هیله لرم چې قبول يې کړئ.

ښاغلی ریس جمهور صاحب ! زه سمیع الله صدیق کاموال له ډیری مودی راهیسی ستاسی مرکې او ویناوی د میډیا له لاری تعقیبوم. پحیث د یو افغان ستاسی درانه حضور ته ډیر احترام لرم او هرحکم ته مو لبیک وایم.

یو څه موده وړاندی په هرات ولایت کې زورواکو دخپل ټوپک او رتبی په زور دولتی مځکه قبضه کړی وه . زما په اند لاتر اوسه به د هغوي په حلقه کې وي. په دغه دوسیه هم د چپتیا چلیپا راښکل شوه.

یو څو میاشتی مخکی تاسی په یو تلویزوني وینا کې وویل چې دغلا او رشوت پیسی دهیواد څخه بهر مه وړئ او هم دغلته پری لوړ لوړ تععمیرونه جوړ کړئ. ..؟؟؟؟؟؟؟…

له بلی خوا خاینانو، قاتلانو،جنسي تجاوزګرانو،اختطافکونکو ،رشوتخورو ، قاچقبرانو او جنایتکارانو زمونږ اندیښنی راپارولي دي، اوخپل راتلونکی ته ډیر په تشویش یو .

یو څو ورځی ترمخه مې ستاسی یوبله وینا واوریده، تاسی وویل دلیسو هغه فارغین چې اول، دوهم ، دریم، څلورم او پینځم نمره فارغ شي دهغو څخه به د کانکور امتحان نه اخستل کیږي او هغوي کولای شي چې دخپلی خوښی پوهنځی انتخاب کړي. ستاسی فکر ډیر ښه دی او ډیری ساده وینا وی کوي.

محترم ریس جمهور صاحب! څنګه چې تاسی پوهیږي د افغانستان په هره اداره کې فساد او رشوت اخستل یو عادی کار ګرځیدلی دی.

له تاسو دا هیله او غوښتنه لرم، چې د افغانستان بی چاره او غریب ولس ته ددی خبری ضمانت هم ورکړه چې د معصومو محصیلونو ماشومانو په حق کې به هیڅ ډول زور او زیاتۍ نه کیږي.

هیڅ یو والي، ولسوال ، ملک ، معلم، قومندان او زورواکی به د خپلی رتبی ،ټوپک او واسطی په زور دبل یو معصوم ،غریب او بی وظله ماشوم په حق خیټه نه اچوي او د ماشوم زحمتونه به په سیند نه لاهو کوي.

په ډیر درنښت

د قناعت بخش ځواب په طمع

سمیع الله صدیق کاموال

Door Guest