بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

Die Kommission  für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان

      د  افغانستان د سولې او آزادي کمسیون

انتخابات پدې شرط باندې چه په مناسب چاپیریال کې ترسره شي  د  سیاسي ثبات ، تولنیز تفاهم ، ملي وحدت  اود سولې په تآمین کې  د پام وړ رول لوبولي شي.

په افغانستان کې نن صبا انتخابات په دغسې چاپیریال کې تر سره  کیدونکې دي چه پرته   د ګن شمیرې تخنیکي نیمګړتیاو نه  د هیواد  په یوه لویه برخه  د امنیت د خرابوالې له کبله ولس د راي د حق د استفادې نه بې برخه کیږي .

په نا امنو سیمو کې  زیاتره قومي دیرکي اوسیږي . د انتخاباتو په پروسه کې  د ناامنو سیمو وګړېو نه ګدون ، راتلونکې نظام چه  د تول تاکنې تر نامه لاندې به  د جعل ، توطئه او تزوېر زیږنده  وي    د قومي ـ سیاسي بی اندولي سره مخ کوي او په نهایت کې د جګړې د دوام لاره خلاصوي .

راتلونکې انتخابات د یو فاسد ، جګړه مار او د جنګي جنایت کارانو سره مؤتلف حکومت له خواه مدیریت کیږي. د نښو نښانونه څرګندیږي چه اوسني حکومت د بهرنیو قوتونو سره د احتمالي  پت  تفاهم په بنست باندې خپلې تولې اداري امکانات د  حکومتي کاندید په ګته کاروي . حکومتي کاندید دنده لري چه د اوسني حالت ( ستاتو کو ) د  دوام ضمانت وکړي او  بهرنیانو ته د  بلواکي ، توپک سالارې ، نا امني  او فساد په فضآ کې د جګړې د اوږدیدو  زمینه برابره کړي.

 په افغانستان کې نړیوال نظامي ائتلاف غواړي خپل ګوداګیان د انتخاباتو د لارې  په  ولس باندې وتپي . خپل زور او تحکم  نندارې ته کیږدي . خپلې نظامي ماتې  او خپلمنځي  بیباوري او تذبذب د دیموکراسي د سوغات  تر پوښښ لاندې پتې کړي .

د افغانستان د سولې او آزادي کمسیون ،  په  عادي حالاتو کې انتخابات  د سیاسي قدرت د سوله ایزې انتقال د  یوازني وسیلې په توګه پیږني . خو پدې باندې تینګ باور لري چه هغه تول تاکنې  چه د  اشغال ، جګړه ، فساد ، زورواکي  د داوم په موخه کارول کیږي ، نظام ته  مشروعیت ورکولې نشي .

د افغانستان په اوسني جګړه ایزه  حالت کي د انتخاباتو د ناوړو عواقبو پړه په مختلفو درجاتو کې بهرنیانو ، حکومت،کاندیدانواودپتی خبروپلوان په غاړه لري . خو کاندیدانو چه زیاتره یې د بهرنیانو د سیاسي ، استخباراتي او  پولي مرستې په زور او تطمیع  لوبې ته ورګد شوې.

د سولې او آزادي کمسیون هرهغه څوک چه په مستقیم اوغیرمستقیم ډول دافغانانودوینی تویدوسبب کیږی محکوموی اوانتخاباتو کورنیو او بهرنیو ذیدخلو اړخونو پام  د « لمړي سولې او ورپسې انتخابات » شعار په محور باندې راجلبول غواړی  ۲۱/ ۳/ ۲۰۱۴

د افغانستان د سولې او آزادي کمسیون

Door Guest