مرکه وال : انجنیرعبدالقادرمسعود

(لومړۍ برخه)

دا پلا درته د پښتني- افغاني فرهنگ له مخکښو څېروسره د مرکو په لړکې يو داسې نوښتگر ليکوال او ويناوال در پېژنو، چې په ټوله رښتينولۍ يې خپلې پنځونې د افغان اولس د وياړونو او دردونو ځلونې او انځورنې ته ځانگړې کړې دي. زموږ دغه پياوړی ليکوال او نوښتگر شاعر گران او منلی عبدالغفور لېوال دی. ده په خپل ځوان منگ (۳۸کلنۍ) کې گڼ څېړنيز اثار او ادبي پنځونې چاپ ته سپارلي او نور ډېر څه يې د چاپي او برېښنايي رسنيو له لارې خپاره کړي دي.

موږ د دغه هڅاند او پياوړي پوهيال او فرهنگيال د اند و ژوند د ښه ترا پېژندنې په موخه د يو لنډ ژوند ليک په ملتيا دڅو نومورو علمي او ادبي څېرو ليدتوگې تر لاسه کړې دی. هيله ده، ورسره نورې څرگندتياوې به يې هر گوره، له شعري بېلگوسره د مرکې په ترڅ ترڅ کې درنو مينه والو ته وړاندې شي. دا تاسې او پياوړی ويناوال لېوال صاحب.

ښاغلی عبدالغفور لیوال د علي محمد خان زوی دی. دی په خټه صاحب زاده حسین خیل دی چې پر (۱۹۷۴) زیږدیز کال د کابل ولایت د (موسهي) ولسوالۍ په یوه درنه کورنۍ کې زیږیدلی دی.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل ښار په اعتبار خان لیسه کې او خپلې لوړې زده کړې یې پر (۱۳۷۲ل) کال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پښتو څانګه کې پیل او یو کال وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې تر سره کړې دي. پر (۱۳۸۳ل) کال د یو سکالر شپ ( بورس ) له مخې امریکا ته ولاړ او په ژورنالیزم او سیاسي علومو کې یې خپل څانګپوهیز لاسوند له (مریلنډ پوهنتون) څخه ترلاسه کړ.

رسمي، علمي او ټولنیزې چارې او دندې:

–  پر (۱۳۷۴) لمریز کال د (هنداره) خپرونې خبریال او د کتنپلاوي غړی.

ـ پر (۱۳۷۴-۱۳۷۶ ل) کال د کابل پوهنتون د فرهنګي شورا مرستیال.

– پر (۱۳۷۷-۱۳۸۰ ل)  کال دافغانستان د مرستو د بشري حقوقو د څانګې غړی.

– پر ( ۱۳۸۰ ل) کال په کابل کې د (جګړې او سولې د راپور جوړونې د انستیتوت) لومړنی کتونکی(اډیتور) او مسوول.

– پر (۱۳۸۱ ل) کال په کابل کې د آزادۍ رادیو د پښتو څانګې کتونکی او خبریال.

– پر (۱۳۸۱-۱۳۸۲ ل) کال د افغانستان د اساسي قانون د کمیسیون د مطبوعاتي څانګې مشر او د دارلانشا ویاند.

– پر (۱‍۳۸۴ل) کال د افغانستان د وزیرانو شورا فرهنګي سلاکار او د فرهنګي چارو د ادارې مشر.

په هېواد كې دبېړنۍ لويې جرګې لپاره دهېواد دليكوالو، شاعرانو او ژورناليستانو غوره شوی استازى او د اساسي قانون د لويې جرګې د رسنیزو چارو دسمون پازوال.

له (۱۳۸۵) لمریز کال راهیسې د افغانستان د سیمه ییزو څیړنو (مطالعاتو) مرکز لومړنی مشر دی چې دعلومو اکاډمۍ ترڅنګ دیوه علمي ـ څیړنیز مرکز په توګه پرانیستل شوی دی. همدارنګه دافغان ادبي بهیر، رشاد کره کتنې او د (( علم او ادب د خپراوي ټولنې )) همېشنی غړی هم دی.

چاپ شوي څیړنیز اوپنځیز آثاریې په لاندې ډول دي:

ـ د شعرونو لومړنۍ ټولګه (( مخه ښه او دوه منظومې )) یې  پر (۱۳۷۶ل) کال په پېښور کې چاپ شوې ده.

ـ دویمه شعري ټولګه ( ژړا ، اور ، مینه ) یې پر (۱۳۷۷ل) کال په پېښور کې چاپ شوې ده.

ـ د( هوسۍ تاریخي، حماسي منظومه) یې  پر (۱۳۷۸ل) کال په پېښور کې چاپ شوې ده.

ـ د (ارشاك او اوشاس تاریخي، حماسي منظومه) یې پر (۱۳۸۰ل) کال په پېښورکې چاپ شوې ده.

ـ د (وريښمو تول) دپښتو شعر اوسمهالي بهير كره كتنه یې پر(۱۳۸۱ل) کال په كابل کې چاپ شوې ده.

ـ  د (ماشومانو لپاره کیسې او بوختیاوې) یې د ماشومانو د ادبیاتو په اړه پر( ۱۳۸۱ل) کال په كابل کې چاپ شوې ده.

ـ د ( نیلو فرو کیسې ) راټولونه (دافغان ښځو په اړه دبيلابيلو ليكوالو كيسې) یې پر        ( ١٣٨١ ل ) کال په پېښورکې چاپ شوې ده.

ـ د ( کله چې ته خپه شې )  شعري ټولګه یې  پر (۱۳۸۲ل) کال په کابل کې چاپ شوې ده.

ـ  د (نه ته مې هيره نه وې ) شعري ټولګه یې پر (۱۳۸۴ل ) کال په کابل کې چاپ شوې ده.

ـ د ( ټرای ښځې، ژباړه) اثر یې (له ارواښاد اسد اسمایي سره ګډ) پر (۱۳۸۷ل ) کال په کابل کې چاپ شوې دی.

ـ د ( ښځې لام او ایلینو، تاریخي، حماسي منظومه) یې پر (۱۳۸۸ل ) کال په کابل کې چاپ شوې ده.

ـ د (ادبي یادښتونه، د څیړنیزو مقالو ټولګه) یې پر (۱۳۸۹ل ) کال په کابل کې چاپ شوې ده.

ـ د (ته زما ټوله شاعري یې) شعري ټولګه یې د لومړي ځل لپاره  پر (۱۳۸۹ل ) په کابل کې او د دویم ځل لپاره پر (۱۳۹۰ل) کال په پیښور کې چاپ شوې ده.

ـ د (اروايي ښامار) د پوهاند سید بهاالدین مجروح  پښتوادبي آثارو رواني څېړنه یې پر(۱۳۸۹ل) کال په پکتیا کې چاپ شوې ده.

ـ د (درېیمه لاره،  دسیاسي  ـ  ټولنیزو مقالوټولګه) یې پر(۱۳۸۹ ل ) کال په کابل کې چاپ شوې ده.

ـ د (شعري سېمبولونه ، دادبي تیوري په اړه علمي رساله) یې پر (۱۳۹۰ل)کال په کابل کې چاپ شوې ده.

(۱۳۹۱ل)کال  ـ د (راه سوم، سیاسي ټولنیزې مقالې ، دغوث جانباز دري ژباړه )یې پر

په کابل کې چاپ شوې ده.

ـ د (افغانیزم  ، سیاسي ټولنیزې مقالې) یې پر (۱۳۹۱ ل)کال په کابل کې چاپ شوې ده.

 او له (سل) څخه ډیرې علمي سیاسي، ټولنیزاومسلکي مقالې یې د هیواد په مهالنیو کې چاپ شوې دي.ځینې ناچاپ کتابونه هم لري چې ډیر ژر به چاپ شي.

ـ اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد چې د پښتو ادب یونومیالې او پوخ لیکوال دی، د لیوال صاحب د یواثر په اړه چې  (د هوسۍ منظومه) نومیږي شپږ مخيزه سريزه کښلې ده. ده په خپله سریزه کې عبدالغفور لېوال يو رمزنګار شاعر بللى او زياته کړې يې ده، چې د هوسۍ ډرامه په پښتو ادب کې د خپل اسلوب له مخې، د رمزنګارۍ يوه ښه بیلګه ده. استاد رشاد صاحب وایي:

( دلته موږ وینو چې زموږ ځوان رمزنګار په څومره مهارت د وطن پلورونکو او پردي پالو له مخه څخه د چل او دروهي نقاب هیسته کړی دی. څوک چې د هوسۍ ډرامه ولولي یا یې واوري زه باور لرم دا به ومني چې په دې ډرامه کې د پيښو ترکیب او     څومره ابتکار لري. (plot) تسلسل

مافوق الطبعیت کردارونه پکښې نسته، تشبیهات او استعارې یې په زړه پورې دي تخییل یې عالي دی، د بیان ژبه یې اغیزناکه، سلیسه او محاوري ته نژدې ده ـ مکالمې یې له حال او محل سره برابرې دي، ابتذال نه لري ځینې مکالمې یې د دښمنانو په مقابل کې خسمونه او نفرتونه پاروي، ځینې مکالمې یې د ویاړونو د بیا ژوندانه هڅې او د غرور غریزې له خوبه پاڅوي.

د خوشالۍ خبره ده چې زموږ ځوان شاعر توانیدلی دی د ډرامې د لوستونکو یا اوریدونکو په زړونو او ذهنونو کې د وطن سرشاره مینه او د ویښتابه ښاغلي هڅې د افتخاراتو د راستنولو له تودې جذبې سره وخوځوي…)

ښاغلي لیوال په خپلو شعرونو کې د افغاني ټولنې ریښتینې څیره له ټولو ورپېښو دردونو او کړاوونو سره په ډیره میړانه او زړورتیا په شاعرانه احساس او هنرمندانه ژبه خپلو هیوادوالو، لوستونکو اواوریدونکو ته په ډاګه کړې ده. ده ته خدای پاک یو لوی ادبي او شعري استعداد او وړتیا ور په برخه کړې ده.ده د خپل لوړ فکر او ریاضت په هڅو خپل شعري موخه او پیغام له جولیز او مانیز پلوه پسوللي او رنګین کړي چې ته به وایې سړی  د یوه هنري فلم  ننداره کوي. دې بیلګو ته یې ځیر شئ :

د یو خړ ماښام فضا ده په دره کې

لومړني ستوري سترګګ وهي آسمان کې

د درې له دواړه لوريو شنو ځنګلونه

دچنچڼو غږ لا اوس هم پورته کېږي

چېرې بوم غږ رابهر کړي له ځنګله نه

داسې ښکاري شپه  په بیړه را روانه

یو کاروان راځي په لاره له چتراله

دوه سپاره یې مخامخ شول په دره کې

يو سپين آس پرې اسماني ټیکری رپيږي

په سمند باندې يو دنګ زلمی ښکاريږي

په چوپتیاکې سپاره مل دلوی کاروان شول

په ځنګله کې چې خاموش جوړه مارغان شول

په دره باندې رڼا دسپوږمۍ راغله

سیند دستورو شنه هینداره شوه ځليږي

يوې ښکلې سر د پلار پر ټټر ايښي

په رکاب کې یې دځوان توره ځليږي

او یا وایي:

روح لـکه هېنداره

زر ځلې كافر شومه بيا دې مسلمان كړمه

زه له خټو جوړ ادم مينې دې انسان كړمه

روح مې آيينه غوندې ته يې د ښكلا تصوير

څومره رانږدې شولې څومره دې جانان كړمه

تا ته چې درګورمه څنګه به مومن شمه

ستا په عشق كې ډوب يمه څنګه دې ايمان كړمه

څاڅكى د شبنم يمه پروت په يوه شنه پاڼه

يو ځل كه راوګورې څاڅكى به باران كړمه

هره ساه مې زړه كې يې هره ساه مې سترګو كې

چېرته دې پيدا كړمه چېرته دې پنهان كړمه

 ـ پوهاند دوکتور مجاوراحمدزیار، چې زموږ دهیواد نومیالی فرهنگيال څواړخيز منلی شخصیت ژبپوهاند او ادبپوهاند، ليکوال، رسنوال او تکړه وينا وال دی د ښاغلي غفور لیوال د شعري ټولګې په اړه، چې (ته زما ټوله شاعري یې) نومیږي، په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلي دي:

[ ((ته زما ټوله شاعري يې)) يو زړه راکښونکی شاعرانه نوم دی چې دپښتني- افغاني ځوان پښت استازندويه نوښتگر شاعر غفور لېوال پکې د خپلې ازادې او نيم ازادې ريالېستي شاعرۍ گردې پنځونې په يوځايي ډول رانغښتې دي. شاعرانه نوم يې په دې بولم چې زما په څېر، د ژبني هنر او بيا يې د هنري ترين ځېل نور مينه وال ځنې د يوې رښتيني او نوښتگرانه شاعرۍ جاج اخېستلای شي، يو داسې نوم چې په ليدو او اورېدو سره مو د يوه ورته نومولي انځور د ذهن پر  پرده راټوکېږي.که نه، له وچ کلک دوديز نامه((کليات)) څخه، له  پنډوالي او پېړوالي پرته، بل څه جاج رامخته کېدای شو!

نوره د هرچا خوښه او خورمنځ چې پخپله غفور لېوال څه وړ شاعر  نوموي، خو زه يې د تېرو هېرو او نوو حماسو تاندوونکی او پنځوونکی بولم، او له همدې ليد توگې اوگوټپېره يې د ارزولو يوه هڅه کوم.)]

 ـ د ښاغلي پوهاند دوکتورزیار صاحب د خبرو پر استناد د ښاغلي لیوال په شعرونو کې د پخوانیو او نویو حماسو اغیز، کلیوالي او تاریخي کرکترونه او وییپانګه په ډیر ښکلي او زړه راښکونکي شکل داسې انځور شوې دي، چې د هر با احساسه انسان جذبات او ولولې راپاروي. لکه دا بیلګې :

د هیندوکوښ پر هسکو څوکو وې لا واورې پرتې

خو پسرلی د کاپیسا مېلمه و

او په بګرام کې د ګلونو څپو

د آریایي پېغلو لمنو ته عطرونه شیندل

پاس په دره کې لمر ته

ځنګلونه بیا ویښېدل

د کاپیسا دښتې وې ټولې له غاټولو ډکې

د پسرلي داسې ښایسته ورځې وې

چې د بګرام ماڼۍ کې

د ښادۍ ډول اتڼ ته وګړزیده

زلمېو واچولې څڼې ورته

پېغلې ګیډۍ ګیډۍ را تاوې شولې

ګرده کړۍ یې د اتڼ جوړه کړه

سرې عنابي پېالې راوګرځېدې

ښکلیو ساقیانو ډک خمان ګرځول

شپه چراغانه لکه ورځ ښکاریده

دخوشالۍ او د ښکلا شیبو کې

کوم مساپر چانه پوښتنه وکړه

چې دغه جشن دا ښادي ولې ده؟

دومره بې حده خوشالي ولې ده؟

کاپیساوال ورته ځواب کې وویل:

تر تا قربان شم ناخبره وروره

د آریایانو دبری په خاطر

زموږ د خپلې خپلواکي په خاطر

….

پايله:

عشق په اسمان کې د ارشاک او اوشاس لاره څاري

عشق آريانا څخه د خپل ابديت نښې خپل دربارته غواړي

عشق د محبوبو له موسکاسره د بل جهان سفر پيلوي

عشق سرنوشت څخه کسات اخلي

عشق يوه لويه هنگامه جوړوي

عشق

يوه

داسې

افسانه جوړوي.

او یا وایي:

زموږ کلی زموږ مېنه

د لوړو څوکو هسکو دنگو غرونو

د سردرو د شنو لمنو خواکې

هلته يو کلی وو د مينې کلی

زه د دې کلي شپونکی

لا ډېر زلمی وم چې په مينه پوه شوم

….

شمله اوچته، غاړه هسکه، يو سوبمن شهزاده

د هسکو غرونو د گوربت په شانې

څومره مغرور څومره واکمن شهزاده

چې يې لات دېو يوځلې بيا وو پر گونډو راوستی

لکه فاتح ابدالي

….

ـ ښاغلې ډاکتر صاحب ببرک ارغند هغه نومیالې او وتلې ژورنالیست، نوښتګر او مخکښ داستان لیکونکې دی، چې د ده نوم دیونامتو داستان لیکوني په توګه زموږ دهیواد د ادبیاتو په تاریخ کې څرګنده او ځلانده بیلګه ده. دی په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي لیوال د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه داسې وایي:

(مسعود عزیز و گرامی با این فصلی که گشوده اید ( منظورم  تبجیل و معرفی نویسنده گان وشاعران کشور است ) به یقین به بیان نیت نیک تان ، شایسته پرداخته اید و ادای این دَین ژورنالیستکی ، فرهنگی ، ادبی  و افغانی تان  سزاوار تحسین و ستایش  است. امید دارم از ادامه اش خسته نشوید.

خوشحالم که  این بار با پرداختن  به شاعر گرانمایه  ، آگاه ،   و شیرین کلامی چون  جناب عبدالغفور لیوال پرداخته اید که اشعارش همیشه  تازه گی  ، جنبش و تحرک دارد و خواندنش روح و روان آدمی را  شاد میگرداند . به قول  دانشمندی ( زنده گی را به وسیلۀ قلم  بر کاغذ جاری میسازد.)

میدانیم که یک اثر ادبی به ویژه  یک پارچه شعر تنها  در زمان خلق شدنش به وجود می آید نی پیش از آن  با  طرح و نه پس از آن  با باز نگری  و زمانی میتواند  خوبترین  گردد که به دنبال حقیقت باشد ، حقیقتی که امروزه دسترسی به آن تقریبا  غیر ممکن است  و پی غیر ممکن رفتن   به نظر من خوبترین است  و شعر باید که خوبترین باشد.

  (دی شیخ با چراغ همی گشت گرد شهر

کز دیو ودد ملولم و انسانم آرزوست

گفتند : یافت  می نشود جسته ایم ما

گفت : آنکه یافت می نشود آنم آرزوست)

جناب عبدالغفور لیوال از جمله شاعرانی دادخواهیست که پی حقیقت راه میزند و  پیامهای انسانی خویش را با واژه ها و تصویرهای  زیبا وساده و روان بیان میدارد . اشعارش مملو ازنکته یابیها و باریک اندیشیهاست .اشعارش  به آیینۀ شفافی میماند که حوادث دردناک کشور را صادقانه بازتاب میدهد . عمر شان طولانی باد.)

 ـ  ښاغلي عبدالغفورلیوال په خپلو شعرونو کې له هیواد او هیواوالو سره،  پښتون ټبر،  پښتوژبې او پښتونولي  او  انسان او انسانیت سره پاکه او سپیڅلې مینه، د پښتني او اخلاقي ارزښتونو، د ملي، ټولنیزواو انساني ولولو اوعواطفو په اړه  استدلال، منطق، علمي او ادبي څیړنې، یووالي او ورورولي، ملي و کر(هویت)، دآزادۍ او دموکراسۍ غږ، انصاف او عدالت، دخلکو برابرې رښتینې حقوق او ورورګلوي، دسولې او سوکالې مفکورې، او د پردیسۍ ژوند  په ډیر ښکلي سیمبولونو،  تصویرونو او خیالونو کې په ډیر هنرمندانه شکل او شعري ژبه داسې انځور کړې دي، چې د هرلوستونکې او اوریدونکې په ذهن  او زړه کې ښکلا او مینه راپاروي، او ترینه خوند و پند اخلي. د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه لولو:

اوښـکه

جانانه د خوږو سترګو تصویر سره دې ژاړم

د خوب او خیال له تور اوسپین تعبیر سره دې ژاړم

دا تا راته ویلي و چې بند ګې به مې ساتې

ته نه یې  د یادونو له زنځیر سره دې ژاړم

ستا اوښکه مې تاویزکړه ګرځومه یې په غاړه

له پیر سره دې ژاړم له فقیر سره دې ژاړم

بس تاکې چې اوسیږم لیونی یمه وطنه

خندا سره دې خاندم او له ویر سره دې ژاړم

برخلیک دې دی چې خپله مینه خښه کړې په خپله

لیواله بدقسمته له تقدیر سره دې ژاړم

او یا وایي:

يو ټاپو د جذاميانو

څه ماڼۍ د نازولو شوې کوڅې د دروېز ګرو

څه لوی ښار مو د حسینو جوړمالت شو د سوالګرو

څه درنې درنې شملې مو شولې لپې د کپ سوال ته

غرونه غرونه لوپټې مو نن ګرو شوې په جوازګرو

هر زر ګرمو آهنګر شو جوړوي په غبرګو لاسو

له نتکیو نه د ښکلو تور کچکول د قلندرو

په لاسو کې د سندرو زولنې شوې د ځګیرویو

د رباب د شرنګ حجره مو شوه جونګړه د کوډګرو

زه بې وسه بې ګرېوانه، چېرې وساتم ستا اوښکې

رانه یووړې مرغلرې ها پردیو سوداګرو

کلی نه دی هدیره ده یو څو مړي په کې ګرځي

نه ګودر شته نه منګي شته نه کتار یې د دلبرو

….

او یا وایي:

يومساپر

تو به مې کړې وه چې ماته  شوه توبه مې وکړه

شیخ او ساقي سره  همدومره ګوزاره مې وکړه

ته به مې خوب غوندې په یاد کې ساتې ښکلې یاره

یو مساپر وم، دلته راغلم یوه شپه مې وکړه

افغانستان غوندې زخمي زړګی مې راوړ درته

جا نانه راشه، شونډې راوړه څه چاره مې وکړه

دې ته دې هم لویه ګناه وویل زما قاتله

چې ځنکدن کې دوطن خواته سجده مې وکړه

زه ستړی نه وم خو پښتو مې مخ ته ودریده

توره مې ماته کړه دښمن سره جرګه مې وکړه

او یا وایي:

د لنډيو شرنګ

شب پرست یم خپل یزدان سره مې شپه ده

ستا له زلفو  او باران سره مې شپه ده

مجلسی یاران مې ستوري او سپوږمۍ دي

مساپریم شنه آسمان سره مې شپه ده

ستا د سترګو څه نیکمرغه اسارت دی

چې له تیراوله کمان سره مې شپه ده

له ګونګرو یې د لنډ یو شرنګا اورم

ستاله ټیک او له پیزوان سره مې شپه ده

چې ویده شمه بس جنګ په خوب کې وینم

ستا د حسن له افغان سره مې شپه ده

او یا وایي:

مـات غرور

پورته دې باڼه کړه د ادا په غېږ کې شپه راکړه

ووروه زلفې د ښکلا په غېږ کې شپه راکړه

شونډو کهنګارو ته د مینې د آیت په نوم

شونډې را نږدې کړه د دعا په غېږ کې شپه راکړه

زه یم، یو څو اوښکې دمه ستا د بارخو سیورو ته

خیر دی مساپر یم د خندا په غېږ کې شپه راکړه

مات غرور خو نه یم چې د ناز غېږ نه مې وشړې

سترګو کې دې خوب یمه اشنا په غېږ کې شپه راکړه

خپل دې یم، پښتون دې یم، غزل دې یم، لېوال دې یم

ځار شم پښتنې نن د حیا په غېږ کې شپه راکړه

که چیرې د ښاغلي لیوال شعرونه په غور سره وګورو، نو دا را څرګندیږي چې د ده په شعرونو کې عیني او ذهني انخورونه په ډیرعالي او ښایسته شکل ترسیم شوې دي.

آغلې نجیبه ایوبي چې د دري ژبې یوه پیاوړې او تکړه شاعره ده، او کله کله په پښتو ژبه هم شاعري کوي او د ښاغلي لیوال د شاعرۍ مینه واله ده په خپله یو لیکنه کې ښاغلی لیوال د یو انځورګرشاعر په توګه داسې راپیژني:

(هغه تصويرونه، چې لېوال پخپلو شعرونو كې راوړي، په رښتني توګه مجذوب كوونكي دي، له عملي ژوند او تجربو سره خپله ځانګړې همغږي او پيوستون لري. هر انسان كولى شي، چې خپل ځان او خپله دنيا د ليوال په شعر كې ومومي. انځورګري د ليوال د شعرونو يو له خصوصيتونو څخه ده، دغه انځورګري دومره ښكلې او ظريفانه ترسره كوي، چې زه فكر كوم هغه به ډېر كم كسان وي، چې د ليوال شعر يې لوستى وي او دغه ظرافتونه او نازكخيالۍ يې نه وي درك كړي…)

په رښتیا سره د لیوال صاحب شعرونه د اولس د رښتیني ژوند اوحالاتواصلي او واقعي تصویرونه انعکاسوي. د بیلګې په توګه د ده د شعرونو دا بیتونه ګورو.

ژوند لکه سپينې اوبه

خیال د ژوندون نه ساتو دومره بې تدبیره یو

ستا سترګو ته نیغ ګورو موږ څومره بې پیره یو

ډک خم په سر اړوو، وعظ د ملا نه اورو

ښکلو سره مینه کړو نور نو بې تقصیره یو

ژامه د لیوه باسو مرګ مو پرې لوریږي نه

ښکار ته کمان نه لرو زړونو ته بې تېره یو

رنګ سره بلد نه یو زړونه مو دي سپین ساده

خیال د انځورګر لولو خپله بې تصویره یو

ژوند سپینو اوبو غوندې غواړو یې نغمو غوندې

ستړي یې له وینو یو ستړي یې له ویره یو

او یا وایي:

پـير

بوی د نرګسو له دې باغه په څه ویر وتلی

خیال نه مې پټ ستا دخوږو سترګو تصویر وتلی

کله ماتیږي تا ګنډلی که جفا کړې که ناز

زړه نه مې تېر و بېر دا ستا د بڼو تیر وتلی

ساقي له مخ نه دې نور نه اوري نن زما په ګومان

له میکدې څخه ناراضه کوم فقیر وتلی

دا خلک پېژني یوازې د خزان بادونه

له دې د یاره دخوږو وږمو بهیر وتلی

دا مریدان به خو د یو بل په کنایو یادوي

دې خانقاه څخه لیواله د عشق پیر وتلی

پوهاند دوکټور مجاور احمدزیار، چې زموږ د هیواد یو نامتولیکوال، د ژبې او ادب پیاوړی کارپوه، مخکښ او هڅاند شاعر دی، په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي لیوال د شاعرۍ په اړه داسې وایي:

( گران او هڅاند لېوال د نوي ځوان پښت له هغو گوتشمېرو نوښتگروشاعرانو څخه گڼل کېږي چې د بېلابېلو فرهنگي وړتياوو او بوختياوو په لړکې يې شعر وشاعري د يوې

 (proficiency)  ورهڼې يا مسلک

تر پوړۍ راخپله کړې او له هماغو ړومبنيو ازمېښتونو او نوښتونو راهيسې يې لمن ټينگه او ترينگه ساتلې ده.

ما دوه کاله وړاندې هڅه کړې وه، د دغه نوښتگر ويناوال د يوځايي ټولگې((ته زما ټوله شاعري يې))د درو سرو بوللو په ارزونه کې له دوو(ژب- ښکلاييزو او ژب- انديزو) ټوليو (مقولو) څخه، هغه هم له يوه ځغلنده  ليده سره، پر دويمه يوڅه زياته رڼا واچوم او لومړۍ ((ژب- ښکلاييزه)) ټولۍيې  له لويه سره، په تېره دنننۍ (هنري) جوله نورو کره کتونکيو ته پرېږدم، چې د ټوليزې شعري کره کتنې له  بېلابېلو آرونو او ټول و ټوک سره يې يو مخيزې کرونې او ارزونې ته مټې راونغاړي . خو ورسره د انجنير صاحب قادر مسعود مرکې داپلمه پر لاس راکړه چې دوروستی اړخ يوه لنډه ارزونه يې هم  وکړم، هغه هم د درو ډېرو غورو ځانگړتياوو له پلوه:

لومړۍ- د دوديز بېقافيه نيم ازاد شعر، يا په لويديزه نومونه

 ))blank ((سپين

تر څنگ يې زموږ د غورځنگ په پليونۍ بشپړ ازاد شعر  هم  ښه ترا ازمايلی دی. (بدلمېچ ۳۱۷-۳۳۰)

دويمه-  په داسې اکرکې چې په رومانتيکوځېلونو(غزل، ازادو انځوريزو ميناتوريوکې) د هماغه منځني پېر په پليونۍ پرته او نېغه (افقي او صعودي) انځورگري هممهاله سمبا لوي، لکه په ((تصوير- ۷۳مخ)) کې، خو په داستاني شعر او بيا حماسه کې د نورو نومهالو نو ښتگرو غوندې ډېر زور پر نېغه هغه اچوي، لکه د ټولگې په ورپسې  بېلگه ((مساپر)) کې. هرگوره، ورته پرتله او توپير يې د غزلو او بوللو يا سرودونو ترمنځ لا ښه ترا راجوتېدای شي.

درییمه- تر عيني انځورونو په خوا کې يې ذهني انځورونه هم ښایسه ډیر کارولي او په

 دې لړ کې یې تشخیص

                (symbols) ، سېمبولونو (animation) انطباق  ،(personification)

 پوره پام وړ دي. (mythes)  او اسطورې

کیسه یې شعر او حماسي بوللې يې خو سرترپايه په همداسې انځورونو  انځورلې او پسوللې دي.

باور دی چې د ننني مخکښ  پښتو شعر مينه وال به يې له وړاندې کړو بېلگوڅخه پوره جاج او خوند واخلي.)

((ستاسې د ټولو زيار))

ـ  د زیار صاحب د خبرو پر استناد، لیوال صاحب هغه پوخ، نوښتګر او نازکخیال شاعر دی، چې د ده په شاعرۍ کې شعري وییونه، عاطفي رنګ او ادبي خوند غاړه غړۍ شوي، بدیعي صنعتونه، استعارات، کنایات، تشبیهات، سیمبولونه یې ډیر زړه راکښوني او په زړه پورې دي. د بیلګې په توګه  د ده دا بیتونه ګورو:

بارانونه او ډيوې

تیاره ده، تروږمۍ ده، ستا یادونه او ډیوې

له سترګو سره جنګ کوي خوبونه او ډیوې

ستا زلفې یې په مخ دانه وانه وې خورې کړې

بېګاه یو ځای راغلي وو بادونه او ډیوې

ګیډۍ ګڼ کمیسونه په کې چټې پښتنې

واه ! ښکلي یوځای شوي دي ګلونه او ډیوې

دا خلک خړو کلیو کې بس خپل جانان ته پریږدﺉ

دا خلک درنه نه غواړي ښارونه اوډیوې

په تنده دی په منډه دی ملت مې په تیاره کې

خاونده! یو ځای ورکړې بارانونه او ډیوې

او یا وایي:

د تصوير خندا

جانانه څوک چېرې هم داسې  ناروا نه کوي

چې زړه  کې ناست وي خو پروا د زړه وا لا نه کوي

دومره ډېر فرق دی ستا د سترګواو د خلکو ترمنځ

خبرې ټول کوي خوهیڅ څوک یې ادا نه کوي

چې ته را ونه ګورې روح به مې ځان څه وویني

چې تصویر نه وی آیینه چا ته خندا نه کوي

اخر په زموږ زړونه د خدای(ج) حسن په خوب و ویني

دغه مین ماشومان هیڅکله ګناه نه کوي

وايي مرګ سخت دی روح له تنه جدا کیږي مګر

ما دوطن بیلتون لیدلی هیڅ پروا نه کوي

اویا وایي:

غـځونې

ځلېږې آیینه کې چې ښکارېږي آیینه کې

د خپل ښایست له سترګو راورېږي آیینه کې

ته پاڼه پاڼه ژوند یې او زه ذهن د ځنګلونو

آبشار زما شاهد دی چې شنه کېږي آیینه کې

باڼه په سجده پرېوتل د اوښکو په محراب کې

اى حسنه څه مغرور یې خو ماتېږې آیینه کې

جوهر زما د وینو انعکاس کوي ستا مخ کې

دا رنګ د حیا نه دی، چې سره کېږې آیینه کې

زه لاس د انځورګر یم تا به څنګه کړم راټوله

ته څومره څانګې څانګې لا غځېږې آیینه کې

اویا وایي:

د سـترګو ماتې هېندارې

یوڅوک دې په سندرو او په ویر یادوي

مرید دی په حلقه کې نوم د پیریاد وي

د زلفو په  تړلو موڅوک کله ناز وي

زموږ د جنون نښې په زنځیر یاد وي

زما د لمدو سترګو ماتې ماتې آیینې

دوینو، اوښکو منځ کې ستا تصویر یادوي

چې زړونه رانه یوسي خپل ښایست  ته شي مغرورې

چې زړونه مو رامات کړي نوتقدیر یادوي

د یارد نامه توري مې سلګیو کې ماتیږي

دا څوک په دې دنیا کې مافقیر یادوي

او داسې نور….

– دی په خپلو شعرونو کې د بد مرغېو، وحشت، او له جګړې سره خپله کرکه داسې څرګندوي.

هو دلته مينه نه شته

دلته هرڅه شته دي خو مینه نه شته

دلته د مور د لاس توده ډوډۍ غلمینه نه شته

دلته رګونوکې شراب ګرځي او زړونه په هوس دربیږي

دلته زما او ستا په شان وجود کې وینه نه شته

دلته رنګونه دي، غوغا ده او شوخي ډېره ده

دلته سپیڅلې او ساده ښکلا زما د کلي

هغه په سترګو توره او په مخ سپینه نه شته

زه دلته دوی ته خپل هرڅه یادوم

دوی را ته خاندي وايي

هو هلته هرڅه دي  او دلته نه شته

وګوره دلته سپینه سوله ده او جنګ هم نه شته

دلته غلاهم نه شته تالان هم نه شته

دلته یوازې وداني شته و رانول چېرې دي

هو دلته مینه نه شته

خو په لاسو د انسان

د انسان مړینه نه شته

واشنګټن  DC2004/ 29 اگست

او داسې نور…

ـ په دې کې شک نه شته، چې د لیوال صاحب د شاعرۍ ژبه که هغه غزل او که ازاد شعردی، ډیره ساده، روانه، رنګینه او خوږه ده. د ده شعرونه ډیر ښکلي او زړه راښکونکي دي.خو دی په پښتو آزاد شعر کې د لوی لاس خاوند شاعر دی.

ښاغلی استاد اسدالله غضنفر چې زموږ دهیواد یو تکړه او نامتولیکوال او نوښتګرادیب او کره کتونکی دی، په خپله یو لیکنه کې د ښاغلي لیوال د شعر او شاعرۍ په اړه داسې وایي:

(په تېرو څو كلونو كې، چې ما د پښتو يو ډېر ښه ازاد شعر لوستى دى او خوند يې راكړى، هغه د مكتبۍ په نامه د ليوال صاحب ازاد شعر دى. په دې شعر كې يو ډېر مظبوط پلاټ موجود دى، يعنې د شعر مصرې، د شعر جملې او مختلفې برخې يې يو بل سره تړلې دي. موږ معمولا وينو، چې شاعران د شعر د موسيقۍ او يا هم د خپلو احساساتو تر اثر لاندې راځي او ځينې جملې هسې اضافه شعر ته ورواچوي. زموږ په ډېرو نثرونو كې دا ستونزه شته، اما د مكتبۍ نظم كه څه هم اوږد نظم دى، خو بيا هم يوه جمله او كه ووايو حتي يوه كلمه هم په کې اضافي نه ترسترګو كېږي. دا زما لپاره يو باارزښته شى دى.)

د بیګې په توګه د مکتبۍ د نظم څو بیتونه ګورو:

مكتبۍ

د بركلي صاحب زاده يم

يو مې اس، يوه شړۍ

قصيده مې پخه كړې

ګرځومه كوزړۍ

ځوان مريد د څرخي پير يم

رنګ دې ورك شي

كوډې نه كړم

كوډې باسم

بند بختونه خلاصومه

د مئينو زړو ريبار يم

شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ

څوك دستمال راته خامك كړي

….

څوك راجوړه كړي خولۍ

د بركلي صاحبزاده يم

نجونې ګردې رانه تاو وي

تاويزونه رانه غواړي

ملا تل راته په قار وي

سل كپرونه راته وايي

پروا يې ډېره نه كړم

خدايزده ولې د كوز كلي په زلميو باندې ګران يم

ما ته راز د دوى معلوم دى

يو د خان په لور مئين دى

بل ليدلې د ملا صاحب لمسۍ

….

ـ د ده په شعرونو کې دپاکې اوسپیڅلې مینې او عشق ناز، راز اونیاز، سوز او ګداز، حسن اوجمال، خلوص، محبت، د سوز وساز سندرې، د طبیعت دمناظرورنګینه اوهنري ښکلا اود ښکلو الفاظو موسیقیت په ډیر نوښتګرانه توګه انځور شوې دي. لکه:

يوه ناوې د سپوږمۍ

سپوږمۍ د شنه ځنګله له ستوني څخه

د پېغلتوب سندره ویلې او سپېدار ورته نڅا کوله

سپوږمۍ د ستورو سپین پاولي

د خپل کمیس پر ټټر وټومبل

او باد ورته په خپلو ګوتو

د شپې له څڼو نه د سیند ستنه کې تار واچاوه

سپوږمۍ په خپل تندي د لمر له پله نه خال کېښوده

او د اسمان پر لمن

ورته د وریځو سپین لمنې نجونې

په اتڼو ستړې شوې

سپوږمۍ شوه ناوې لا شپونکي ورته شپېلۍ وهله

زما شاعر زړګي یې کېښودل پر رغوي د غروب نکریزي

نو اوس به ورا د سپېدو راشي دا ښایسته ناوې به

د شنه بخت کور ته یوسي…

له (پاڼه) منظومې څخه

کابل ۱۳۷۴/۸/۴

اویا وایي:

ښـېرا

پېغله چینه کې خپل وربل جوړوي

او د وږمو ډمې یې مخ ته ده نیولې د اوبو هینداره

د شپونکي ګام نه تیږه رغړي د چینې لوري ته

او پرې ماتېږي د اوبو هینداره

پېغله ښېراوې کوي

شپونکی یې لمانځي په سلام د مینې

د پېغلې شونډې په ښېرا اخته دي

خو یې د سترګو ژبه بل څه وايي:

(تا سره

مینه

لرم)

۱۳۷۴/۳/۱۴

اویا وایي:

مـاڼو

له کومه راغله د لیلا د تګ کوچۍ سندره

چې مو په کلي کې خوره شوه لیونۍ سندره

شور د پاولیو د سینې، د چا خوبجن اسویلي

لېونی زړه مې رانه غواړي د کیږدۍ سندره

پاس په دره کې د رمې د غاړو زنګ سره مل

څومره خوږه ده مازیګر کې د شپیلۍ سندره

دا د سیند غاړه کې نن بیا د چا وربل جوړېده

چې داسې ماته کړه ماڼو پرې د ځوانۍ سندره

زه به نغمه شم د آدم ستا د مړوند پر بنګړو

ته راته وایه په ناز ناز د درخانۍ سندره

لوګر د مینې په لور پرې کړ خوشه چینې یوسه

د زړه پرهر ته یې د شونډو د پټۍ سندره

بي بي مرجانه هره پېغله شوه زیارت ته ورځي

کوډګر ملنګ هره شپه وايي د دوهۍ سندره

اوداسې نور…

لیوال صاحب یو دروند، متفکر ، زړه سواندی او با وقاره انسان دی ، د پاک او سپیڅلی شخصیت خاوند دی.  دی د خپلو هیوادوالو، ملګرو او دوستانو سره کلکه مینه، ملګرتیا  او خواخوږي لري.

د ښاغلي عبدالغفورلیوال د اندو ژوند، څیړنو او پنځونو د پوره جاج اخېستنې  په موخه به دا لاندې مرکه ولولئ. هیله من یم چې ستاسې د ګرانو مینه والو  ادبي تنده  او ښکلاییز ذوق خړوب کاندي.

لیوال صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنې. اجازه راکړی، چې خپلې پوښتنې مو مخې ته کېږدم.

ګران انجنیر صاحب زه هم خپلې مینې او پېرزوینې تاسې او ټولو مینه والو ته وړاندې کوم او په خدمت کې یم.

پوښتنه: یو شمیرلیکوال وایي: شعر د شاعرد زړه ژبه ده چې د زړه غوږونو ته رسیږي. زه غواړم، تاسې راته د خپلې شاعرۍ د انگېزې او پيلامې په اړه څه ووياست؟

څواب: له عقلي او علمي پلوه زړه دوینې دپمپولو آله ده (او چې ټوکه ورسره وي )، نو نه ژبه لري، نه هم غوږونه ، خو ډیره ځله زړه په استعاري او سېمبولیکه توګه دانسان د رواني ـ په تېره بیا عاطفي ـ  اخیستنو او غبرګونوهغه ځواک  ته ویل کیږي، چې هنرونه ورسره نږدې اړیکه لري. دهمدې لپاره دشعر ترټولو اوسمهالی پېژند داګڼلی شو ، چې : په لنډه او آهنګینه ژبه د اند او تخیل عاطفي تړون ته شعروايي.دشعر دپېژندلو لپاره دهنرپېژندنه مرسته کولای شي ، ځکه اوسمهالي ادبپوهان فکر کوي ،چې شعر تر ادبیاتو ډیر هنرونو ته ورنږدې دی ، ژان پل سارتر فکرکوي ،چې شعر ټولنیزه ـ مصلحتي ژمنتیا نه مني ،ځکه نو له ادبیاتوڅخه خپله لاره بیلوي او په هنرونوکې ګڼل کیږي. دشعر په اړه یوه بله ارواپوهنیزه موندنه ښيي؛ هغه څه چې موږ ورته الهام ، شهود یا رواني کشف وایو ، په حقیقت کې زموږپه تحت الشعورکې دهغو زیرمه شویو ( شاته وهل شویو) غوټو ( عقدو) پټو غریزو، غوښتنو ، تمایلاتو ، ګروهو او تندو بیا فوران دی ، چې زیږنځای یې زموږ خپلې ، زموږ دنیکونو او ټول بشریت ګډې لاشعوري سرچینې دي او دبیلابیلو عاطفي پېښو له امله سر راښکاره کوي ، بیا د ویونکي له ژبني او ویناییز مهارت او پوهې سره غوټه کیږي ، چې په پایله کې شاعرانه وینا ورڅخه جوړیږي ، ددې منطق پربنسټ شعر له نورو هنرونو ( موسیقي ، انځورګري ، نڅا ، تیاتر…) سره ګډ زیږنځای لري او همداچې بیرته دنورو ( لوستونکیو یا اوریدونکیو) له عاطفې سره پیوند مومي نو په عامه وینا یې زړونو ته لاره کوي همدغه هیجاني اغیز دی ، چې شعر یې دبشریت خورا زوړملګری او ډیر اغیز ښندونکی ژانر ګرځولی دی.

پوښتنه: یوشمیر لیکوال په دې آند دي : په شاعرۍ کې ترټولو لویه سرچینه مینه ده که دا سرچینه نه وي، نودشاعرۍ ډیره غوره برخه له منځه ځي . لکه، چې ارواښاد استاد ګل پاچا الفت وایي:

مینه ګلزار ته بلبلان راولي

بلو ډیوو ته پتنګان راولي

شاه د ګدا زړه ته نژدې کاندي

دخوار جونګړې ته سلطان راولي

که یو په ځمکه بل اسمان کې اوسي

ځمکې ته ستوري د اسمان راولي

مهرباني وکړئ په دې تړاو خپل لید را سره شریک کړئ؟

ځواب: دوړاندینۍ پېژندګلوۍ په مرسته موږ پوهېدای شو ، چې دشعر له خورا ډینامیکو جوړوونکیو څخه یویې دانسان عاطفي ـ هیجاني ځواک دی. مینه له فزیولوژیکي پلوه دغریزي بنسټ ترڅنګ له همدې عاطفي ـ ولولیز یا هیجاني ځواک سره نږدې اړیکي لري ، دهمدې لپاره له لرغونیو زمانو څخه مینه دشعر یوه غوره او لویه برخه منځپانګه ده ، داسطوره پېژندنې دپوهې یو منطق حکم کوي ، چې لرغونې حماسي ـ ګروهیزې    ( عقیدوي ) اسطورې یاد ته دسپارلو لپاره په منظومو کې خوندي کېدې او ددې لپاره چې دغه منظومې تلپاتې او هنري ارزښت ومومي نو دکیسو په اوږدوکې به دمینې او عاشقۍ مالګه ورګډیده ، داکار به شاعرانو کاوه ، په دې توګه وینو ، چې د شاعرانو دې کار آن د حماسو او ګروهیزو منظومو منځپانګه وربدلوله ، پخوانۍ انګېرنه همداسې وه ، چې دشعر دښکلا لپاره ښايي مینې ته پکې ځای وموندل شي .  موږ په خپل ګډ ( ټولیز)

تحت الشعور کې  خامخا دمینې یوه تجربه لرو او هرکله ،چې خپلو ولولو او عواطفو ته نږدې کلام اورو ، اغېز راباندې کوي ، دهمدې لپاره مینه دشعر اصلي هډ او ښکلاییز جوهر دی .

پوښتنه: یو هالنډي شاعر وایي:

(ښکلا د یوې سترې دښتې په څیر ده چې لاروی پکې لالهانده وي، خوهرې خوا ته چې ځي یو ښکلی بڼ به ویني.)

ستاسې پر اند ایا په شعرکې همداسې يوه ښکلا نغښتې ده؟

ځواب: ښکلا دانسان یوه تلپاتې تلوسه ده ، چې هروګړی يې بېل تعریف او ځانګړی تعبیر لري، خوړل او تنفس دانسان جسم ژوندی ساتي په همدې ارزښت ښکلا دانسان اروا ژوندۍ ساتي ، ښکلا نسبي ده ، خو ښکلا ته اړتیا مطلقه ده . پر همدې بنسټ انساني اروا تل په ښکلا موندلو پسې سرګردانه ده او د ټولو ښکلاګانو فتحې ته دانسان رواني تنده پای نلري ، همدغه تنده ، همدغه تلوسه او همدا رواني هڅه په انسانانو کې ګډې ریښې لري ، مخکې مو وویل ،چې پخپله ښکلا او دښکلا خوښوونې ذوق نسبي او په بیلابېلو وګړیو کې رنګارنګ دی ، خو اړتیا یې مطلقه ده ، هر کله چې ښکلا په هنرونو اوشعر کې ځای مومي دهمدې ګډې تندې او مطلقې اړتیا غریزه خړوبوي او په دې توګه شعر او هنر دهغه ښکلي مرمرین لوښي ارزښت مومي ، چې ښکلا لیږدوي او تږې انساني اروا خړوبوي. شعر پرته له ښکلا څخه هغه لوښي ته ورته دی ، چې تش وي. او ښکلا له هنر او شعره پرته دهغوتویې شویو اوبوپه شان دي ، چې لوښی ونلري او تږی یې نشي څښلی.

په ډیره ادبي مینه او درنښت: انجنیرعبدالقادرمسعود

Door Guest