دا لیکنه د پژواکــــــــــ بر یښنا پا ڼي څخه رت کاپي شوي

ښرنه ( پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤) : چارواکي وايي چې په پکتيکا ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا ځانمرګى بريد د سلواغې په ١٩مه، تر غرمې مخکې د پکتيکا ولايت په يحيى خېلو ولسوالۍ کې شوى دى.

د يحيى خېلو ولسوال موسى خان خروټي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګي بريدګر په نانوايي کې ځانته چاودنه ورکړې ده.

دى وايي چې په دې بريد کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، چې ټول ملکي وګړي دي.

د فضل الرحمن يحيى خېل په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل  چې په ياده نانوايي کې يوه پوليس او د ملي امنيت يوه سرتېري ډوډۍ اخيستله او ځانمرګي پرې همالته بريد وکړ.

دى وايي چې په دې بريد کې ١٠ تنه وژل شوي او تر ٢٥ زيات  ټپيان دي.

د ولايت په مرکز ښرنې ښار کې د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته تر اوسه اووه جسدونه او ١٣ ټپيان راوړل شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې يو شمېر ټپيان پر لاره دي او کېداى شي دا شمېره لوړه شي.

تر اوسه ددې بريد مسووليت چا نه دى منلى.

د يادونې ده چې نن سهار په بلخ ولايت کې هم د يوه ځانمرګي بريد له امله درې سرتېري ووژل شول او ١٨ نور  ټپيان  شوي دي.

په دې وروستيو کې يوځل بيا ځانمرګي بريدونه ډير شوي .

Door Guest