image026

 د پکتيکا ولايت ځوريدلي ولس ته, د يحی خیلو, او غيبي خیلو په وينو لژند ولس ته د پرونۍ چاودنې په اړه چې دا کړېدلی, ځوريدلی ولس يې يو ځل بيا د ملي ماتم د وير او ساندو په ټغر کښیناوه, خپل د ټپي زړه ژور د عزيزګلوۍ , خواخوږۍ او غم شريکۍ احساس او تسليت تاسو ټولو ته په ځانګړې توګه د شهيدانو او ټپيانو کورنيو ته وړاندې کوم.

شهيدانو ته مغفرت او جنت فردوس او ټپيانو ته د رب له دربار څخه بشپړه روغتيا او سلامتيا غواړم , او د تور مارکېټ په توره فيصله باندې لعنت, لعنت لعنت وايم. او د خپل ټپي او پکو زړه احساس او غمشريکي د ساندو په بدرګه سره خپل د پکتيکا عزيز او پتمن ولس ته په لاندې شعر کې ډالۍ کوم.

***مرګيه بس کړه ***

دا د پيو ډکه خوله هلک به کوم انتقام وژني ?

که فتوا بازاري شوې , غنچه خوله بې کلام وژني

د يتيمې سينې مور يې, ټول حواس ورته الوۍ کړي

چې سورخولی ترې رخصت شي, په بيبيانو کې وام وژني

*****

انګاري فرياد ته ګورئ, تړمو اوښکو جنازې وړي

شنې کوترې زخمي زېري, له ياخیلو تر کعبې وړي

دغه تږي سيند ته ګورئ,چې يې تنده نه ماتيږي

خيرات خپله ټولوي, په بدل کې سرکاسې وړي

*****

له زړګي د پکتيکا مې, د تنکيو جنازې وړي

سور سالو کفن کې نغاړي, ګلاليو جنازې وړي

په شيندل زړه مې څه وکړم,چې احساس يې نه ټوليږي

له ياخېلو تر ارګون نه, وړکيو جنازې وړي

*****

اوس نو وايه! کوم اجل له فريادو انتقام واخېست?

يا مهدي اخرزمان له ,اوم آسمانه پيام واخېست

هغه زړه چې په تا شپول و,زمانې په ګروه نيولي

چې ېې کوډو په وړيا بيه غلام, ستا (حسام) واخېست

**********

**********

هالنډ , د ليندۍ دريمه ۱۳۹۳

د نومبر ۲۴ , ۲۰۱۴

Door Guest