کسی را مفتی ما کلید جنت بخشد
به قصد طفلکی از دامن مادر دزدند
شباب

same

زمـــا نیاز بین د زړګـــي سره ځویه
ای ډیــر سپیڅلی پاک مظهره ځویه

ستا شهید پـــلارد ستا پــه تمـــه لاړو
له ډیـــر ناچـــار لـه درد اوغمه لاړو

ته شوې د کـــور د ازوقـــې زمه وار
د پلار په شان زموږ دلسوز خدمتګار

ستا په زحمت کې موږ ماړه ووپه نس
ستا په محنت کې محتاج نه وو دکس

ته افتخار ته مـــو غــرور وي دکور
ته مو ښادي ته مو سرور وې دکور

په تا بسیا وه واړه ورونـــه دستا
ځویکی او لــور د باغ ګلونه دستا

خورکۍ دې ډیـــره وه په تا زهیره
محتاجه نه وه نه د چـــا مجبوره

خو تـــه ناچار وې دافغان بچي وی
ددې مــاحول ددې زمـــان بچی وې

ته وې مجبورد کورمحتاج پوره کړې
د وروراو خور دتعلیم باج پوره کړې

مورته دارو کـــورته سودا راوړې
زموږ تیارو تـــه سپین سبا راوړې

ته هیڅ خبرله خپله ځـــانه نـــه وې
د خپل غـــمیزې له داستانه نه وې

چې درته څنګ کې ځانمرګی ولاړ وه
یو ډیر بې رحمه غلچکی ولاړوه

ته یې شهید کړې ستا ملګري شهید
دستا په شان یې ډیر سپیڅلي شهید

اوس دې خواخوږي ټول په ویرناست دي
ستا په ماتم پـــه زړه دلګیر ناست دي

زموږ پـــه کور اوس کـــربلا جوړه ده
هر خوا ته ویـــر دی واویلا جوړه ده

ټول ولسونـــه مـــو پـــه غـــم ژړیږي
د خپل خـــواخـــوږو پـــه ماتم ژړیږي

څوک مو په یو نوم څوک په بل وژني
څوک دي پردي او څوک مو خپل وژني
************
ربه تبا کړې فـــرعـــوني زور واکان
زموږ د عـــزت دا تـــاریخي دښمنان

مونږه په خپل کې کلی کور کړې ربه
ته مونورخلاص له ظلم زورکړې ربه

چې موږ په خپلو کې یو لاس شو سره
ټینګ افغاني عزم ،احساس شو سره
————————-
سمیع الدین افغاني
۲۴ – ۱۲- ۲۰۱۴
م ۰ کال

Door Guest