!ډېرو درنو دوستانو او ګرانو غورځنګيانو السلام عليکم

افغان ملي غورځنګ غواړی په يوه پرانيستي مطبوعاتي غبرګون کې د پکتيکا او په لويه کې د افغانستان د غميزې څرنګوالی او ماهيت مطرح کړي، له قربانيانو سره يې خپله غمرازي او له عاملينو څخه يې خپله کرکه  څرګنده کړي، او د نورو غميزو د مخنيوي لپاره خپل وړانديزونه او غوښتنې وړاندې کړي. غونډې ته د فاتحې او غمرازۍ لپاره د پکتیکا د پېښې قربانيان هم رابلل شوي دي.

له تاسوټولو دوستانو نه هيله کېږي چې د غونډې د درنښت او له قربانيانو سره د ښې غمرازۍ په موخه هم په خپله ګډون وکړئ او هم هر يو لږ تر لږه درې تنه نور دردمن هېوادوال او دوستان درسره راولئ. هغه ټولنې، شوراګانې او بنسټونه چې تاسې يې پېژنئ، هيله ده هغو ته هم خبر ورکړئ. د غونډې د پيل وخت د سهار لس بجې دی، خو له تاسو نه هيله کېږي چې لږ تر لږه نيم ساعت مخکې تشريف راوړئ.

د غونډې او غبرګون ځای: استقلال لېسې ته مخامخ د زرنګار پارک

د غونډې وخت: پنجشنبه ( د لېندۍ ۶)، د سهار لس بجې

يادونه: هيله ده نښلول شوې خبرتيا لا زياته خپره او له دوستانو سره شريکه کړئ.

په ډېر درنښت

خوشال روهي

Door Guest