Smeuddin Afghani

مینه ځای کړه رب ماحول کې د انسان

پرې حاصله شي رضا د پاک سبحان

مینه ژوند مینه مذهب مینه ایمان دی

محبت ته پیدا کړی خدای جهان

چې دجهل او تعصب په لومه بند دي

نا خبره دي د خپل عصر او زمان

تل مدام به دنفرت په اور کې سوځي

د تعصب لومه کې بند چې وي نادان

په سبب د پاکې مینې پاک دلۍ به

شي رڼا د نفرتونو تور دوران

چې څوک بخل یا کینه لري په زړه کې

خدایه ته یې منور کړې په ایمان

زموږ دین زموږ ایئن د محبت دی

صفا زړه لري مومنه مسلمان

په مشکل به د لوی رب نه امان غواړو

خدای کریم دی هم رحیم دی هم رحمان

———————————–

سمیع الدین افغاني

۲۲/ ۱ /۲۰۱۴

م۰ کال

Door Guest