د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د ګیانی ولسوالی د کینه ګژی کلی له اړوندو سیمو څخه د حقانی ترهګری ډلي د ځانمرګو واسکټونو د جوړیدو، د چاودیدونکو توکو، د ماینونو، وسلو او مهماتو ۳ پټنځایونه کشف او:
– 13 عدد ځانمرګي واسکټونه.

– ۱۶ میله د RPG 7 راکټ انداز.

– یو میل ۸۲ ملی متری توپ.

– یو میل دهشکه له ۲ عددو فالتو میلونو سره یې.

– یو میل زیکو یو له ۱۰ عددو شاژورونو سره یې.

– ۵ میله پیکا.

– ۵ میله کلاشینکوف.

– یو میل ټی ټی تفنګچه له ۲ عددو شاژورونو سره یې.

– ۷۰ کړۍ ماینونه.

– ۵۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي.

– ۲۴ بکسي د دهشکي مرمي.

– ۳۸ بکسي د زیکو یو مرمي.

– ۵۰ عدد د ریموت کنترول تختونه.

– ۴۷ فیره د هاوان مرمي.

– ۹ فیره د راکت انداز مرمي.

– ۵۰ عدده د هاوان سرګلولي.

– ۲۳ عدده پرتلي.

– یو عراده موتر سایکل.

– ۲ پایي ایکم ډوله مخابري.

– یو پایه د فلمبرداری کمره.

– په سلګونو فیره د ډول ډول وسلو مهمات او پوځي تجهیزات، چې د ځانمرګو بریدونو، ترهګریزو او ورانکارو کړنو او ماین خښوونې په موخه په نوموړی سیمه کې ځای پر ځای کړي وي تر لاسه کړي دي.

د پیښي په اړوند د حقانی ترهګری ډلي ۳ تنه ترهګر هم نیول شوي دي.

د یادو پټنځایونو کشفیدل د دښمن پر وړاندې د ۱۳۹۴ لمریز کال د پیل یوه ستره لاسته راوړنه ده، چې د یادو مهماتو په کشفیدو سره په پکتیکا ولایت کې د یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو مخه ونیول شوه.

https://www.facebook.com/video.php?v=816094418426773&set=vb.259369930765894&type=2&theater

Door Guest