د کونړ د غمیزی په هکله د ډاکټر اشرف غني پیغام! یکشنبه، د کب ۴مه

120503-N-II659-281

د ډله ییزو رسنیو د راپورونو له مخې د کونړ د غازي آباد د لارې په اوږدوکې د هیواد دښمنانو تېره شپه د ملي اردو پر دوو پوستو باندې برید کړی چې له امله یې ۱۹ تنه د هیواد ساتونکي شهیدان شوي او ۶ تنه یې لادرکه شوي دي. د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو او د لوی خدای له دربار څخه ورته د جمیل صبر هیله کوو. مونږ د ملي اردو پر اتلانو باندې دغه وحشیانه برید په کلکو ټکو غندو او د وژل شویو سرتیرو میړانه چې د هېواد له ملي نوامیسو څخه د دفاع په لاره کې یې خپل ځانونه قربان کړل، ستایو.