راځه 

دواړه سترګې دې لږتورې کړه راځه

امېلونه دې درپورې کړه راځه

یووار بیا دبڼوبریدراباندې وکړه

دزړه ستنې مې نسکورې کړه راځه

له تندي دې دلونګوخوشبويي ځي

تورپېکی دې دورې دورې کړه راځه

که زمادزړه توتي په دام کې ساتې

دازړې لومې دې نورې کړه راځه

چې ځواني دې په نظر نشي له مانه

غوړې څڼې دې لږ سپورې کړه راځه

که  د <<خیال>> د اوسېدوخونې ته راشې 

دروازې درسره پورې کړه راځه

پښتو

ځوانه که پښتو وايې نو ښه پښتو به واي

دغه دجنت له خواتوښه پښتوبه وايې

ته د درنوغرونوپه لمنوکې لوی شوی یې

سپکه خوبڼکه ده،درنه پښتو به وايې

ښه يې له پرديوزیږوتوروڅخه وچڼه

ستا ژبه سپېڅلې ده سوچه پښتو به وايې

داد ګلو ونه چې وطن پرې ښکلی شوی دی

څانګې ورنه مه شکوه نګه پښتو به وايې

اوس يې چې ګرېوان ته تورلاسونه ورلوېدلې دې

ښه په لمن پاکه پښتنه پښتو به وايې

ژبه خوپسول ده د ولس دښکلا ناوې ته

ګل غوندې سمباله په ګاڼه پښتو به وايې

ځنې غمازان يې د اوګرې غوندې لړي سره

ستا څخه مې هیله ده خوږه پښتو به وايې

بیايې دنړۍ له سترو ژبو سره سیاله کړه

ځانته که افغان وایې کره پښتو به وایې

ښکلې امېلونه دشعرونو ور په غاړه کړه

«خیاله» ښه مهینه ښایسته پښتو به وایې

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دبخت هنداره

 

چې هرچېرې لټومه ښکلی یار

مخامخ راته راڅېرمه شي اغیار

خپلې ډکې خزانې ته چې ورځمه

ترې چاپېره وي دبل کلې ښامار

که هرڅویې پرېمینځم دبخت هنداره

سر په سر ورباندې ګرزي تورغبار

زه دکلې په ناورین باندې خپه وم

اوس به څه کړم ورانوي مې غلیم ښار

«نن خوتش دموږ له څنګه سره تېرشو

زه وېرېږم چې دا لاره شوه دمار»۱

چې رقیب بایدپرې خپله ځړېدلای

نصیب موږ ته درولی هغه دار

سپېره منی ورنه ښه ګڼمه «خیاله » ۲

که په وینو وي لړلی نوبهار

 

۲۲

--------------------------------

۱:  وایي له دې څخه نه ډارېږم چې مارمې له څنګه

تېرشو بلکې له دې وېرېږم چې دابه یې لاره شي  .

۲ : منی  = خزان

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

( )( )( )( )( )( )( )( )( )  خیال مـحمد کـټـوازی  ( )( )( )( )( )( )( )( )( )( )

 لـنـډه پـیـژنـد نـه

د ستـورو ورا

پریشـانه ولـولې

درڼا بهــیـر