د ولس نه دې تل ځار یو پېښوره

له حکامو دې بېزار یــو پېښوره

—————-

په کابل او پېښور کې افغان یو دی

په هر لور دي سرګردانه  پېښوره

 

لږ دمه شه پېښوره هېر به نشي

له آمـو نـــه تر بولانه پیښوره

 

خپل وطن کې مهاجر راته خطاب کړي

له پنجابه شوې  ستومانه پېښوره

 

چا اوبه کله په ډانک ندي بیل کړي

لر او بـــر د زړو درمـــانه پیښوره

 

ولسونه بېدار شوی پرې پوهیږي

 ویاړ تاریخ د لوی افغانه پېښوره

 

  پښتنو  دتاریخونـــو ښه بیلګه یې 

تاکې میشت دي له پخوانه پيسوره

 

لرې نه ده چې به بیا یو لوی قوت شې

د کـــلو کـــلو ارمـــانـــه پيښـــوره

————————

د۰ ص۰ سعیدي

نومبر ۲۰۱۶

م ۰ کال

Door Guest