د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۳/جدی/۴

matin

د پکتیکا ولایت نوي والي عبدالکریم متین، د پکتیا ولایت له خلکو او چارواکو سره د پیژندګلوۍ په غونډه کې و ویل، چې په لومړي ګام کې به د پکتیکا ولایت د ټولو ملکي او نظامي ادارو سراسري ارزونه کوي او له خلکو سره په مشوره به د اصلاحاتو او ریفورم لپاره لومړیتوبونه و ټاکي. د پکتیکا نوي والي دې دندې ته پرده د جمهور رییس له باور مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د خلکو په همکارۍ به په پکتیکا ولایت کې، امنیت د ټینګښت، متوازنه وده او د پوهنې د پراختیا فرصتونه رامنځته کړي.

په دې غونډه کې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په استازیتوب عبدالغیاث وردګ، د جمهور رییس له لوري، د والي ګومارنۍ حکم ولوست او نوي والي ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. وردک د مرکزي حکومت په استازیتوب د پکتیکا نوي والي ته ډاډ ورکړ، چې له ولایتي برنامو او لومړیتوبونو به یې ملاتړ کوي. نوموړي د پکتیکا ولایت د پخواني والي ښاغلي محب الله صمیم د خدمت او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او هغه ته یې د هېواد د خدمت په لاره کې د لازیات توفیق هیله وکړه.

غونډې ته په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازو هم خبرې وکړې او نوی والي یې د پکتیکا ولایت لپاره پرځای ټاکنه وبلله. د پکتیکا ولایت یو شمېر قومي مشرانو او د مدني ټولنې استازو هم د غونډې په ترڅ له والي سره سیمه ییزې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.

د پکتیکا ولایت نوی والي عبدالکریم متین د غزني ولایت اوسیدونکی دی او خپلې لوړې زده کړې یې د انجنرۍ او عامه ادارې په برخو کې ترسره کړي دي او تر دې وړاندې یې، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت او چارو ادارې په بېلابېلو برخو کې پر لوړو څوکیو کار کړی دی.

Door Guest