momin

د ښاغلي بشیر مومن کتاب چې د (برخی مسایل جامعه شناسی افغانی) په نوم  یادیږي پر (۲۰۰۸) زیږدیز کال کې چاپ شوی وُ، خو د دوستانو په سپارښتنه او له یو شمیر نویوڅیړنو او اصلاحاتو له کبله پر (۲۰۱۳) زیږدیز کال کې نوی له سره چاپ شو.

استاد بشیر مومن د خپل دغی کتاب یو ټوک ماته ډالۍ کړ ماهم په ډیره مینه او پاملرنې سره دا اثر ولوست.

په دې کتاب کې (۲۹) ډیرې ګټورې لیکنې او په پای کې یې ټولنپوهیځې نومونې هم راغلې دي.

سره له دې چې زموږ  د افغاني ټولنې د بیلابیلو اړخونو پیژندنه او څیړنه بشپړو پلټنو او ژورو کتنو ته اړتیا لري خو ښاغلي بشیر مومن په خپل توان سره هڅه کړیده چې زموږ د ټولنې د سیاسي، ټولنیز، فرهنګي اړوخونو په اړه په بیلابیلو لیکنو کې خپل ګټور نظریات خپلو هیوادوالو اولوستونکو ته وړاندې کړي.

دا کتاب زمو ږ د ټولنې د ولسونو د ویښتیا په موخه او د استعدادونو د لا غوړیدو او روزلو لپاره لیکل شوی دی. ښاغلي لیکوال په خپل کتاب کې د خپلې پوهې ، ژور فکر او هنر په وسیله د خپلې ټولنې بیلابیلې پیښې په ګوته کړې دي. ده په دې اثر کې د خپل افغاني او انساني موخو په اړه داسې ډیوې لګولې دي چې په لوستلو یې هر دردمن او با احساسه انسان کولای شي د خپلو اهدافو په تړاو ترینه ګټه پورته کړي. دا کتاب زموږ د هیواد په علمي ،سیاسي، ټولنیز اوفرهنګي ډګر کې لکه د نورو لیکوالو آثارو په څیر،  یو لارښوونکی ، ګتور او ارزښتمن  اثر دی، چې په څو واره  لوستلو ارزي.

په دې اثرکې د ژوند پر ناخوالو او نیمګړتیاوو د هوډمن تکلونو ، هڅو او بریو د لارې چارې لارښوونې څرګندې شوې دي.

زه ښاغلي بشیرمومن ته د دې ګټوراثر د چاپولو له کبله مبارکي وړاندې کوم اود ده دلا زیاتو بریاوو او هستونو په هیله یم.

په مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود

Door Guest