لیکوال: سپین تا ڼی

هغه ډېر دروند او عالم سړی و، دلته یې لنډ ژوند لیک ولولئ:

د افغانستان د لوړو زده کړو پخوانی وزیر پوهاند محمود سوما په اتریش کې د ۷۸ کلونو په عمر (د جمعې په ورځ د اکتور ۱۶مه) له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه د زړه ناروغي لرله او په وروستیو کې سینه وبغل هم ورته پیدا شو چې په پای کې د پښتورګو له له ناروغۍ هم کړېده.

محمود سوما ۷۸ کاله پخوا د خوست په متون کې په یوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی و. لومړنۍ زده کړې یې د خوست غرغښت ښوونځي کې وکړې.

لوړې زده کړې یې د کابل دارلمعلیمن کې پر مخ بوتللې او وروسته د ساینس په رشته کې د نورو لوړو زده کړو لپاره امریکا متحدو ایالتونو ته ولاړ. بیا یې د بیروت په امریکایی پوهنتون کې نورې زده کړې هم وکړې.

افغانستان ته په بېرته راستنېدو، کابل پوهنتون کې د کمیا د مضمون ښوونکی شو.

د افغانستان د ښوونځیو لپاره د اووم نه تر ۱۲ ټولګي پورې د کمییا کتابونه ښاغلي سوما لیکلی وو.

په ځینو جریدو او ورځپاڼو کې یې بېلابېلې علمی او ساینسي مقالې چاپ شوې دي.

پوهاند سوما د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند لوړ پوړ غړی و. د ثور له اوومې وروسته چې د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند واک ته ورسېد ښاغلی سوما د لوړو زده کړو وزیر شو.

د مرغومی تر شپږمې پورې د لوړو زده کړو وزیر و، خو د روسانو په را تګ سره هغه زندان ته واچول شو او هلته ۱۲ کاله بندي و.

د ولسمشر ډاکتر نجیب الله په واکمنۍ کې له پلچرخي خلاص شو. ده ته د حکومتي دندې وړاندیز وشو خو ده ونه منله او په کابل پوهنتون کې بیا استاد شو.

د ثور اتمې وروسته یانې د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال هم په کابل پوهنتون کې په دنده بوخت و. خو د شرایطو په خرابېدو سره پاکستان ته کډه شو او شاوخوا درې کاله په پېښور کې پاتې شو. وروسته روسیې ته کډه شو او بیا درې میاشتې وروسته هالند ته کډوال شو.

د هالند حکومت سیاسي پناه ورکړه او د ژوند تر وروستیو شپو همالته و. پوهاند سوما ۱۷ کاله له افغانستانه لرې همدلته په جلا وطنۍ کې تېر کړل.

هغه د خلک د موکراتیک ګوند د سیاسي بېرو غړی و او د حفیظ الله امین سره نېږدې پاتې شوی دی.

ده په هالند کې په جلاوطنۍ کې هم د خلک دموکراتیک ګوند له غړو غوښتل چې سره یو شي او یو غښتلی او ګډ ځواک ترې جوړ شي.

ښاغلي سوما شاوخوا ۱۰ سیاسي کتابونه لیکلی دي، لکه د ثور وسله وال پاڅون او د افغانستان مسله،.

نوموړي د خلک دموکراتیک ګوند غړو ته د فلسفې لوست هم ورکاوه.

له محمود سوما یوه لوېشت ځمکه نه ده پاتې او یو کور هم نه لري.

له وطنه لرې په جلاوطنۍ کې په حق ورسېد او له یوه کفن سره بېرته تورو خاورو ته ستنېږي.

د نوموړي جنازه افغانستان ته لېږدوله کېږي، او په خوست کې به په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارله کېږي.

انا لله و انا الیه راجعون

Door Guest