رڼا ګل اریوبزی

 

د« نا پوهی تیاری او دپر مختګ ډیوی دافغانی کلتور په چوکاټ کی دعبدالرحمان خان نه تر اشرف غنی ۱۸۸۰ــ۲۰۱۵»تر سر لیک لاندی د ډاکتر ځیرکیار هغه نوی کتاب دی چی ما یی په بیړه دلوستو انتظار درلود،خو  دکتاب په ځای په هغه باندی دبندیز دلګیدو خبر را ورسید.کتاب می ونه لوست خو ډاکتر ځیرکیار او دهغه نوره ډیری لیکنی له نږدی پیژنم.ده په خپل ټول علمی ــ څیړنیزاو سیاسی ــ عملی ژوند کی هیڅ بهرنی او کورنی فرعونیت ته سر ټیټ کړی نه دی ، له هیچا یی ځان لوړ بللی نه دی اوتل دعالم انسانیت تر منځ داخوت،ازادی،عدالت او یرابری اصل ته په کلک ایمان او پاک وجدان وفا دار پاتی شوی دی. دی شخصی ځانګړتیاو یی په ټولو ما ته ما لومو لیکنوکی انعکاس موندلی دی ، دهری ادعا لپاره یی د باور وړ سند وړاندی کړی دی او دذهنګری او خود غرضی نه یی پاک ساتلی دی.ځیرکیار معمولآ په خپله مورنی«پښتو»ژبه لیکنی کوی او دژبی ځانګړی،ډیر ښکلی، سبک لری.په دی توګه نه یوازی دپښتو ژبی علمی زیرمی بلکی دهغی ښکلا ته هم په زړه پوری خدمت کوی. نو په داسی لیکنو بندیز لګول او په زرګونو مینه وال یی له لوستو بی برخی کول دپوهی،بشری کلتوراو انسانی عاطفی په وړاندی یو وحشیانه عمل دی،دنظر،لیک اوبیان دازادی په ضد غلچکی یرغل دی.دکتاب له پاڼو او کرښو چی ډاریږی نو داسی مالومیږی چی دا مقام په پو ست پاک نه دی،تنګنظره متعصب او یا کوم غل دی.که څه هم ډاکتر ځیرکیار دهیواد په پوهنیز چاپیریال کی نا پیژندل شوی شخصیت نه دی خو دپیښی په ارتبا په ځای ګڼم چی دده هغه ژوند لیک یوځل بیا له رسنیو سره شریک کړم چی تیر کال می لیکلی او ځینویی خپورکړی هم دی.

 

ډاکترځیرکیار څوک دی،چرته پیدا

شوی دی،څرنګه سړی دی او په

کوم ځای کی لوی شوی دی؟ 

۱۱ جون ۲۰۱۶/۲۲غبرګولی ۱۳۹۵

 

لیکوال: رڼـاګل اریـوبـزی، د کابل پوهـنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي پخوانی استاد

 

« تاریخ  هـیڅ مه لـوله: خـو ژونـدلـیک، ځکه چې دغه ژوند دی بې له نظـریې نه.» برتانوي سیاستمدار بنجمین ډیسرائیلي (۱۸۰۴تر۱۸۸۱) 

ځیرکیار:پیښور، صدربازار  ۱۹۸۰م                                ۱۹۹۵: سانته باربرا،کلیفور نیا 

ځیرکیار هسی یو سړی دی چی په ونه ډیر نری دی او لږ لنډ،عینکی تل په سترګو،شپه ورځ ناست کتابخانوکی، ډوب څیړنو ،لیکنو او کتابو کی،ورک فکرونو او فلسفو کی، په مانا کی شو ډیر پنډ،دو مره پـنـــډ چی هیچری نه ځاییږی،نه پټیږی،له هر ځایه لیدل کیږی او دا هسی چی ځلیږی.چی ځلیږی خو سوزیږی او خوږیږی.دا چی ملک په پیسو پلوری،د زور زرو غلامان شی،چی غرور  سرور تری لاړ شی او د نورو بنده ګان شی،د ایمان چی سودا ګرشی په فسادکی اتلان شی او دا افغان چی افغان وژنی،دی وحشت ته حیرانیږی،دا افغان چی په بل وژنی،دی پستی سره نه جوړیږی.ملک یی دی اور کی ستی شو، دی د ده په تاو  سوزیږی.چی سوزیږی نو لمبه کړی،څه شغلی تری پورته کیږی،کلی کور په رڼا کیږی،چی د چا دسترګو نورشی،دزړه تل ته هم رسیږی،چی په زړه کی ځای پیدا کړی،نو به تل هلته اوسیږی،بیا نو هیڅ نه پنا کیږی،دا هسی چی ځلیږی. مبارک دی زما یاره ځیرکیاره چی په دی لاره روان یی او خوځیږی،په منزل د خپل ارمان کی له خزان او له بهاره نه ایریـږی. زه به څه درته لګیا یم،ته په دی راز ښه پوهیږی او دا هسی چی ځلیـږی.

ډاکتر رحمت  ربي ځیرکیار افغان،په خټه پښتون او په قام سالارزی دی. د سالارزیو زیاته برخه په باجوړ اویوه کوچنی برخه یی  دکونړ ولایت د اسمارپه ولسوالی کی اوسیږی.ځیرکیار دباجوړ دچار منګ دری په ګل آباد کلی کی دنیا ته راغلی دی. د نیکه نوم یی رانه هیر دی،پلار یی محمد شعیب نومیده چی په لر اوبرکی دجان صاحب په نامه مشهور و.ما(رڼاکل اریوبزی)د۱۹۷۳ ع کال دآګسټ په میاشت کی دجان صاحب سره په کا بل کی  دوه ساعته کتنه درلوده.په دی وخت کی ما په کابل کی  د دیپلوم لپاره ځنی څیړنی کولی او جان صاحب دوخت دولسمشر شهید محمد داود په بلنه  کابل ته راغلی و.جان صا حب دهیواد په حال خبر او زړه سوانده شخصیت و.هسی خویی کورنی له سره دانګریزی ښکیلاک سره لاس او ګریوان وه او دفخر افغان خان غفار خان سره یی نږدی اړیکی در لودی . ډاکټر ځیرکیار دااړیکی دبا چا خان دکورنی دځینو غړو سره تر اوسه پالی. جان صاحب نه غوښتل چی زوی یی په ډیر کوچنیتوب کی له ځانه بیل کړی نو ځکه یی لومړنی زده کړه په کور کی ورته تر تیب کړه تر څو چی په۱۹۵۴ م کال کی دخوشال خان بابا  لیسی  په دریم ټولګی کی شامل شو.له کوچنیتوبه یی د کار او زیار سره عادت اخیستی ونو ځکه  به هر کال کی دخپل ټولګی د وتلو زده کونکوپه ډله کی راته.دخوشال بابا په لیسه کی دنصابی زده کړی تر څنګ وخت په وخت  دتدریسی هیئت په لار ښونه دزده کونکو له خوا  ډرامی او کنفرانسونه دایریدل او ځیرکیار یی فعال ګډون کونکی و.ده دلیکنی لومړنی تجربی په همدی بهیر کی راغونډی کړی او ورو ورو یی شهرت دخوشال بابا دلیسی  دڅلورو دیوالو نه رابهر او درحمان باب تر لیسی پوری را ورسیده.په ۱۹۶۴م کال کی له دی لیسی نه فارغ او په ۱۹۶۵ م کال کی دکابل پوهنتون په ام،پی ،سی،بی کی شامل شو. دهمدی کال په دوهمه نیمایی کی دلوړو زده کړوله پاره دهغه وخت غربی المان ته دبورس په  اخستلو بریالی شو.دالمانی ژبی کورس   یې په شتـوفین/برایسګو،اوشتودین کولیګ یی دها یدلبرګ په ښار کی په بری پای ته ورسول(شتودین کو لیګ په المان کی یوه کلنی تعلیمی مو سسه ده او د هغو بهرنیو لپاره جوړه شوی ده چی د المان کی  په پوهنتونوکی دلوړو زده کړو نیت لری).پـه ۱۹۶۷/۱۹۶۸م کال کی یی د فـرانکفورت/ماین په ګویتې پو هنتون کې دروزنیزو  علومو په څانګه کی لوړی زده کړی پیل کړی. په همدی کال کی دپو هنتون افغانی محصلینو پریکړه وکړه چی دافغانی محصلینو تولنه جوړه کړی.ځیرکیار چی دټولنی  بنسټ ایښودونکی غړی ودهغی  داساسنامی او بر نامی په لیکلو کی اغیزناکه برخه واخیسته او د ټولنی دلومړی مشر په توګه وټاکل شو.دټولنی په غونډو کی اوږده بحثونه کیدل،دسیاسی او ټولنیزو علومو ځنی اصطلاحات هم کارول کیدل بی له دی چی دټولو په مانا پوه شو،نوځکه مو پریکړه وکړه چی دخپلی ټو لنی په چو کاټ کی یو ازاد سمینار جوړ کړو. په دی سمینار کی به هڅه وکړو چی ځانونه دیوه بل په مرسته له یوی خوا دځنی سیاسی مکتبونو او دهغوی دفکری بنسټونو سره اشنا کړو او له بلی خوا دخپل هیواد پـه هکله مالومات سره شریک کړو.دسمینار غونډه په اونی کی یو ځل دیکشنبی د ماښام په اتو بجو او دیرش دقیقو د  فرانکفورت ښار د «لـیسینـګ سړک» د محصلینو په اوسید ځای کې پیل کیده او دشپی تر ۱۱ بجو پوری یی هم دوام کاوه. ځیرکیار چی دتحصیل په څانګه کی یی په سیاسی روزنه زور لګولی و دی سمینار ته ډیره ګټه ورسوله.په فرانکفورت کی دافغانی محصلینو په هڅه دالمان په بیلا بیلو پو هنتونونو کی دافغانی محصلینو ټو لنی جوړی شوی او په ګـډه  مو په المان کی دافغانی محصلینو فدراسیـون تری جوړ کړ.فدراسیون د «سپرغی» په نامه په یوه شپـږ میاشتنی خپرونه هم لا س پوری کړاو ځیرکیار په دی خپرونه کی هم د پام وړ برخه  اخیستې  وه. ده د۱۹۷۱م کال دجون په میاشت کی د روزنیزو علومو په څانګه کی د « دولتی از موینی»علمی درجه په ښه کچه تر لاسه کړه. علمي تیـزس یې په دې ډول و

Palamentarismus in der Bundesrepublik Deutschland.

 له فرانکفورت/ماین نه وبرلین ته وکوچیده.  هـلته یې د   بـرلین په آزاد پوهنتون کې  د سیاسي علومو په پوهنځي کې  لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. په سمینارونو کې د بحثونو او استدلال په اساس ، پوهاندانو فیدریښ ایبرت شتیفـتونګ ته د بورس لپاره معرفي کړ او بورس یې ډیـر زر حواله شو. دا بورس هغه چاته ور کول کیږی چی په لوړه کچه دعلمی څیړنو وړتیا ولری. په ۱۹۷۴م کال کی یی په لوړو نمرودسیاسی علومو ماستری واخیسته چې تیزس یې په دې سرلیک و

Der Deutsche  Bundestag als Forum der politischen Auseinandersetzung über die Deutschland- und Ostpolitik der sozial-liberalen Koalition von 1969-1972

  د ډاکـترې بورس  ورته هم د پوهاندانو په سپارښتنه د فریدریښ ایبرت شتیفتونګ له خوا ورکړل  شو. په ۱۹۷۸م کال کی دسیاسی علومو ډاکټر شو او په همدغه پوهنځی کی یی داستاد په توګه  علمی کرسیله ۱۹۷۷ راهیسې ترلاسه کړې وه. د ډاکترې تیـزس یې و:«قبیلوي ټولنه، ملي دولت او اِیريـډیـنتیزم د پښتونستان د مسئلې په مثال سره»، یعنې

Stammesgesellschaft, Nationalstaat und Irredentismus am Beispiel der Pashtunistanfrage.ISBN 3-88129-141-5 .Haag+Herchen Verlag GmbH, 6000 Frankfurt/Main1, Fichardstrasse 30.

 

لکه پاس چې وینئ، د دغه تیـزس ټول متن د برلین د ازاد پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي د استادانو په سپارښتنه، په فرانکفورت/ماین ښار کې  فورا په ۱۹۷۸ کې خپور شو.

تاوزَند اوکس،کلیفورنیا ۲۰۱۰ پسرلی                      باچاخان سمینار:کولن،جرمني ۲۰۰۸نومبر                              

 په برلین کې ځیرکیار پوره تجربی راغونډی کړی او بیا خپل هیواد ته راستون  او دکابل پوهنتون  دحقوقو او سیاسی علومو  په پوهنځی کی استاد شو. ځیرکیار سیاسي علـومو ته «واګپوهنه» وایې. که څه هم دراستنیدو سره سم د ځنی سیاسی لانجو سره مخا مخ شو خو خپلی دندی ته یی دوام ورکړ. په افغا نستان باندی دسره لښکر له یرغله وروسته، د ۱۹۸۰م په فبرورۍ کی ځیرکیار د ډاکتر عثمان تره کی، پوهاند فضل ربی  پژواک، ډاکتر عطا نورزایي، او ډاکترطاهر هاشمي سره په ګډه، په پټ ډول«دخپلواکی غوښتونکو جبهی» په نامه د مقاومت یو سیاسی سازمان جوړ کړ. ځیرکیارلږه موده وروسته  پوه شو چی افغانی «پلوریتاریات»او روسی کا جی بی یی په لټه کی دی نو شپه په شپه له کابله د ۱۳۵۹لمریز د ثور د جشن د  ترتیباتو( ۲۷ اپریل ۱۹۸۰) په مهال د پکتیا د ځاځیو له لارې دپیښور په لور وخوځیده، د ۱۹۸۰م د می په ۲ پیښورته ورسید  اود شهید پوهاند ډاکتر سید بهاوالدین  مجروح سره په «ممـثـله لویه جرګه»  کې  یو ځای او دهغه مشاور شو(د شورویانو په یرغل سره، ځیرکیار په کابل کې د پوهاند مجروح سره په ممثـله لویه جرګه غـږیدلی و).  دلته یی هم ډیر زر دافغانی «ملاټاریات»او د پاکستانی آی اس  آی تند بوی تر سپـږمو تیر شو او سریی ور ګنګس کړ.نو ځکه په ډیره بیړه یی د ۱۹۸۰د مۍ په پاې کې المان ته پنا یووړه.کله چی دخپل پخوانی یار او د تحصل وخت ملګری ډاکترکبیر ستوری سره مخامخ شو، نو هغه تری وپوښتل چی په کابل کی ډیر تم شوې او د پیښورنه ډیر زر را ووتې، دا ولی؟  ده ور غبرګه کړه چی په کابل کی می د  «پلوریټاریات» له لوری  تن په خطرکی واوپه  پیښورکی می د«ملاټاریات» له خوا سر د خطر سره مخامخ شوـ او دا چی پرما می  سر تر تنه ډیر ګران دی نوځکه په ځغـاسته له پیښوره را وتښتیدم. د همدی ۱۹۸۰م کال په دسمبـرکی د المان څخه امریکا ته لاړ او تر اوسه هلته اوسیږی.

  له امریکا یې په پیښور کې دافغانی لیکوالو دټولنی  «وفا»[رایـټـرز یـونیـن آف فـري افغانستان] سره هم دمشاور په توګه مرسته کــوله.  دا یو نیک پال و چی ډاکتر ځیرکیار خپل سر او تن دواړه د«پلــوریــټاریـــات»او« مُــلا تاریات» له شره وژغورل او د خپل ملک او ولس  په خدمت کی یی ستړی اوستومانه کړل. دی په لومړی سر کی داوریګون ایالت د بیورټن ښار  په شخصی پوهنتون (سیټي یونیورسیټي) کی د استاد په چوکی وګمارل شواو ورپسی دهمدی ایالت ډ پورټلنډ ښار په دولتی پو هنتون  کی استاد شو.په پوهنتون کی د ښوونو او څیـړنو تر څنګ یی عملی سیاسی اوکلتوری هلی ځلی هم پیل کړی. په ۱۹۸۳م  کال کی یی په اوریګون ایالت کی« دافغانانو کلتوری اوخدماتی مرکز» جوړکړ او دی  یی موسس مشر وټاکل شو. ورپسی یی په کلیفورنیا ایالت کی«دملی خپلواکۍ جبهې» په جوړولو  کې فعاله برخه لرله چی د ځنی ستونځو له مخی بیرته منحل شوه. بیا یی هلته «په افغانستان کی قانونی واکمنی» په نامه د  یو انجمن په جوړولو او پالنه کې فعاله برخه لرله. د  دغه انجمن خپرونه «جـرګه» نومیدله چې د قانونی واکمنی په هکله لیکنی به پکې خپریدلې اوځینو افغانانو به ورته د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه جرګه ویله.  زیرکیار سربیره په پخواني پاچا، د پخواني صدراعظم ډاکترمحمد یوسف او د صدارت د  پخواني معاون ډاکتر عبدالصمد حامد سره هم د افغانستان د بخولې (فاجعـې) د حـل په اړه اړیکې ساتلـې وې. ځیرکیار د ۱۹۹۶ د دسمبر په وروستنئ اونۍ کې د نورو افغانانو( امام الدین ساپي،محمد حسن ولسمل، ډاکتر فضل ربی ساپي، سید مسعود پوهنیار)سره یوځای د طالبانو د مشرانو سره ولیدل. په کندهار کې ملا محّمد عمر اخوند او په کابل کې مولوي احساان الله احسان د جګړه وهلي افغانستان په لومړي پــړاو کې په امنیت او د خاورې په بشپـړتیا ډیر ټـینګار کاوه.

 ځیرکیار تر اوسه ګڼ شمیر کتابونه او رسالې په پښتو، جرمني او انګریزی ژبو لیکلی او د معتبرو خپرونکو  چاپ ځایو له خواخپاره شوی دی. دمقالو شمیر یی نه دی مالوم خو په پوره باور سلګـونـو ته رسیـږی.

د برلین په آزاد پوهنتون  کې د ایران د مطالعاتو اِنسټیـټـوټ یو جرمن محقـق(ګریـویمایـر او/یا مرستیال پوهاند ډاکتر کیـپـینـبیرګ)  د ځیرکیار نه په ۱۹۷۷ کې هیله کړې وه چې که د دغه انسټـیټوټ په جرمني خپرونه (مردم  نامه)* کې کومه لیکنه خپره کړي.  ځیرکیار  ورته وویل چې تاسې د «شهنامې» په ځای «مردم نامه» نوم غوره کړی دی او د مردم نامې په ورپسې معرفي کوونکي عنوان کې مو « د ایراني ملتونو د تاریخ او ټولنې کتابګوټی» خوندي کړی دی: یعنې «مردم نامه – د ایراني ملتونو د  تاریخ او ټولنې کتابګوټی».

*( Mardom Nameh-Hefte zur Geschichte und Gesellschaft iranischer Völker

ځیرکیار ورزیاته کړه چې «مردم نامه» د «تاریخ او ټولنې» سره اړخ لګـوي،خو  د «ایـراني ملتـونو» سره یې نه لګوي. د دغه استدلال له امله د خپرونې عنوان داسې واوښت: «مردم نامه – د منځني ختیـز د تاریخ او ټولنې کتابګوټی»، یانې

Mardom Nameh-Hefte zur Geschichte und Gesellschaft des Mittleren Orients

د دغه کیفي بدلون په اساس، ځیـرکیار په جرمني ژبه کې خپله لومړئ لیکنه په ذکر  شوې خپرونه کې په ۱۹۷۷م کې په دې سرلیک خپره کړه

“Sozialstruktur und Surplusverteilung in Pashtunistan”**, Mardom Nameh – Hefter zur Geschichte und Gesellschaft des Mittleren Orients, Nr. 3, 1977

**)ژباړه: په پـښتونستان کې ټـولنیـز جـوړښت او د زیاتې شتمنۍ  ویـش

 

      ما د ځیرکیار ټولی نه خو د هغه ډیری لیکنی لوستلی دی. د ده په لیکنو کی دټولنیز ژوند سیاسی بهیرونه،موسسی،پدیدی،کړنی،مفکوری او دهیواد دسیاسی تاریخ یوه برخه او په همدی ډول په هیواد کی دروان نا ورین د سیاسی حل لاری چاری تر څیړنی او غور لاندی نیول شوی دی او له دی لاری یی د پښتو ژبی د پوهنیزی زیرمی په پراختیا کی  دپام وړ ونډه اخیستی ده.  وړاندی مو دی ټکی ته ګوته ونیوله چی په کابل او پیښور کی د ځیرکیار سر او تن دګواښ سره مخامخ وو نوځکه امریکا تهکډوال شو. داسی ښکاری چی په امریکا کی له دی ګواښ نه په امن کی دی خو سره له دی هم په افغانستان باندی دامریکا په مشرۍ دناټو له یرغل سره جوړنه دی او  سی  آی  ای  ته هم د خیریه موسسی په سترګه نه ګوری، د ی ولسواکی ته  ژمن دی  او دانسان ژوند تر هر څه وچت ګڼی. ژوند ته تر ټولو لوی ګواښ جنګ بولی او سوله دهغه دسا تنی ضروری بنسټ ګڼی. لانجی په ســوله عـادلانه حل کیــږی او ورسره ســوله نوره هم ځواکمنه کیږی. وسلوال یرغلونه سوله نه ده،جنګونه دی او جنګونه خو وژنی او قـتلونه دی. د  امریکا په مشری په افغانستان دناټو یرغل زموږ په هیواد کی څه ناڅه پای ته رسیدلی جنګونه له سره تازه کړل. بی وسلې شوي بهرته تښتید لي او یا په سمڅو ننوتلي جنګسالاران، جنګی جنایتکاران،غله او لوټماران یی په ښه بیه په ډالرو را ونیول،له بهره یی را وبلل،له سمڅو یی را وباسل او له ځان سره یی ملګری کړل، په وسلو یی سمبال او په افغانستان یی واکمنان کړل. زورواکۍ ،غلواکۍ او بـلواکۍ ته یی د خپلواکۍ او ولسواکۍ نومونه ورکړل،تعـصبونه او فسادونه یی پریمان کړل. دا هسی ښه ولسواکي ده، هسی ښکلې خپلواکي ده چی پکی د پستۍ او د فساد تر منځ سیالي ده، د زور خو غلامي ده په کمزوري فـرعـوني ده. د نظام چلوونکی  د مخالفانوسره جوړیدلی نشي، د نظام په د ننه کی یوبل زغملی نشي.هریو بل ته ګواښیـږي، یوله بله هم ډاریـږي، هر یو بل ته په سنګر دی، د وحشیانو جوړ غوبل دی. په دی غوبل کی د سولې هیلې تر پښو لاندی کیـږی، جنګونه روان دی او وینی تویـیـږي، او د  ډاکتـر ځیرکیار په نظر دا ناورین زموږ په ملک  د امریکایی یرغل پایله ګڼل کیـږی. ځیرکیار سره له دی چی دخپل عمر څه ناڅه ۵۱ کاله یی دهیواد نه بهر تیر کړی دی افغان پاتی شویدی. دهیواد په خپلواکی میین دی او په هیواد کی سولی او سوکالی ته ژمن دی. په افغانیت ویاړی. پښتو اوپښتونولي پالي.دعلمی،سیا سی او ادبی څیړنو او لیکنو  له لاری وطن ته په خدمت لګیا و او لګیا دی.

 

د ځیرکیار  لیکنې په لانـدې خپرونو کې چاپ شوې وي

 

کابل مجله (کابل، افغانستان)، افغان ملت(پیښور او اروپا)، مجاهد ولس(اوسلو، ناروې)، وفــا (انګریـزي مجله، پیښور)،  هـیله (پیښور)، ازاد افغانستان( پیښور)، دعوت(لیلی ستروم،ناروې)، سباوون(کلیفورنیا،امریکا)،آیینهٔ افـغانستان(کلیفورنیا،امریکا)، قلم درخدمت    جهـاد  ( کلیفـورنیا ، امــریکـا )،   خــراسان (کلیــفورنـیا،امریکا)، کـیوان افغان(کلیفـورنیا، امریکا)، در راه  صلـح (کلیفورنیا،امـریکا)، جـرګه (کلیفورنیا، امریکا) ، لمـر(انتاریـو، کاناډا)، افغـان رساله( انتااریو، کاناډا)، ګوربت ( پیښور)، الفت (پیښور)، صلح و افغانستان امروز(بُن، جرمني)، ورځ(پیښور)،  ګودر(پیښور)، لـپه (کابل اوپیښور)،پښتونخوا(جـرمني/کـولـن یا پیښور کې)، ملي هـنداره(پیښور).  ځیرکیار لیکلي دي چې لاندې لیکنې يې «د خلکيانو په واکمنۍ (۱۹۷۸تر ۱۹۷۹)  کې «میلمه» شوې وې، «خو مړ او ژوندی یې ورک شو»: (الف) په دریمه نړۍ کې د نیشنلیزم ډولونه؛ (ب) د «سوشلیستي جـرمن ملت» جوړښتیز مشکلات؛ (پ) دین  او سیاست په افغانستان کې؛ (ت) بیوروکراسي: د میز بلا. ولولئ: ځیرکیار، کره کتنه نه شهنامه ده او نه جنګنامه.۲۰۰۳. ښایي په کابل پوهنتون کې د حقوقـو او سیاسي علومو د پوهنځي یا دعدلیې د  وزارت  د خپرونې («عدالت»؟)  په دفتر کې پـرتې وي؟ په لاندې خپرونه کې د ځیرکیار یوه انګریزي لیکنه هم خپره شوې وه

“The New Frontier” (Salt Lake City, Utah, USA), Muslim Students Association at University of Utah

ځیرکیار په اینټرنیټ/بریښناپـاڼو کې هم ډیرې لیکنې خپرې کړې دي: دعوت، ټول افغانستان، روهي، ژمن، نعیمي .دک، ټول افغان، پکتیکا، پښتونخوا، افغان – جرمن انلاین، اریاناافغانستان انلاین، بینوا،ازادافغان. که د کومې خپرونې نوم ورنه «هیـر شوی وي» ځیرکیار بخښنه غواړي!

له ښي اړخ نه: فضل ربی ساپی د رحمت ربی ځیـرکیار سره د مخه ښې لپاره  په جرمني کې د میونستر د ګاړي سټیشن په مخ کې(۱۹۶۸)

 

په پښـتو کې د ځیرکیار خـپاره شوي کتابونه او رسالې

 

(الف) کــــتابــونـ‎ـــه

 

(۱) ملنګ جان: د بې درباره ملي ژبې ملي شاعر. کلیفورنیا،امریکا:  ۱۹۹۵زییز=۱۳۷۳ هجري لمریز. د چاپ لګښت د منلي سیداګل غریـبـیار، او تخنیکې چارې یې د منلي عبدالقیوم مهمند په غاړه وې چې هغه مهال د «سباوون» خپرونې  موسس او چلوونکی و

 

(۲) ملي ستم، ملیت او خراسان. خپرونکې: د  پښتني کلتور د ودې ټولنه-جرمني. د چاپ چارې: د افغانستان د کلتوري خدمتونو اداره. چاپځی: ملت پریس، لاهور ۲۰۰۱/۱۳۸۰لمریز

                 

(۳) زیـرکې ویناوې. خپرندوی:  پښتون  یـون – نیویارک، امریکا. چاپځی: ملک پرینټینګ پریس،

 لاهور، لمریـز ۱۳۸۱/زییـز۲۰۰۲. دا کتاب  په نیویارک کې د  «پـښتون  یـون» د مشر لـطیف جان بابـي پـه  ځانګړي لګښت خپور شوی دی

 

(۴) د اساسي قانـون او جـرګـیي کړنـلارو لڼـډکی لارښـود. خپرنـدوی: پښتون یـون – نیویارک، امریکا. چاپځی: پیښور، ۱۳۸۱لمریز/۲۰۰۲زییز. دا کتاب د پښتون یون د مشر لطیف جان بابي په ځانګړي لګښت خپور شـوی دی.

 

(۵) د افغان ملي شعـور دغـډوڅه[اِیـکسرې].خپرندوی: پښتون یون- نیویارک،امریکا. چاپځی: پیښور: لمریز۱۳۸۲/۲۰۰۳زییز

 

(۶) کره  کتنه نه  شهنامه ده او نه جنګنامه!  خپرندوی: د پښتني فرهنګ د ودې اوپراختیا ټولنه، کابل. تمویلونکی: محّمد آصف وردګ. چاپځی:  پیښور، قصه خانې بازار،۲۶ نومبر ۲۰۰۳م/۳ لینده ۱۳۸۲

 

(۷) سیاسي فکرونه او سیاسي نظامونه په لویدیزه او اسلامي نړۍ کې. احمدی پرینټینګ پریس، پیښور: دسمبر ۲۰۰۵.

 په  دغه کتاب کې ځیرکیار د خپلو لیکنو لیکونکی دی او د نورو د لیکنو راویستونکی دی. ځیرکیار زیاتوي چې:« د دې کتاب د چاپ لګښت د معلوماتو له مخې، د جرمني فـریـدریـښ ایبرت شتیفـتونګ (موسسې) یویا څو افغانانو ته ورکړی و.  دا کتاب په ډیر ځـنـډ او غټه  بې پروایۍ سره ټایپ شوې دې. هیچا یې ټایـپي تیروتنې نه دي  سمې کـړې او د چا په وینا، په پـټـو سترګـو یې خپـور کـړی دی. د کتاب د لومړئ پاڼې په دوهم مخ کې راغـلي دي چې: ًد چاپ ټـول حـقــوق د عــلامه محمـد (طــرزي) د کلتـوری ټـولنې سره خــــونــدی دی. ً  که مطـلب یې پـه افغانستان کې د ژورنالـیـزم پلار  محمود طرزي وي، نو بیا خویې د  خپلې ټــولنې نوم هم سم نه دی لیکلی!محمد مهدی طرزی په ایران کې د پلاستیکي جراحۍ یـو وتـلی  ډاکـتر دی.»- ځیرکیار

 

(۸) د نوي سیاست الجبره: د امریکې د امپراتورۍ لپاره فکرونه، ستراتیجۍ ، پـلانونه، عـملیات، ډنـډورې او غولونې (۱۹۸۹تر ۲۰۰۵). دغه کتاب د منلي محّمد اصف وردګ په اخلاص، میـړانه او هڅو په ۲۰۰۶/لمریز۱۳۸۵ کې په پیښوراو/یا کابل کې په  دانش کتابتون کې چاپ  شوی دی.

 

(۹) ژبه له بـابـا ادمه تـر دې دمه. ۲۰۱۰ زییز. بریـښـنایـز/اینټـرنیټ کتاب

 

 (ب)  کــتاب ګـــوټـي(رســـالــې) په اینـټرنیټ کې

 

(۱) ډیورنډ تړون د سیاست او حقوقو په  تله کې. می  ۲۰۱۰.

 

(۲) د  بې تاوه پاڅون لڼـډکی لارښود: د غریب سړي وسله ( ۲۲ /۶/ ۲۰۱۱ زییز).

 

(۳) د  سي. آې. أې. د حقایقو د کتاب څیـړنه ۱۹۸۱تر ۲۰۱۲. جولای ۲۰۱۳زییز

 

(۴) فرهنګي حقوق د  افغانستان په سفارتونو کې:  ۲۲ اپـریل ۲۰۱۴زییز

 

(۵) ملي ګټې د یو ژور بحث لپاره. ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۵/۲۷ تله۱۳۹۴لمریز

 

ځیرکیار واده په برلین کې کړی دی،میرمن یی افغانه او په کام نورستانی ده،نوم یی کبرا دی. بی بی  کبرا په برلین کی د ډیزاین زده کړه کړی ده. دا پو هه، درنه او مهر بانه میرمن ده.اولا د نه لری خو د دواړو تر منځ ګرانښت،مینی او یو بل ته د زړه له کومی درناوی یی د ژونـد دنیکمر غۍ  ډیوه رڼا ساتلی ده. زه دواړو ته د اوږده عمر په تمه د خپلی لیکـنی دی باب ته په یـو اقـتباس دپای ټکی ږدم:«یو ماشوم،یوښوونکی،یـوقلم او یوکتاب نړۍ بـدلولی شي.»- ملاله  یـوسفـزۍ.

له ښي اړخ نه ببریګل وزیر او رحمت ربی ځیرکیار(۱۹۷۰م میلزونګین،جرمني: د یوه جرمني په کور کې یې د کټ له  څادرونو نه پټکي جوړکړي دي). حکیم تـڼیوال، ځیـرکیار او انوارالحق

ظفري(۱۹۶۸زییزپه فـرانکفورت/ماین،جرمني کې ټنـګ  ټکور اوري).

Rona Gul Aryobsei, Biography of  Dr. Rahmat  R.  Zirakyar. 11 June 2016

 

Door Guest