، استاد محمد صدیق پسرلی، د پښتو غزل بابا او د سر سړی و. د استاد شعر، په متنوع موضوعاتو بنا و او د پیاوړي شاعرانه منطق په څنګ کې یې، نورې ګڼې شاعرانه ښکلاوې او خوبۍ لرلې. استاد  پسرلی، په ظاهره خزان شو، له دې فاني او نیمګړې نړۍ نه  یې خپلې سترګې پټې کړې، مګرله معنوي پلوه، د محشر تر ورځې پورې ژوندی دی.

د استاد لوی میراث، د غزلبڼ دیوان، ناولونه، کیسې، طنزونه، ادبي مقالې  اوسریزې دي. ددغه نېک صالح سپین ږیری استاد، شخصي او پښتني کرکټر، له اخلاقي پلوه، د پیروي وړ، یوه بهترینه نمونه ده . متواضع، بې ازاره او رښتینی شاعر او لیکوال و. د هغه ښه یاد او ژوندۍ خاطرې به، د تل لپاره شنې، ځلانده او تلپاتې وې.

د افغانستان قلم ټولنه، ددغه نامتو استاد ناڅاپي مړینه، د افغانستان ادبیاتو لپاره ستره ضایعه بولي. د استاد درنې ادبي کورنۍ، د لر او بر افغانستان د شعر او ادب د وړې جرګه ګۍ لیکوالو او شاعرانو، د لوی افغانستان ټول ولس، د سیمې او نړۍ ادیبانو او شاعرانو ته، د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي. د لوی استاد،  اروا دې  ښاده او په ګور دې رڼا وي.

په درنښت

د افغانستان قلم ټولنې مشرتابه پلاوی

23/10/1392