د ډاکټر عبدالقیوم کوچي لنډه پیژندنه :

Dr. Kochai - EMAIL VERSION 3

ډاکټر کوچي د ارواښاد جنرال عبدالغنی خان احمدزی ځوی دي چې د لوګر د ولایت د سرخاب په کلی کی زیږ یدلی دي . ډاکټر کوچی په کابل کې دحبیبیی د عالی ښونځی او بیا د سیاسی علومو په څانګې کې دکابل د پوهنتون د حقوقو د پوهنځې څخه فارغ شوې دي .

ډاکتر کوچي د ارواښاد ملت بابا ظاهر شاه او بیا د شهید داودخان په واکمنۍ کې د دباندنیوو چارو په وزارت کې پنځلس کاله د یوه مسلکی دپلومات په توګه هم په وطن کې اوهم پّه بهرنیو هیوادونو کې دندی تر سره کړې دی . ډاکټر کوچی د باندنیو چارو د وزارت لخوا دلوړو ذدکړو دپاره اروپا ته واستول شوو . ډاکټر کوچی په اروپا کې بریالی شو چې خپله ماستری په ادبیاتو او بیا دوکتورا په ډبلوماسی او سیاسی علومو کې تر لاسه کړی . ډاکتر کوچی په انګلیسی او روسی ژبو بشپړ مهارت لری . ډاکتر کوچی په پښتو، دری او انګلیسی ژوبو ډیرې سیاسی او ټولنیزې لیکنی کړی چې په بیلا بیلو مجلو او جرایدو کې خپرې شوی دی . دډاکتر کوچی یو مشهور اثر د (‬ سیاسی ستونزی او زما نظر) تر عنوان لاندی په څلورسوو او پنځوسو پاڼو کی څو کاله دمخه خپور شوي دي . داکتاب د افغان د نوی نسلونو دپاره چې د هیواد پرسیاسی او ټولنیزو ستونزو پوه شی يوه په زړه پوری منبع ده او همدا وجه ده چې دا کتاب څو ځلی چاپ شوی دی . داکتاب د امریکې دګانګرس په کتابتون او د افغانستان په مشهورو کتابتونو کې مودجود دی . 

Dr. Kochai Book Cover

ډاکټر کوچی په ډیرو افِغانی او نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کی ګډون کړی او ویناوې یی کړی دی . ده د قطر او دوبۍ په څلورو غوڼډو کې چې د سولې او روغې جوړې د پاره د پګواش د نړیوالې موسسې لخوا د طالبانو د سیاسی مشرتابه په ګډون جوړی شوی وی د یو خپلواک سیاسی شخصیت په توګه ګډون کړی دي .

ډاکټر کوچی د خپلو اسلامی ارزښتونو په لرلو سره د افغانی کمونستانو په واکمنۍ کې شل میاشتی د څرخی پله په ناولی زندان کی د زجرونو او کړاونو په تیرولو سره بندی پاتی شو. کله چې له قیده خلاص شو د کمونستانو د واکمنۍ لخوا په هنګری کې د افغانستان په سفارت کې دلمړی مستشار په توګه وټاکل شو . ډاکټر کوچی وروسته له څومیاشتو د سفارت څخه و تښتیده او په اطریش کې يی سیاسی پناهندګی و غوښتله او بیا له هغه هیواد څخه امریکې ته ورغی او د کلیفونیا په ایالت کې د خپلې کورنۍ سره استوګن شو . ډاکتر کوچی په کلیفونیا کې د دریو کلو په ترڅ کې دهولونی په کالج کې داداره عامه او په ټولنییزو چاروکې درهبرۍ په څانګې کې په بری سره شهادتنامه تر لاسه کړه او بیا یی د ټولنیزو چارو په موسساتو کی د منجر او ارشد مشاور په توګه د ډیرو کلو په ترڅ کې ډڼډې تر سره کړی دی .

ډاکټر کوچی د ولسمشرۍ د ټولټاکانو په ترڅ کې د ډاکتر اشرف غنی د بریا دپاره د قومی مشرانو او داسلامی عالمانو، میرمنو ځوانانو اوپه خاصه توګه د روڼ فکرانو سره لیدنې کتنی کړی اوپه ډیرو ولسی غوڼډو کې يی ګډون کړی اوګټورې ویناګانې یی خلکو ته ورکړی دی .

ډاکټر کوچي داحمدزیو د نهو کامونو چي شمیر يی په ټول افغانستان کې څلور نیم ملیونو ته رسیږی د سرتاسری شوری انتخابی مشر او رئیس دی .

ډاکټر کوچې اوسمهال د افغانستان د جمهوری ریاست دولسمشر د مشاور وزیر اوخاص او فوق العاده استازی په توګه همکاری کوی .

ډاکټر کوچي یو سیاسی او ټولنیزشحصیت دی چی د خپل ولس او ملی ګټو د خوندی کولو دپارهمبارزه کوی.