پوهنیز سیمینار
ACVN, Nieuwegein, 8 October 2011
نذیراحمد نذیر
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتې په اتمه نیټه د (لس کلنه امريکايي ډيموکراسي او افغاني سياسي بې وسي) تر عنوان لاندې یوه غونډه جوړه کړه. د اکتوبر اومه نیټه له هغې ورځې سره سمون خورې چې لس کاله وړاندې په دوه زره یو زیږدیز کال په افغانستان باندې د ناټو تر مشرۍ لاندې د طالبانو په حکومت برید وشو چې وروستۍ لسیزه د افغاني غمیزې لړۍ وګرځوله.
د غونډې پیل د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو چې انجنیز حمیدالله خانزي تلاوت کړل. په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې مشر ډاکټر سید نصیراحمد پرانستونکي وینا واوروله او راغلو کسانو ته یې ښه راغلاست ووایه. د غونډې په خوښه یې له پوهاند محمد عثمان روستار ترکي څخه وغوښتل چې د غونډې د مشرتابه لپاره په هیئت رئیسه کې خپل ځای ته راشي او د غونډې مشري وکړي او زه نذیر احمد نذیر یې د غونډې د منشي په توګه وټاکلم.
ډاکټر نصیر په خپله وینا کې یاده کړه چې د وروستیو دریو لسیزو د هرې دورې څيرې معلومې دي. د اتیایمو کلونو د روسي یرغل د دورې څېرې هم معلومې دي او د نویمو کلونو د جهادي واکمنیو د دورې څېرې هېوادوالو ته څرګندې دي او دې وروستۍ لسیزې چې د دوه زره یوم کال څخه پیلیږي، نو د هغوی سیاسي لوبغاړي هم معلوم دي. د دغو لسیزو پېښې د تاریخ په ګوګل کې ساتل شوې دي چې چا کوم رول لوبولی او چا څه کړي دي هغه هم معلوم دي. که تاریخ خپل ټټر پرانیزي نو هر څه به راتلونکي نسل ته روښانه شي.
نوموړي په افغانستان کې د تیرو لسو کلونو په اړه خبرې وکړې او یاده یې کړه چې د سپټمبر له پیښې وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د برید له پیله تر اوسه په افغانانو بمونه واورېدل نه دا چې ګلونه پرې شنل شوي وي. د خبرو په ترڅ کې یې د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنې او د دولت کمزوریو ته یې اشاره وکړه.
ډاکټر نصیر زیاته کړه چې د ایران اتومي پروګرام داسې اندېښنې رامنځ ته کوي چې د افغانستان د بې امني او د سرحدونو د نه کنټرولېدو له کبله کیدای شي چې په افغانستان کې د ایراني او پاکستاني یورانیمو ویسټ یا فاضله مواد د ځای په ځای کېدو ګواښ رامنځ ته شي چې دا به زموږ په راتلونکي نسل باندې ډير بد اغیز وکړي. اوس هم د هیواد په ځينو برخو کې په یورانیم سمبال بمونو د بمباریو نه وروسته ډیر شمیر ماشومان کیڼ او کاږه زیږدلي او د وجود ځیني غړي یې یا له کاره لویدلي او یا هم مناسب کار نه کوي. همدا ډول د ړندو بمباریو په ترڅ کې په سلګونو کسان معیوب شوي چې ان له معیوبینو نه پوره، پوره کلي جوړ شوي دي. ډاکټر نصیر د افغانستان ژبنيو، بودیجوي، نظامي ستونزو ته هم اشاره وکړه، له دوه زره لومړي کال راهیسی یې د ملکي، افغاني نظامي او بهرنیو پوځونو د وژنې ارقام وړاندې کړل.
ورپسې د افغانستان د سیاسي علومو کارپوه ډاکټر روستار تره کي خبرې وکړې او ویې ویل چې د سړې جګړې په پای کې د ناټو د هڅو دلیل ختم شو، ورپسې یې د اسلام پالنې په ضد جګړه شروع کړه، جګړه له دفاعي حالته حمله ییزه بڼه خپله کړه.
هغه وویل چې ناټو د ځان په وړاندې هم بیروني او هم کورني خنډونه پلمه کوي او غواړي چې دوی افغانان داسې حالت ته ورسوي چې پرته له دوی افغان دولت هیڅ هم ونه شی کولی. ناټو د خپلې جګړې ډګر د افغانستان جنوب وټاکه، تر اوسه پورې اتیا زره کسان ووژل شول، خو لا هم جګړه ختم نه لري او ورځ تر بلې درنیږي او اوږدیږي.
افغان دولت یو لاسپوڅی دولت دی، چې هیڅ یی هم په وس کې نشته دي. له افغانستان سره اقتصادي مرستې هم له اویا تر اتیا سلنې پورې د انجوګانو لخوا ولګول شوې. شخصي کمپنۍ هم ددې لپاره جوړې شوې چې د افغانستان نظامي ځواک کمزوری وښيي.
لویدیځ ځواکونه غواړي چې د افغانستان هغه ځواک چې وسله لري او د هیواد لپاره جګړه کوي له منځه یوسي. پاکستان هم په دې کار کې ورسره پوره مرسته کوي، دا موخه د پاکستان له مهمو موخو څخه ده چې د افغاستان پښتانه چې وسله پورته کولای شي له منځه یوسي، ځکه چې په دې وروستیو لسیزو کې د ډیورنډ د دواړو خواوو د پښتنو راشه درشه ډیره شوې، دوی غواړي په دې کار سره ځان بې غمه کړي. پوره شواهد شته چې پاکستان له یوې خوا د طالبانو ځينې ډلې اداره کوي او له بلې خوا بیرته ناټو ته خبر ورکوي چې دوی یې په نښه کړي. پاکستان په دې کار سره غواړي چې هم د امریکا لپاره ستونزې جوړي کړي ځکه پاکستان نه غواړي چې امریکا په سیمه کې اوږد مهاله پاتې شي او هم د پښتون وژنې پروسه پر مخ بوځي.
د سولې پروسه هم ناکامه پروسه ده. افغان دولت د تصمیم نیونې صلاحیت نه لري، جنګ د نړیوالو لخوا تپل شوی او سوله هم یوازي ناټو له مقاومت سره د مستقیمو اړیکو په نیولو کې کولای شي راولي. ښه به وي چې د بن دویم کنفرانس کې افغان حکومت په ډله ییزه توګه خپله استعفا وړاندې کړي. یوازینۍ لاره داده چې مقاومت ته په حکومت کې واک ورکړل شي، خو دا واک هم مشروط وي، چې د پخوا غوندې به په ځینو کارونو کې سخت دریځي نه کوي.
له استاد رستار تره کي وروسته محمد آصف وردګ ته بلنه ورکړل شوه. هغه د غونډې په جوړیدو خوښي وښودله او ویې ویل: ډير خوشحاله یم چې دلته موږ ټول په افغاني روحیه راټول شوي یو او د ستونزو د حل په لارو چارو فکر کوو.
نوموړي وویل چې افغانستان کې که کمونیزم و، که اخوانیزم و، که مجاهدین وو او که اوسنۍ دیموکراسي ده، هر څه په شرمونو وشرمول شول.
هغه د تیرو دریو لسیزو غمیزې ته اشاره وکړه او د خپلو سترګو لیدلی حال یی ووایه، په جګړه مارو ډلو یې نیوکې وکړې او د ډیرو ناخوالو پړه یې ددوی په غاړه واچوله. ده وویل چې باید هر څوک د زړه له اخلاصه کار وکړي او یوازې ملي یوالی کولای شي د ستونزو د حل لاره وي.
له آصف وردګ وروسته دوکتور عبدالمحمد درمانګر ته بلنه ورکړل شوه. ډاکټر درمانګر وویل چې د تیرو لسو کلنو ستونزې دومره ډیرې وې چې شوي بریالیتوبونه یې هم په خپل ځان کې ورک کړي دي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان کړکیچ ډير پیچلی دی، ډير وخت د افغان ولس په استازیتوب جنګیدلي مذهبي ډلې د جګړې له ختم وروسته په خپلو ځایونو نه دي ناستې، بلکې حکومت یې کړی او واک يې ترلاسه کړی دی. نوموړي یاده کړه چې موږ باید د سولې لپاره خپل پلانونه او روغه جوړه له خپل کوره پیل کړو او په خپل کور کې باید سره جوړ شو.
په نیدرلند کې د احمدشاه بابا د پوهنیزې ټولنې مشر ښاغلي ننګیالي بڅرکي هم خپله وینا واوروله. ښاغلي بڅرکي د شته ستونزو او د دې د لاملونو په اړه خبرې وکړې او د حل لارې چارې یې هم وښودې، چې امنیت باید ټینګ شي، افغان حکومت تر ډيره پورې دې خپله ناپېیلتیا وساتي، خپلې ستونزې دې د امنیت په نړیواله شورا کې وړاندې کړي او ملي ګټو ته په شخصي ګټو غوره والی ورکړل شي. همدا ډول یې وویل چې نړیوال باید هغه وخت له افغانستان نه ووځي چې په افغانستان کې ډاډمنه سوله راغلې وي.
ورپسې په جرمني کې افغان محصل سیدعبدالله ولي زي په افغانستان کې دننه ولسي مدني فعالیتونو ته اشاره وکړه. ولي زي وویل چې دا ډول فعالیتونه په دې توانیدلی دي چې افغانستان په اوو کلتوري حوزو وویشي، تر شلو ډيرو ولایتونو کې تر دوه س وو پورې کلتورې ټولنې جوړې شي. د دغو مدني ټولنو استازي پر له پسې په خپلو منځونو کې غونډې کوي او د پرتو ستونزو په اړه د حل لارې چارې لټوي. همدا ډول ددې ټولنو لخوا په زرګونو کتابونه چاپ شوي، د مورنۍ ژبو په برخه کې د پام وړ کار شوی، ګڼشمېر سیمینارونه جوړ شوي، په ملي مسایلو کې غبرګونونه ښودل شوي او د ملي ارزښتونو د ګواښونو په اړه مظاهرې شوي دي.
د غونډې بل ویناوال ښاغلی ملک بابا و. هغه د ستونزو لوی لامل د افغانستان جغرافیایی موقیت وښود چې ستراتیژیک ارزښت لري او تل افغانان د همدې له امله یا په خپل منځ کې او یا هم له نورو سره په جګړو بوخت دي. هغه په ګوته کړه چې اوسنی حکومت په غلو ډک دی، په ولس یې اتکا نه ده کړې او ددې ټولو ستونزو حل دا کیدای شي چې علم ته پام وشي او د معرفت له لارې دا ستونزې هوارې شي.
د افغانستان د ستراتیژیک موقیعت په اړه پوهنمل رحمت ګل ځواکمن یوه هر اړخیزه-پوهنیزه مقاله درلوده، چې پکې د افغانستان د طبيعي زیرمو او له افغانستان څخه د نورو هیوادونو د وصلیدونکو لارو، د ګازو او نفتو د نل لیکو په اړه معلومات راټول شوي وو. هغه وویل چې افغانستان د طبيعي زیرمو له پلوه یو غني هېواد دی او تر ډيره ستونزې یې هم د ستراتیژیک موقیعت په اساس دي. ښاغلي ځواکمن زیاته کړه: هر هېواد چې طبيعي زیرمې ولري، هغه خپل ستراتیژیک اهمیت غوره کوي. هغه په افغانستان کې ثبات د هېوادونو په ګټه وباله. د سولې او ټیکاو په حالت کې افغانان کولای شي د خپل موقعیت په مرسته خپل ژوند په ښه ډول سره تنظیم کړي او سوکاله ژوند جوړ کړي.
د لنډې دمې په ترڅ کې د غونډې برخه وال په بېلابېلو ډلو ووېشل شول او د لوستل شویو مقالو په اړه یې په خپلو منځو کې بحثونه سره وکړل. له دمې وروسته انجینیر زکریا پوپل خپله وینا واوروله او په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان او امریکې تر منځ ستراتیژیک تړون د افغانانو په ګټه دی، ځکه چې ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې په نا امنۍ خوشحاله دي، افغانستان د دوی د تولید مارکیټ ګرځیدلی، د افغانستان خام مواد ورته په نشت قیمت لاس ته ورځي، او د کلتوري ښکیلاک منګولې یې لا پياوړې کیږي.
ورپسې حقوقپوه جمال کټوازي د ستراتیژیک تړون او ستراتیژک اعلامیې د توپیرونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ستراتیژیک تړون د دواړو هیوادونو د پارلمان تصویب ته اړتیا لري، خو اعلامیه بیا دغه تصویب ته اړتیا نه لري. همدا ډول یې د ستراتیژیک تړون او اعلاميې په حقوقي اړخونو هم رڼا واچوله.

ښاغلي حاجي اسد الکوزي هم د موضوع اړوند خپلې خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې د قومي مشرانو وژنې او سیمه ییزو کړکېچونو ته ګوتنوینه وکړه. د هغه په اند د ستونزو ښه حل لاره به دا وي چې د غمیزو د پای ته رسېدو په موخه لویه جرګه جوړه شي او په هغې کې بهر مېشتو افغانانو ته هم د پام وړ ځای ورکړل شي.
د غوندې په ترڅ کې د پریکړه لیک د تدوین په موخه د غونډې له برخه وال څخه یوه اوه کسیزه څانګپوه ډله وټاکل شوه، چې د دغه غونډې پریکړه لیک جوړ او ولیکي او د تصویب لپاره یې نننۍ عمومي غونډې ته وړاندې کړي. د غونډې د هیئت رئیس د غړي له خوا د یو شمېر لیکوالانو د لیکنو لنډیز وړاندې کړ.
د غونډې دویمه برخه د راغلیو پیغامونو لوستلو ته ځانګړې شوې وه. د پیغامونو د برخې په ترڅ کې ښاغلي ډاکټر رحیم ګل پښتون ساپي په برلین کې د افغانستان د سولې، پرمختګ او بیارغونې د کمیټې پيغام ولوست. همدا ډول ښاغلي انجینیر نور قاسم په نیدرلند کې د غرغښت ټولنې پیغام ولوست. له افغانستان او ځینو نورو هېوادونو څخه هم د سیمینار په اړه پي غامونه راغلي وو چې د وخت د کمښت له امله یوازې د پیغامونو په یادون بسنه وشوه.
د غونډې درېیمه برخه مشاعره وه چې په هالنډ کې د میشتو شاعرانو سربیره د یو شمیر نورو هیوادونو نه راغلو شاعرانو هم پکې برخه واخیسته. د مشاعرې په ترڅ کې ګڼشمېر حماسي او وطني شعرونه ولوستل شول.
د غونډې د پای برخه د پریکړه لیک لوستلو او ازاد بحث ته ځانګړې شوې وه. د افغانستان د وروستۍ لسیزې په اړه او د غونډې د پریکړې د موادو په اړه پوښتنې وشوې چې د استاد روستار ترکي او هیئت رئیسه لخوا پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او یو شمېر برخه والو د غونډې د رئیسه هیئت په وساطت خپل نظریات سره شریک کړل.
غونډه د پریکړه لیک د تصویبولو وروسته د شپې ناوخته په یوه بجه پای ته ورسیده. د یادونې وړ ده چې د پوهنیزې برخې چارې د سید عبدالله ولي زي او مشاعره زما لخوا پر مخ بوول کیدله.
د غونډې پریکړه لیک دلته کولای شئ ولولئ!
پریکړه لیک
د ۲۰۱۱ میلادي کال د اکتوبر په اتمه نېټه د هالنډ د اتریخت ولایت د نیوخاین (Nieuwegein) په ښار کې په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې په نوښت او په اروپا کې د یو شمېر مدني ټولنو په ګډون په افغانستان کې د سولې د راتلو او ټینګښت په هکله یو علمي سمپوزیم د «لس کلنې امریکايي ډیموکراسۍ او د افغاني سیاسي بې وسۍ» تر عنوان لاندې جوړ شو. د سمپوزیم برخه والو لاندې پریکړې تصویب کړې:
۱- په افغانستان کې د سولې راتلو او ټینګښت لپاره اړینه ګڼو چې په جنګ کې ښکېلې خواوې د خبرو اترو مېز ته کېنول شي. د افغانستان د ستونزو د سوله ییز بهیر لپاره وړاندیز کېږي چې افغاني وسلوالو مخالفینو ته دې د بن په دویم کنفرانس کې د ګډون واک ورکړل شي.
۲- د غونډې د ګډونکوونکو په اند سوله د یو لنډ مهاله حکومت چې ټولو غاړو ته د منلو وړ وي، په جوړېدو رامنځ ته کېدلای شي. نوموړی حکومت دنده لري چې د وسله والو مخالفینو او نورو ښکېلو ډلو سره خبرې اترې وکړي.
۳- د غونډې ګډونکوونکي اړینه ګڼي چې د یوې سالمې ټولنې او نظام د جوړېدو په موخه دې په جنګي جنایاتو تورن کسان او د بشر له حقوقو سرغړوونکي دې د ملي او نړیوالو مراجعو له خوا تر تحقیق، تعقیب او محاکمې لاندې ونیول شي.
۴- د غونډې ګډونکوونکي د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پيژني او د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د سازمان څخه غوښتنه کوي چې په دغه برخه کې د افغانانو سره مرسته وکړي او د حل یوه عادلانه لاره پیدا کړي.
۵- موږ غواړو چې بهرنۍ قواوې دې په تدریجي او سالم ډول د افغانستان څخه په داسې حال کې ووځي چې د افغانستان ملي اردو او پولیس په خپلو پښو ودرول شي او په افغانستان کې د بهرنیو مرستو پر بنسټ د امنیت د ټینګولو وړتیا ولري.
۶- بهرنیو اډو ته ځای ورکول یانه ورکول د افغانانو حق دی. د بهرنیو اډو په اړه پریکړه د لویې جرګې د راغوښتلو او یا د ټول پوښتنې (ریفیرنډم) د لارې په بشپړ ډیموکراتیک ډول او د سیاسي ثبات په شتون کې ترسره شي.
۷- په تېرو دېرشو کلونو کې د افغانستان اقتصادي نظام د بهرنیو هېوادونو د تیریو او په افغانانو د راتپل شوې جګړې له امله سخت زیانمن شوی دی. په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د بهرنیو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان د اقتصادي ستونزو په اړه نړیواله ټولنه باید خپل مسؤلیت ترسره کړي ترڅو په هېواد کې د سولې او پرمختګ لپاره لاره هواره شي.
۸- د غونډې برخه وال دې پریکړې ته ورسېدل چې د غونډې په استازیتوب دې د ترکیې او بن په غونډو کې د ګډون لپاره یو هیئت دغو غونډو ته ولیږل شي.

Resolution
The Afghan Cultural Association of The Netherlands and other Afghan Associations around Europe together organized a symposium in regards to the political situation, peace process and stability in Afghanistan on 8th October, 2011 in Nieuwegein city of Utrecht province, The Netherlands. The one day symposium focused on “10 years American installed democracy in Afghanistan.” Participants of the symposium decided on the following points:
1. For peace process and political stability of Afghanistan, it is necessary to create a peace delegation from all sides involved in the Afghan conflict. Our proposal is that for Afghan peace process and stability of Afghanistan, all sides involved in the military confrontation should be allowed and encouraged to take part in peace negotiation in Bonn Conference.
2. The participants of the symposium believe that for peace negotiation to succeed, it is necessary to create an interim government, which is acceptable for all sides of Afghan conflict. The interim government must take the responsibility to handle all peace negotiations among all sides involved in the conflict.
3. The participants of the symposium think that for peaceful Afghan Society and stable Afghan Government, it is essential that all war criminals, warlords and human rights abusers should be brought to justice through national and international organizations.
4. The participants of the symposium decided that the participants of the symposium don’t accept the Durand Line, and asks the International Community, especially The United Nations to find an impartial solution for this conflicting issue between Afghanistan and Pakistan.
5. The participants of the symposium ask that foreign troops should leave Afghanistan step by step with an exact timetable. At the same time, the participants ask the International Troops should assist in the capability building of the Afghan Security Forces while withdrawing gradually.
6. Afghan people have the right to accept or reject foreign military bases in Afghanistan. Decision of accepting foreign military bases should be determined by The Afghan Grand Assembly (Loya Jirga) or through a referendum carried on in a democratic, stable and peaceful way.
7. In the past three decades, the economy of Afghanistan has been destroyed due to foreign intervention and forced war on Afghans. Currently, Afghanistan needs foreign economic assistance. For Afghan peace and development to succeed, International Community should fulfill its responsibility to assist Afghans to eliminate economic problems of Afghanistan.
8. The participants of the symposium decided to send a representative committee of Afghan European Peace Symposium to Turkey Gathering and Bonn Conference related to the Afghanistan.

Afghan Cultural Association in The Netherlands
Webiste: http://www.acvn.nl
E-mail: acvn.nl@hotmail.com

Copy to Europe Parliament and United Nations

Door Guest