Smeuddin Afghani

هره سيمه ،هرې خوا په غم اخته يو
موږ د ظلم ، بې رحمۍ سره جګړه يو

ډيـر ذليل او نــاروا دښمن لــه لاسه
تل دوير په ټغر ناست د غم ميلمه يو

قتلوي موزوړ او ځوان په بې رحميو
د لستوني زوړ ښامــار سره ديره يو

په خپل مينځ کې موکلونه جنګوي دوئ
موږ لا اوس هم د پردو دلاس الــه يو

د دښمن نــه هيڅ اميد د رحــم نشته
تل غمجن يې په فريب او په دوکه يو

په کلو کلو يې وران زمـوږ وطن کړ
کله خپل کله دبــل نه پــه ګيله يــو

دې بــې رحمه نــاروا ګــاونډ دلاسه
تل دغم په ټغر ناست په ويراخته يو

نور را پاڅئ ولسونــو را بیدار شي
لاتر څو به د غفلت په خوب بيده يو

پکتيکا په وينو سره شوه کربلا شوه
ټول وطن دې شرارت ته په غصه يو
———————–
سميع الدين افغاني
١ – ١٢ – ٢٠١٤
م ٠ کال

Door Guest