د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۳/۲/۳۰

Paktika1
د پکتیکا له مشرانو سره لېدنه
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسي او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي، د سه شنبه ورځې پر سهار، د خپل کار په دفتر کې د پکتیکا ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل. په دې کتنه کې، د پکتیا ولایت د مدني ټولنې او قومي شورا استازو ګډون درلود. د پکتیکا ولایت مشرانو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین سره، د خپل ولایت یو شمېر ستونزې شریکې کړې او د هغو په هواري کې، د دې ادارې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه. د پکتیکا مشرانو د ټاکنو په پروسه کې د پکتیکا د خلکو پراخ ګډون ته په اشارې وویل، چې د یاد ولایت خلک، له دولت سره نژدې اړیکې پالي او د ټولو ملي پروسو په کامیابۍ کې فعاله برخه اخېستې ده. د دوی په وینا، خو له دې سربېره هم، هلته د بیارغونې په برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی. د پکتیکا مشرانو، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مسوولینو غوښتنه وکړه، چې د انکشاف په برخه کې د نورو کارونو په اړه، د دوی غوښتنه له اړوندو وزارتونو سره شریکه کړي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي، د پکتیکا ولایت د جغرافیه یی موقعیت پر ازرښت د خبرو ترڅنګ، د هغه ولایت مناسبو بشري ظرفیتونو اشاره وکړه. نوموړي وویل، چې د پکتیکا ولایت ځوانو کدرونو د حکومت پر مختلفو څوکیو، د پام وړ خدمتونه کړي دي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، هوډ لري، چې وړو کدرونو ته د کاري فرصتونو په مساعدولو، په چارو کې موثریت رامنځته او د خلکو او حکومت د همغږۍ له زیاتیدو سره مرسته وکړي.
ماموندزي، وویل، چې په افغانستان د سړک دوې لویې پروژې روانې دي، چې یوه یې د انګور اډې سړک پروژه ده او دا سړک پکتیا ولایت له ګاونډي هېواد پاکستان سره نښلوي. ماموندزي همدا راز وویل، چې د پکتیکا ولایت د خلکو په غوښتنه یې، د دې ولایت درجه لوړه کړه او د درجې لوړېدل به په پکتیکا کې، د انکشافي کارونو فرصتونه لا ډېر کړي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین، د پکتیکا مشرانو ته ژمنه ورکړه، چې د هغو ستونزو د حل لپاره به جدي ګامونه اخلي، چې له سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره مخامخ تړاو لري