افغانستان د افغانانو تاريخي کور دی، پدې کور کې بیلا بیل قومونه لکه پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه يي، نورستاني، ايماق، عرب، قرغېز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نور وروڼه قومونه اوسېږي چې په ګډه افغان ملت جوړوي او افغان د ټولو ګډ ملي هويت دی. که څه هم د افغان ولس افغاني هويت يو مسلم او منل شوی اصل دی او د افغانستان په اساسي قانون کې ډېر په وضاحت راغلي، چې: « د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کېږي.» خو له بده مرغه پدې وروستيو کې داسې هڅې ليدل کېږي چې د افغانانو اسلامي او ملي هويت مسخ شي، ملي ارزښتونه تر پښو لاندې شي او د يوه واحد ملت تر منځ د بېلتون او نفاق کرښې رامنځته شي.
څو مياشتې وړاندې د افغانستان په ملي شورا کې د نفوسو د احوال د ثبت يو داسې قانون تصويب شو چې په نويو پېژند پاڼو کې د دين او مليت پېژندنه حذف شوه او په لوی لاس د افغانانو اسلامي او ملي هويت له پامه ورغوځول شو. د ملي شورا دا پرېکړه د هېوادوالو له پراخو اعتراضونو سره مخ شوه. تر ډېرو فشارونو وروسته په پېژندپاڼو کې د دين د پېژندنې برخه زياته شوه او ژمنه وشوه چې د افغان کلمه به هم راوړل کېږي. له بده مرغه د ملي وحدت د حکومت په راتګ سره د افغانانو هيلې او غوښتنې يو ځل بيا له پامه وغورځېدې او د بې هويته پېژندپاڼو طرحه د ولسمشر له خوا توشېح شوه. زموږ په اند دا پرېکړه د افغانستان اساسي قانون او افغان ملت ته يو څرګند سپکاوی دی. افغان ولس د لاندې دلايلو له مخې فکر کوي چې په لوی لاس يې هويت ترې اخېستل کېږي، ملي ارزښتونو ته يې سپکاوی کېږي او ملي نفاق ته لمن وهل کېږي:
په پخوانو پېژندپاڼو کې د زېږېدو تر نېټې وروسته د دين او مليت د پېژندنې ذکر راغلی و، کوم دليل د دې لامل شو چې د پېژندنې دا ځانګړتياوې حذف شي؟ کله چې تر ډېرو فشارونو وروسته، د دين پېژندنه بيا راغله، د مليت له ذکر سره ولې مخالفت وشو؟
د نړۍ د اکثرو ملتونو پېژندپاڼو ته که وکتل شي، هلته په څرګند ډول د مليت ذکر راغلی دی، نو له دې کبله زموږ په پېژندپاڼو کې د مليت ذکر کومه غير معمول خبره نه ده.
که چېرې داسې استدلال کېږي چې د پېژندپاڼو په سر کې د ( د افغانستان د اسلامي جمهوريت) نوم راغلی او د هويت لپاره همدا کفايت کوي، نو بيا خو د دين ذکر ته هم اړتيا نه وه، ځکه چې د افغانستان ولس کابو سل په سلو کې مسلمان دی. بل دا چې د ډېرو هېوادونو په پېژندپاڼو کې هم د هغه هېواد بشپړنوم راغلی او هم يې د اتباعو د مليت ذکر راغلی دی.
که چېرې په افغانستان کې عادي حالت وای ښايي د افغان کلمې حذف ډېره د اندېښنې وړ خبره نه وای، خو څرنګه چې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو کړيو له خوا په منظم ډول د افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي وياړونو پر وړاندې پرله پسې دسيسې روانې دي، نو پداسې حساسو شرايطو کې د افغان کلمې حذف د همدغو دسيسو د يوه خطرناک پړاو نښې ښکاري.
پورتنيو دلايلو او اندېښنو ته په پام سره موږ د افغانستان له ولسمشر او د ملي شورا له دواړو جرګو څخه غوښتنه کوو، چې زر ترزره دې دغه قانون وځنډوي، د لازمو تعديلاتو لپاره دې بيا کتنه پرې وکړي او د پخوا په څېر دې زموږ د ملي هويت د څرګندونې لپاره د افغان کلمه پکې راوړل شي.
موږ چې د لسګونو سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو، قومي شوراګانو او په ټوليزه توګه د افغان ملت په استازېتوب خبرې کوو، خبرداری ورکوو چې قطعاً به داسې بې هويته پيژندپاڼې چې زموږ د ملي هويت څرګندونه نه شي کولای، وانخلو. موږ د دغه مطبوعاتي کنفرانس له لارې اعلانوو چې لومړی به له ولسمشر او د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرتابه سره وګورو، که چېرې د دوی له خوا مو بشپړ ډاډ ترلاسه نه کړ، نو له راتلونکې دوشنبې وروسته به په ټول هېواد کې په مدني اعتراضونو لاس پورې کړو او چمتو يو چې که د سر په بيه هم وي، له خپل ملي هويت څخه ننګه او دفاع وکړو. موږ دا خبرداری هم ورکوو، چې که چېرې ولسمشر زموږ برحق او ملي غوښتنو ته ځواب ونه وايي، نو له ملي استيضاح سره به مخ شي. که ولسمشر د افغان ولس د اکثريت ارادې پر بنسټ ټاکل کېدای شي، نو د همدوی د ارادې له مخې استيضاح کېدای هم شي.

Door Guest