ډاکټر لونګ يوسفزی

د محمداجان يار د نه ستړې کيدونکې خدمتونو په پارستاینغونډه چې پښتني کلتور او ادب د بډاينې د پاره يې کړي دي

چې دستار تړي هزار دي

چې د ستار تړي په شمار دي

مشران او خدايې خدمتګاران  د ټولنې ارزښتونه دې باید چې درناوی يې وشې ، د کلتوري ټولنو دموخو څخه يوه موخه د مشرانواو خدايې خدمتګارانو  درناوی اوستاينه ده.

پخوا به داسې سړیتوبونه ( شخصيتونه ) د مړينې څخه وروسته لمانخل او ستايل کیدل  ، خو د نیکه مرغه په افغانانو کې اوس دې شعور او فکر وده کړې ده چې د هيواد سړيتوبونه په ژوند ستايې او دا د خوشحالۍ ځايې دې

په جرمنې کې دکولن ميشينيش ښار د افغانانو کلتوري ټولنې نن د جمعې په ورځ د غوايې په څوارلسمه د۱۳۹۶لمريز ليږديز کال د خدایې خدمتګار ښاغلې محمداجان يار د خدمتونو په پار ستاينغونډه چې د پښتني کلتور او ادب د بډاينې د پاره يې کړي دي ، جوړه کړه .

د غونډې پيل  د کلتوري ټولنې د مشر ښاغلې  احمد شير ساپې لخوا د قران پاک په تلاوت وشو او میلمنو ته یې شه راغلاست ووايه ،  ډاکټر لونګ یوسفزي دښاغلې يار د ژوند او خدمتونو په پار وویل چې شاعر ، څيړونکی ، کیسه او ناول لیکونکی محمداجان يار د کونړ د ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې زيږديدلی دی. لمړنۍ او منخنۍ زده کړې يې په کونړ ولایت او لوړې زده کړې یې  په پلازمېنه کابل کې تر سره کړي دي، وروسته ښاغلې یار د هيواد په بيلابیلو ولايتونو کې د ښوونکې ، د کابل د پوهنتون د مرکزي ليلې دمرستيال او دقبايلو وزارت د څيړنو او مطالعاتو په رياست کې د عمومې مديرپه توکه دندې تر سره کړي دي. محمدا جان يار د پښتو ژبې د ادب د بډاينې د پاره نه ستړې کيدنکې هڅې  کړې دي او کوي یې ، په شپاړلس چاپ شوې کتابونو کې یې ناولونه، کيسې او شعري ټولګې شاملې دي او شپږ کتابونه یې چاپ ته تيار دي.

وروسته  غونډې ته  راغلیو ميلمنوهر یو د کونړ پخوانی مرستيال والي،  د پښتنو د ولسولیزاو ټولنیزکوند د مشرانو د جرکې غړی  او قومي مشر ښاغلې الحاج فضل الرحمن، ښاغلې جنرال علي محمد مجبور ، ښاغلې شاعر او لیکوال محمدا جان یار ، ښاغلې ډګروال احمدجان ، اوښاغلې  عزيز افسوز نيکې ويينې او سپارښتنې د غونډې د ګډنوالو سره شريکې کړې

د غونډې په پایې کې  د جرمني د کولن میشینيش ښار د افغانانو کلتوري ټولنې لخوا د کونړ د پخواني مرستيال والي الحاج فضل الرحمن  په لاس ښاغلې محمدا جان یارته ستاینلیک ورکړل شو

د افغانانو د کولن ميشينيش ښار  کلتوري ټولنه جرمني

 

Door Guest