د افغانستان اسلامي جمهوري دولت”
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه

۱۳۹۳/چنګاښ/۲۵

Farid Mamundzay

د ارګون د پېښې د مرګ ژوبلې وروستي کره معلومات
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ډاکټر فرید ماموندز وایي، چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د تېرې ورځې، پېښې په اړه په رسنیو کې، د مرګ ژوبلې کره معلومات نه دي خپاره شوي. د ده په خبره، د پکتیکا ولایت مقام او په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د سیمه ییزو روغتونو لخوا، د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس، د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د پرونۍ پېښې د مرګ ژوبلې وروستي ارقام له خپرو شویو ارقامو سره توپیر لري.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ارقامو له مخې، د پېښې شهیدان ۵۰ پنځوس تنه او ټپیان یې ۶۷ اووه شپېته تنه دي. په شهیدانو کې دوه تنه پولیس، شپږ ماشومان او د ارګون ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات خطیب مولوي محمد عالم شامل دي. پېښه له چاودیدونکو توکیو څخه ډک، د یوه سرف ډوله موټر په وسیله رامنځته شوې ده.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین زیاتوي: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر، په حکم د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، ملي امنیت، د چارو د ادارې لویو ریاستونو، لویې څارنوالۍ او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ګډ پلاوی، پکتیکا ولایت ته د پېښې د زیانونو د څېړلو او له زیانمنو شویو کورنیو سره، د خواخوږۍ د شریکولو په موخه یاد ولایت ته تللی دی.
د ماموندزي په خبره، دا پلاوی به په بېړنۍ توګه، د هر شهید له کورنیو سره یو لک افغانۍ او د هر ټپي له کورنۍ سره د پنځوسو زرو افغانیو مالي مرسته هم وکړي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لخوا، د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سپارښتنه شوې، چې د ټپیانو روغتیایي حالت ته جدي پاملرنه وکړي”.