د استاد هم آهنګ  په یاد

 د افغانستان د محلی موسیقي  د خراباتو یو بل نامتو سندر غاړي خدای بخښلې حاجی هم آهنک  هم ددی نړۍ نه ستر ګي پټی کړلي  اود هنر له ډګره ووت.  حاجی هم آهنګ پوره نیمه پیړۍ د غزلو او سندرو ډګر ډیر تود وساتي.دده په سندرو کي یو ځانګړۍ خوند او لذت پروت وو. استاد هم آهنګ ډیری محلي سندرې ویلی دی، چه د خپل وخت د افغانستان د نامتو سندر غاړو په ډله کي  لکه  استاد سر آهنګ ، استاد رحیم بخش او استاد شیدا  په شان  یی زړه وړونکي ږغ   در لودي. استاد هم آهنګ د ظاهرشاه او داؤدخان په وخت  کي د موسیقی  ډیری لوړې کچي ته رسیدلی وو. ښه مي په یاد دی چه په هغه وختونوکي  د روژی د مبارکي میاشتی د رارسیدو له کبله د تراویح د لمانځه نه وروسته بیا تر پیشلمۍ  یعنی سهار ه پوری د کابل د جاده میوند په مشهور رستوران کي به یی هره شپه غزلي، نعتونه او مناجات په خپل ښائسته ږغ کي داسي اداکولي چه لیدونکو او ننداره چیانو  دده سندري ډیری خوښولي او هر کلي به یی کاوي،  په رستوران کي به د ناستي ځای نه پیدا کیدي. استاد هماهنګ د نورو محلي سندر غاړو په پر تله  د موسیقی خپل یو بیل او ځانګړي  سبک او طریقه در لوده، چه هغه به یواځې او یواځې دده په آواز او ږغ کي څر ګندیدله. کله چه مونږ د افغانستان د مشهورو پخوانيو سندر غاړو سندري اورو نو ارو مرو د ښاغلی هم آهنګ سندري هم زمونږ په یاد او خاطرو کي ژوندی پا ته دي.او نه هیردونکي دی.

استاد هم آهنګ دافغانستان د رادیو او تلویزیون په آرشیف کي ډیری غزلي لری او په هغه وخت کي په خپله هم د موسیقی د ریاست په چوکاټ کي په رسمي دنده بوخت وو. استاد هم آهنګ  د افغانستان د موسیقي په ډله کی بهر ته هم ډیر رسمي او شخصي سفرونه کړي دي چه د هغوي جملی نه پخواني شوروی اتحاد، تاجکستان ،ازبکستان ،هنګری ،بلغاریه ،پولند ، المان ،هند، ایران اونور هیوادونه شامل دي. استاد هم آهنګ دتیرو لسو کالو راهسي دزړه د ناروغی له امله ډیر مریض وو او دوه کاله مخکي د هند  هیوادته ددرملني لپاره هلته ته ولاړی اود ز ړه عملیات یی  تر سره کړل. ولی د ډیر عمر او جسمی کمزوری له امله یی  د خپل ژوند وروستې شیبي را لنډی کړلي او د ۲۰۱۲ میلادی کال دجون دمیاشتی په شپږمه نیټه  ددي  فانې نړۍ نه یی ستر ګي پټي کړلي او  د تل پاتي آبدی نړۍ ته  یی کوچ وکړی .

انا لله و انا الیه راجعون .

روح دی یی ښاد وی.

 د استاد هم آهنګ زامن  او وریرونه هم د سندرو او موسیقی  په چوکاټ کي پوره لاس لري او دده لاره به  تعقیب کړي. زه په داسی حال کی چه ددی نامتو هنر مند او سندر غاړۍ دږغ او اواز پلوی یم  دده مړینه د موسیقی په ډګر ګی یوه ستره ضایعه ګڼم او په خپل وار سره دده دکورني و ټولو غړوته خپل د غمرازي خواښیني او تسلیت مراتب وړاندی کوم اومر حوم ته ددعا لاسونه پورته کوم.

 ولی محمد« نورزی».                                                                                                          

Door Guest