د افغان ملي غورځنګ اعلاميه

پر ملکي او افغان نظامي اهدافو د بهرنيو ځواکونو هوايي بمبارۍ له اوږدې مودې راهيسې دوام لري، چې له بده مرغه افغانان له تېرو دولسو کلونو راهيسې د ناټو او امريکايي ځواکونو له دې ډول ړندو بمباريو ډېرې ترخې خاطرې لري.

بهرنيو ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې پوستې په هوايي بريد کې دوه ويشت افغان سرتېري شهيدان او ټپي کړل. دا هغه پوسته ده چې په وروستيو کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده.

د کونړ تر پېښې وروسته د لوګر پېښه هغه غميزه او فاجعه ده چې ډېر شمېر افغانان يې د خپلو ځواکونو د شهادت په وير کښېنول.

افغان ملي غورځنګ د لوګر پېښه په کلکه غندي او له حکومت څخه غواړي چې د دې پېښې د جدي څېړنې لپاره اقدام وکړي ترڅو معلومه شي چې دا بريد تصادفي او که قصدي عمل و؟

د ملي دفاع وزارت چې له بده مرغه تر اوسه يې د ملي اردو د تلفاتو او د هغوى پر وړاندې د بريدونو د مخنيوي په برخه کې خپله بې کفايتي ښودلې ده، د کونړ او لوګر د پېښو په اړه بايد جدي پلټنې وکړي.

له بده مرغه د لوګر له پېښې درې ورځې تېرېږي، خو نه افغان حکومت په دې اړه کوم غبرګون ښودلى او نه ناټو د بريد په اړه توضيحات ورکړي دي.

ناټو ويلي و، چې دا بريد سهواً شوى، که داسې وي، نو رسماً دې بښنه وغواړي او که همداسې غلي وي بيا دا احتمال نه شو ردولى چې د بريد تر شا کومه پټه لوبه او توطيه پرته ده.

حکومت او نړيوال ځواکونه دې ژر تر ژره د دې بريد د څرنګوالي په اړه خلکو ته توضيحات ورکړي، که نه په غبرګون کې به يې له ولس سره په ګډه لارو او کوڅو ته راووځو او د خپلو شهيدانو د وينې پوښتنه به حتماً کوو.

په درنښت

مطبوعاتي څانګه