same

څه رنګینه شان موقه ده
د تاریخ حساس شیبه ده

سرنوشت په بله اوړي
د افغان د ژوند صفحه ده

زما ، ستا چې د لسیزو
د حالاتو نه ګیله ده

اوس راپاڅه لاس په کار شه
چې د مرګ او ژوند کیسه ده

ښه یې وینو چې ډوبیږو
لا هم وینه مو سړه ده

د افغان نسل ورکیږي
ترې نه پا ته قافله ده

نن د وخت بدنام سالار بیا
د ولس په سره دعوه ده

سره یو شئ چې ورکیږو
د غلیم سره مو شپه ده

شهامت موږ ته پکار دی
چې ویرجنه سلسله ده

سرنوشت خپله په لاس کړئ
د پردو نه څه ګیله ده

که یو نه شو نو ورکیږو
پکار عزم اراده ده

شهامت موږ ته پکار دی
د علمیت رڼه ډیوه ده

اوس لا هم زموږ د نیکونو
لوټه شوی حماسه ده

پوه رهبر درول عواړو
دا مو عزم اراده ده

اتفاق نه هر څه جوړ شي
د یووالي لار کره ده

افغاني په دې موقه کې
ورور ګلوۍ اصلي چاره ده
—————————
سمیع الدین افغاني
۵/۵/۲۰۱۴
م۰ کال

Door Guest