۱۳۹۴/۴/۲۲
نن ماسپښین ۰۳:۳۰ دقیقې یحی خیلو ولسوالۍ بازار کې وسلوالو مخالفینو موټرسایکل کې چاودیدونکي توکي ځای په ځای کړې و چاودنه ورکړه.
د یوه سیمه ایز پولیس په ګډون یې ۱۱ تنه ملکي وګړي ټپیان کړل.ټپیان د مرکز ښرني ملکي روغتون ته راوړل شویدي روغتیایې وضیعت یې د ډاډ وړ ده.
د پکتیکا والي امین الله شارق په پیښه ژوره خواشیني څرګندوي ،ټپیانو ته د خدای ج له دربارڅخه د بیړنۍ روغتیا ِغوښتنه کوي،د مرکز ښرني روغتون ډاکترانو ته یې سپارښتنه کړې چې د ټپیانو په ښه ډول سره درملنه وکړئ.

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

Door Guest