د ۲۰۱۱ د اکتوبر په اتمه نېټه د هالنډ د نیوخاین  په ښار کې په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې په نوښت او په اروپا کې د یو شمېر کلتوري

ټولنو په ګډون په افغانستان کې د سولې د راتلو او ټینګښت په هکله یو علمي سمپوزیم د «لس کلنې امریکايي ډیموکراسۍ او د افغانستان د سیاسي

:بې وسۍ» تر عنوان لاندې جوړ شو. د سمپوزیم برخه والو لاندې پریکړې تصویب کړ

 په افغانستان کې د سولې راتلو او ټینګښت لپاره اړینه ګڼو چې په جنګ کې ښکیلې خواوې د خبرو اترو میز ته کېنول شي. د افغانستان ♦

.ستونزو د سوله ییز بهیر لپاره وړاندیز کېږي چې افغاني وسلوالو مخالفینو ته دې د بن په دویم کنفرانس کې د ګډون واک ورکړل شي

 د غونډې د ګډونکوونکو په اند سوله د یو لنډ مهاله حکومت چې ټولو غاړو ته د منلو وړ وي، په جوړېدو رامنځ ته کېدلای شي. نوموړی ♦

.حکومت دنده لري چې د وسله والو مخالفینو او نورو ښکېلو ډلو سره خبرې اترې وکړي

 د غونډې ګډونکوونکي اړینه ګڼي چې د یوې سالمې ټولنې او نظام د جوړېدو په موخه دې په جنګي جنایاتو تورن کسان او د بشر له حقوقو   ♦

.سرغړوونکي دې د ملي او نړیوالو مراجعو له خوا تر تحقیق، تعقیب او محاکمې لاندې ونیول شي

 د غونډې ګډونکوونکي د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پيژني او د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د سازمان څخه غوښتنه ♦

.کوي چې په دغه برخه کې د افغانانو سره مرسته وکړي او د حل یوه عادلانه لاره پیدا کړي

 موږ غواړو چې بهرنۍ قواوې دې په تدریجي او سالم ډول د افغانستان څخه په داسې حال ووځي چې د افغانستان ملي اردو او پولیس په خپلو ♦

پښو ودرول شي او په افغانستان کې د بهرنیو مرستو پر بنسټ د امنیت د ټینګولو وړتیا ولري.

 بهرنیو اډو ته ځای ورکول یانه ورکول د افغانانو حق دی. د بهرنیو اډو په اړه پریکړه د لویې جرګې د راغوښتلو او یا د ټول پوښتنې ♦

ریفیرنډم) د لارې په بشپړ ډیموکراتیک ډول او د سیاسي ثبات په شتون کې ونیول شي.)

 په تېرو دېرشو کلونو کې د افغانستان اقتصادي نظام د بهرنیو هېوادونو د تیریو او په افغانانو د راتپل شوې جګړې له امله سخت زیانمن شوی ♦

دی. په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د بهرنیو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان د اقتصادي ستونزو په اړه نړیواله ټولنه باید خپل

.مسؤلیت ترسره کړي ترڅو په هېواد کې د سولې او پرمختګ لپاره لاره هواره شي

 د غونډې برخه وال دې پریکړې ته ورسېدل چې د غونډې په استازیتوب دی د ترکیې او بن په غونډو کې د ګډون لپاره یو هیئت دغو غونډو ♦

.ته ولیږل شي

Door Guest