same

ټول ولس په غم او په وسواس کې دی
واک اختيار مو ټول دبل په لاس کې دی

داسې تباهې په بل ټبر نشته
کوم چې نن په لر او یا په پاس کې دی

څو به قربانيږي د افغان بچي
نن د غليم څنګ په بل لباس کې دی

اوس مو برملا په تاريځ تور لګي
ټول دغه فريب په لوی خناس کې دی

څه شول ها باتوره ميړني مشران
نن دا کوم سالار زموږ په راس کې دی؟

لا به موږ په مړو سترګو کتل کوو
سپور چې مو پردی په شاهي اس کې دی

څو به دا ملت په وير او غم ناست وي
حل مو صرف يوالي ،خيرالناس کې دی

مات به شي سکوت د غيرتي ولس
مشر پوه لارښودکه مو په راس کې دی

راوله اتل د ګران وطن مورې
دا مو درته سوال په التماس کې دی

Door Guest