مرکز ښرنه کې ګڼ شمیر وسلي او مهمیات د ملي امنیت ریاست د منسوبینو لاس ته ورغلي دي

۱۳۹۴-۰۴-۳۱


خبرپاڼه
پکتیکا : مرکز ښرنه کې ګڼ شمیر وسلي او مهمیات د ملي امنیت ریاست د منسوبینو لاس ته ورغلي دي.

د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریاست د زړورو منسوبینو د کشفي اطلاعاتو له مخې نن د مرکز ښرني اړوند په جبارخیلو کلي کې د یاد ریاست د منسوبینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲ میله کربین توپک،(۱۹۰) فیره د کربین مرمۍ،(۱۷۵۰)فیره د کلاشینکوف مرمۍ ،(۸۸۰)فیره د پیکا مرمۍ (۴) کړۍ لاسي بمونه (۲) داني برچي،او (۵) داني د کلاشینکوف شاژورونه ونیول شول یاد توکي په یوه کور کې ساتل شوي و چې د ضیالحق مدني په نامه تروریستي ګروپ غوښتل په مرکز ښرنه او اړوندو کلیو په ناامني کې تري ګټه واخلي،له نیکمرغه د ملي امنیت د منسوبینو له لوري ونیول شول،چې په تور یې یو شکمن کس هم نیول شوی ده ،د ملي امنیت د منسوبینو تر پوښتنو کرویږنو لاندي ده.
درنښت

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

Comments are closed.