.د ولايتي شورا غړې او میړه یې د وسلوالو په بريد کې ټپيان شول

د پکتيکا ولايتي شورا غړې ډاکتره امنه او د هغې خاوند د نامعلومو وسلوالو لخوا هغه مهال تر وسلوال بريد لاندې راغلل کله چې دوي د پکتيکا مرکز ښرنې د خپل کار له دفتر څخه د کور په لور ( يوسف خيلو ولسوالۍ ته) روان وو چې تر بريد لاندې راغلل او په پايله کې ډاکتره امنه او د هغې خاوند دواړه ټپيان شول .
ټپيان د درملنې په موخه په بګرام کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو روغتون ته لیږدول شويدي
د لومړنیو معلوماتو له مخې د ډاکترې امنې ټپونه سرسري دی، خو د هغې د خاوند روغتيايي حالت نازک بلل شويدی
د پکتيکا ولايتي شورا نهه تنه غړي لري چې شپږ تنه یې نارېنه او درې یې ښځينه دي

د روهي بریښنا پا ڼي نه په مننه

Door Guest