په پکتيکا کې بشري جنايت او د اسلامي نړۍ د دارالافتاوو ظالمانه سکوت!

لیکنه اصف ننګ

Asif Nang
که څه هم دا نوى او وروستۍ پېښه نده، ښايي داسې پېښې نورې هم دوام وکړي او دا ځکه چې د دې ډول پېښو لپاره هغه مفتيان او فتوا خانې (دارالافتاء) سخته فعاله دي چې د دې ډول جنايتو توجيه په (جنت) او (شهادت) ورکوي!!
زه نپوهيږم دا به د کوم بشري يا آسماني کتاب فتوا وي، چې د کليمه ويونکو مسلمانانو په مرگ کې ورته جنتونه معاوضه کوي؟؟ ماته شخصاً چې د قرآنکريم حافظ او د دينې علومو له عالي دارالعلوم څخه فارغ يم او د فتواوو گڼې موسوعې لرم، کله هم داسې فتوا نده ترسترگو شوى چې د جهاد معنا دې پکې داسې تشريح شوي وي.
غميزه يواځې د پکتيکا د ارگون د هغو يونيم سل بيوزله ملکي وگړو د مرگ نده، غميزه د هر هغه انسان چې د دا ډول عملياتو په ترڅ کې مړې کيږي او موږ د ماتم اوښکې پرې توى وو، د هغو ده، غميزه دا ده چې پدې کثرت سره د نړۍ په گوټ گوټ کې د مستبدو غديو او هم د اجيرو شبکو او ډلگيو لخوا تر سره کيږي، خو تر ټولو دردونکې غميزه دا ده چې آيا په ټولې اسلامي نړۍ کې د علماوو کومه داسې دارالافتاء نشته چې پدې هکله قاطع او صريح پريکړه او د اسلام حکم تشريح کړي؟!!
آيا په افغانستان کې د علماوو ټولنې نشي کولۍ چې پدې هکله غټ غږ پورته کړي او دا غږ تر هغو خاموشه نکړي او تسلسل ورکړي تر څو چې يې د اسلامي نړۍ وجدان نه وي راوېښ کړى او د جيدو او نامتو علماوو تر غوږو يې نه وې رسولى؟!
زه پداسې حال کې چې د پکتيکا ولايت دغه له جنايت ډکه پېښه په ډېر شدت سره غندم، د دې حادثې له قربانيانو او له کورنيو سره يې ځان کاملاً پدې غم کې شريک بولم، د خپل گاونډ د هغو فتواو ورکوونکو مفتيانو چې د اسلام او جهاد په نوم ناخرده ځوانان دغسې اعمالو ته راليږي، په هکله تشويش لرم. تر څنگ يې پر اسلامي نړۍ او له هر هغه انسان چې دغه پېغام لولي او يا يي نورو ته رسولى شي هيله کوم چې د يوه انساني رسالت په توگه دې پدې هکله د خپل ضمير آواز حتماً اوچت کړي.
نپوهيږم دغه د باطلو او د اسلام له سپېڅلې روح سره په مغاييرت کې د فتوا مرکزونه به تر څو داسې شيرازه پاتې وي او تر څو به زموږ د مظلومو وطنوالو په مرگ او وېر کې، دا د انسان په لباس کې شيطانان (تلبيس ابليس) جشنونه نيسي او زموږ په هيواد کې به د دوى لوبي روانې وي!!
آيا اسلامي نړۍ د دغسې فتواوو په اړه هيڅ خبره نده؟؟ او که خبره ده آيا دومره ظالمانه سکوت يې پرې غوره کړې دى!!
آيا د اسلامي نړۍ په (مجمع الفقهي)، (دارالافتاوو)، (ندوة العالم الاسلامي) او (شبکة العلماء الاسلامي) کې به هيڅکله داسې اجندا تر بحث لاندې ونه نيول شي، چې د بې وزله انسانانو په کثرتي او ډله ييزه وژنو پورې اړه لري، او پر عاملينو يې حکم صادر کړي؟!!