خوشال خان او جنګ : د مغلو په پلوې دپښتنو سره دخوشال خان جګړې؟

 

دریمه برخه

خوشال خان او جنګ

(۲)

رڼاګل اریوبزی

د مغلو په پلوې دپښتنو سره دخوشال خان جګړې؟

په پښتو ویکیپیډیا کې لولم چې:« دا خو ټولو ته معلومه ده چې خوشال خان خپل نیم عمر یازیات او کم دمغلو په طرفدارې کې تیر کړی دی…… او دهغوی په ګټه يې دخپلو پښتنو سره جګړې کړيدي.»[ پښتوویکیپیډ یا]. لیکونکي دخپلې ادعا دثبوت له کومه سرچینه نه ده په ګوته کړېږ نو ځکه څه چې په دې پورته کرښو کې بیان شوي دي، د خوشال د سیاسي ژوند په هکله مستند او په دي توګه دباوروړمالومات نه دي، بلکې زما په خیال په بیړه له ګیډې راایستل شوې افواهات دي. داښاغلی دخپلې ادعا دثبوت له پاره کوم سند نه وړاندې کوي او یوازې دخپلې ګیډې په بادو ډه ډه لګوي. رښتیا دادی چې خوشال پیژندونکي او دهغوی په ډله کې محمد آصف صمیم خوشال خټک« شاعر، شعر پوه او هنر مند خوشال، دینپوه او فقیه خوشال، عارف خوشال، طبیب اورنځور پوه خوشال، ټبرپوه او وګړپوه خوشال، ښوونپوه خوشال، باز پوه اوباز پال خوشال، تاریخپوه او جغرافیه پوه خوشال، سیاستوال اوسیاستپوه خوشال،ستور پوه خوشال، اخلاقپوه خوشال او……»[ بولي.

[ دخوشال خټک کلیات…………………..لومړی مخ ]

او خوشال خټک په دې پوهنیزو او هنري څانګو کې څه دپاسه دوه سوه آثار لیکلي دي. دکار کمیت او کیفیت ته په کتو سره په ډاډ ویل کیدای شي چې خوشال خان خټک دخپل خواږه عمرتر نیمايي ډیره برخه په زده کړو، څیړنو اولیکنوکې تیره کړې ده اودا کار يې دمغلو دخوشالولواو دهغوی دګټو دساتلو له پاره نه، بلکې دفرض دادا کولو، دخدای مخلوق او تر ټولو دمخه پښتون ولس ته دخدمت کولو له پاره کړی دی. بابا په دې عقیده دی چې:

زده کـول دعلم فرض دي       په میړو په ښځو قرض دي

صد رحمت په هغه باندې       چـــې طلـــب دعـــلـم کاندي

پیــغــمــبر د ي فــرمایلي      ده تــر پــا کـــې خولې ایستلي

عــلــم واړه عــبا دت دی       څــو چــې کـیږي سعادت دی

[ دخوشال خټک کلیات…………..۹۹۸ مخ ]

 

دا منو چې خوشال خان په هغو جګړو کې هم ښکیل شوی دی چې دخټکو اونوروپښتني کامونو ـ یوسفزیو او بنګښو ـ  تر منځ شوي دی او ددې جګړو له فرهارونو نه يې دا شکایتونه هم کړي دي:

که د جنګ د فــرهــارونو د رته وایم       چې لــه د رده مــې پــه تــن و لــکــه نــال

یوفرهار مې به لا روغ په وجود نه و       بــل فـرهـار مې بــه پــه تــن شو یا په ډال

چي قضا دسړي نه وي سړی نه مري       که يې درست صورت په غشو شي غربال

[ دخوشال خټک کلیات…………..۵۶۸ مخ ]

د پښتني کامونو تر منځ دټولو جګړو بنسټیز لاملونه دمغولي دولت سره د خوشال خان او دهغه کورنۍ اړیکي نه وو. په هند کې مغولي دولت ډیر ملتيز دو لت و چې دپښتنو یو زیات شمیر کامونو يې هم یوه برخه جوړوله. په دې وخت کې دملت او یا دملي دولت دجوړولو فکرنه په پښتنواو نه دمغولي امپرا تورۍ په نورو کامونو کې راټوکیدلی و. دا هم باید په ګوته شي چې د ملت اوملي دولت مفهومونه دبشریت دټولنیز ژوند طبعي اړتیا او شرايط هم نه ګڼل کيږې او دواړه دتاریخ په اوږدو کې را پیدا کیږيي. په اروپا کې دملي دولت مفکوره په ۱۸ میلادې پیړۍ کې دسیاست مرکز وګرځیده.[الماني ویکیپیډیا]

دشاجهان د واکمنې تر پایه پورې دمغولې امپراتورۍ په سیاسي سیمه کې پراته ولسونه دملت او یا د ملي دولت دجوړونې په فکر کې نه وو. عبدالباري جهانې لیکي چې:« د خوشال خان خټک او له هغه څخه مخکي او وروسته کلونو کی ډهلي او آګره د مسلمانانو د قدرت مرکزونه ول چی د پیړیو راهیسی د مسلمانانو په لاس کی ول، او پښتنو هغو ته د بیګانه په سترګه نه بلکه د مسلمانانو په سترګه کتل.»[ عبدالباري جهاني: دخوشال…..] يانې په ډهلي اوآګره کې په تخت ناست مسلمان شاهان دمسلمان رعیت له پاره اولاامرا وو. په هغه وخت کې دامپراتورۍ په سیاسي سیمه کې پرتو ولسونو ترمنځ سرې قومي کرښې نه وې پرتې اوحتی تر دې چې:

« د مغولو د شاهنشاهانو او نورو لویو پاچاهانو او فاتحینو په خدمت کی درېدل ، د هغوی دپاره توري وهل، د هغوی دپاره د اولسونو اېلول او د ښارونو فتح کول د هر سپه سالار او جا گیردار او په مجموع کی د هري قبیلې او قوم بېل افتخار وو.»[ همدا لیکنه]، نوځکه ځنې نورو پښتني قبایلو دبیلګي په توګه يوسفزیو هم په خپل واردا هڅې کړي دي چې دمغول شاهانو له درباره دجا ګردارۍ امتیاز تر لاسه کړي اویو شمیر زیاتو پښتنودمغلو په دربار کې لوی لوی منصبونه هم درلودل. نوځکه ویلی شو چې دوخت دشرایطو سره سم دمغولو او خټکو تر منځ اړیکې په یوه مشروع سیاسي بنسټ بنا وې. دخوشال خان دکورنۍ او دمغولي دربار ترمنځ تر اړیکو لا په خوا « خټک له خپل لومړني ټاټوبي څخه په زور ایستل سوي او دغی اوسنی سیمي ته په مهاجرت کولو مجبور سوي دي. طبیعی خبره ده چي په خپل وروستي ټاټوبي کی هم نورو شاوخوا پښتني قبایلو پر ارامه نه دي پرې ایښي. دغه علت دی چی د خوشال خان د کورنی مشران، په عمومي صورت، د نورو قبایلو او د خټکو د لویی قبیلې په دننه کي د خپلو تربرونو سره په جنګونو کي وژل سوي او یا یی ټول عمر په جنګونو کی تیر کړی او پر نورو یی وار د مخه کړی دی.»[همدا لیکنه]

په دي وخت کې هم  دپښتنو په بیلا بیلو قبایلو لوی او واړه خانان واکمن وو چې د قبیلو په یوالې اود واک اوځواک په مرکزي کیدو کې يې دخپلې خانۍ اوقبیلوي واک ځوال لیده. نوخکه يې نه یوازې دپښتني قبیلو دیوالي له پاره هلې ځلې نه کولې بلکې مخه يې هم نیوله.             « دا هغه زمانه وه چی د پښتنو لوی قبایل د خپلو سیمو د ساتلو او د نورو قبیلو د مځکو د لاندي کولو او مالونو ترلاسه کولو او بدل اخیستلو دپاره په خپلو کی په جگړو کی لگیا وه. د خټکو قبیله نه یوازي د یوسفزیو او بنگښو په شان لویو قبایلو سره په جگړه لگیا وه، بلکه د خټکو د قبیلې د تري او بولاق لویی او مهمي څانگی هم په خپلو کی په داخلي جنگونو لگیا وې.»[ همدا لیکنه]  داسې ښکاري چې دښکیلو اړخونو ترمنځ دا داخلي جنګونه چې« دنورو قبیلو د لاندې کولواو مالونو ترلاسه کولواو دبدل داخیستلو دپاره» کیدل، نه دمغولي دولت په ضد وو اونه دهغه په پلوې، بلکې هره قبیله دخپلو ګټو له پاره دبلې قبیلې په خلاف جنګیده. او له بلې خواڅوک چې دخوشال خټک جګړې څیړي نو دې ته يې هم باید پام وي چې دخټکو او دنورو پښتني قبایلو تر منځ ټولې جګړې دخوشال جګړې نه دي، دی دهغو جګړو مسئولیت په غاړه لري چې په خپله يې پلان او پیل کړې وې. ښاغلي محمد خان احمدي د« دخوشال مهمو جګړو ته لنډه کتنه» تر سرلیک لاندې د۲۰۱۶ میلادي کال دمی په ۱۶ نیټه په نن ټکی اسیا کې یوه لیکنه خپره کړې ده، چې په کې هغو جګړو ته لنډه کتنه شوې ده، چې دخوشال په ګډون د خټکو اونورو پښتني قبیلو ـ یوسفزیو اوبنګښو ـ ترمنخ شوې دي. دخټکو او یوسفزیوترمنځ لومړۍ جګړه چې خوشال خان په کې ګډون کړي و په ۱۰۳۵ هـ ق کال کې پیښه شوه. لا مل يې په خټکو د سوسفزیو برید و. دری میاشت وروسته خټکو په یوسفزیو دغچ اخیستنې بریدوکړ. ۱۵ کاله وروسته په ۱۰۵۰ هـ ق کال کي د دواړو قبیلو تر منځ د بلړ جګړه دماليې په سر پیښه شوه. یوسفزیو دماليې ورکولو نه انکار وکړاو خټکو يې په خلاف جنګ پیل کړ. دادخټکو او یوسفزیو تر منځ یوازینی جنګ و چې په کې دمغولي دولت ګټې شاملې ښکاري. په دری واړو جګړو کې دخټک قبیلې خاني او دلښکر مشري د خوشال خان دپلار شهباز خان په لاس کې وه او خوشال خان په کې دیوه سرتیري رول لوبولی دی. شهباز خان په دې جنګ کې سخت ټپي شو او د دې ټپونو له امله مړ شو. د خټکو خاني او دلښکر مشري دخوشال خان په غاړه شوه. دوخت قبیلوي قوانینو او ارزښتونو له مخې خوشال خان ځان مجبورګاڼه چې تر هرڅه دمخه دخپل پلار غچ واخلي، نو دمغولي دولت  دګټو له پاره نه بلکې دپلار دغچ اخیستو له پاره يې په یوسفزیو برید وکړ. داسې ښکاري چې دا د خټکو لومړی جنګ و چې دخوشال په مشرۍ پلان او پیل شو.

ښاغلی محمد خان احمدي هغه جنګ هم په ګوته کړی دی چې په۱۰۶۳ هـ ق دخټکو او بنګښو تر منځ شوی دی. دی « د دي جنګ لامل دبولاقو کلا» په سر دبنګښو او خټکو تر منځ اختلاف بولي اوپه ۱۰۷۰ هـ ق کال کې دخټکو او یوسفزیو تر منځ جنګ او په همدې ډول په ۱۰۸۶ او۱۰۹۱ هـ ق کلونو کي دخټکو او بنګښو تر منځ جګړو لاملونه له سره نه په ګوته کوي. زه دانه وایم چې خوشال خټک دمغولي دولت دافسر په توګه دپښتنو سره نه دی جنګیدلی، خودغه ادعا چې ګوندې خوشال خټک دخپل عمر تر نیما يي زیاته برخه دمغلو په پلوې دپښتنو په ضد جنګونو کې تیره کړې ده، په داسې اسنادو نه ده بنا چې دباور وړ وي.

د خوشال خټک او دمغولي دولت تر منځ داړیکو څیړلو له پاره باید په دې هم پوه شو چې خوشال یو سیاسي شخصیت، سیاستپوه اوسیاستوال و. دمغولي دولت سره يې اړیکې هم ښخصي نه بلکې سیاسي وې. دانسانیت سره خوا خوږي، دانسان فردي ازادي، دهغه پت اوعزت دخوشال خټک دسیاسي فکر او انساني وجدان په مرکز کې ځای نیولی و او همیشه په دې لټه کې و چې:

که څوک پیدا شي چې عدل و داد کا       غــوږ د د رد منو پــه داد فریاد که

چې مــقرب دي عرض يې لګیږی       عمر يې ډیر شه خو شال دی یاد که

[ دخوشال خټک کلیات……………..۳۷۵ مخ ]

ټول کورني او بهرني تاریخ پوهان په یوه خوله وايي چې دمغول شاهانو په لړۍ کې جلال الدین اکبر(۱۵۵۶ ـ ۱۶۰۵ میلادي)، محمد خان سلیم جهانګیر(۱۶۰۵ ـ۱۶۲۷ میلادې) او محمد خرم شاه جهان(۱۶۲۷ ـ ۱۶۵۸ میلادي) د نورو ټولو پر تله بې تعصبه، پوه، عادل اود رعیت په وړاندې دنرم چلند خاوندان وو. دشعر، ادب او هنر سره يې ډیره مینه درلوده، پارسي ژبې ته يې، چې هغه وخت د دربار ژبه وه، هم زیات پاملرنه وکړه. د د وی په زمانه کې دمغولي هند په ځمکه داسې محلونه جوړ شول چې د دې مځکې مخ يې لا تر اوسه ښکلی ساتلی دی. خوشال خان ددوی سیاسي، ټولنیزواو اقتصادي نظریو اوکړووړو ته سم پام واو  « دډیلي دښار مختصر تاریخ او بیان» کی دهغوی پایلې داسې بیان کړي دي:

بیا له پسه دهمــایون زویــه اکبر شو       چې وهرلوري ته مل دده نصرت و

بیــا له پسه جــها نګیــرد اکبــرزویه       چې د ده پــه دور هنــد لکه جنت و

اوس بادشاه شاه جهان دجهانګیر دی       چې په بلخ او بــدخشان دده نوبت و

دا زینت چې شاه جهان وډیلي ورکړ       بــل باد شاه کلـه ورکړی دا زینت و

[ دخوشال خټک کلیات ……………۵۹۱-۵۹۳ مخونه ]

دې شاهانود خپلو کاري او صادقو همکارانوزیات درناوی هم کاوه او دهغوی خاطر يې ساته. داسې ښکارې چې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د دوی او خوشال خان فکرونه سره نږدې او یو بل ته ورته وواو دانږدیوالی د دوی تر منځ په اړیکو باند ې بې اغیزې نه دي پاتې شوي. خوشال خټک ته دا هم مالومه وه چې په خدمت کې صداقت ته يي دجهان ګیر اوشاه جهان په در بارونو کی په درنه سترګه کتل کیده اوارزښت ور کول کیده او ورسره سم په دربار کې دهغه  درناوی هم زیاتیده، خو داورنګزیب په پاچاهۍ کې هر څه بل شان شول. دي په دې هکله لیکي چې:

کــه سره که نا سره راته مـعلوم دي       پـه کار کې پـه معنــی لکــه محـک یم

یا زه بازوم یا شاهین وشاه جهان ته       اورنګزیب وته کارغه یا مښګیرک یم

اوزیاتو ي چې:

هغه زیست چې دعـزت له مخه نه وی       چې يې کا په هغه زیست پورې هک پک یم

اوريې پورې په منصب په نوکرۍ شه       چــې تــر فــهم وتــر نظــر دمغــول کک یم

[ دخوشال خټک کلیان……………… ۵۷۸ مخ ]

په دې ځای کې خوشال خان له یوې خوا دشاه جهان او اورنګزیب دسیاستونو تر منځ تو پیر په ګوته کوي او له بلې خوا دا ګواښ هم کوي چې تر هر ډول شرايطو لاندې دمغولو خدمت ته نه دی تیار، ځکه چې د ده په فکر کې ژوند اوعزت سره تړلي دي، بې غزته ژوند دکړو نه دی اود اورنګ په سلطنت کې دژوند پت اوعزت دخطر سره مخامخ دی. که خوشال ته په دقت غوږ ونیسون نو ترې ښکارې چې دده او اورنګ تر منځ اختلافونه موجود وو اودا اختلافونه شخصي نه بلکې سیاسیي وو، ځکه دی وايي:

 

چې يې وخت د پلارنیکه و       هومره بند په دا ځای نه و

چې با چا دهند اورنګ شه       بیدادی شوه جهان تنګ شه

د کوټونو بند یان ډیر شول       ترحساب ترشماره تیرشول

هم راڼۍ، راجګان بند دي      شــیر خواره هلــکان بند دي

[ دخوشال خټک کلیات…………….. ۸۵۱ مخ ]

داورنګزیب په دې تنګ او له بیدادې ډک جهان کې د عدا لت اوازداۍ سرلښکر خوشال خټک نه ځائیده، ترې راوګرځیده، ورسره مخالف شو، تردې چې ورسره وجنګیده.

 

 

 

 

Comments are closed.