هلته لوړدغره پرسرباندي میله وای

یوه  ډکه د شلومبو یخه  کاسه وای

ډیر ملګري دهرځای  نه وای راغلي

مازدیګرۍوای یا سهارد لمرخاته وای

بیا توتان  مي را څنډلای په ځولیو

لږډوډې،مړې دتناره توده پرته وای

نه راډیونه موبایل  دچا په جیب کي

د بادرنګو  په پیخرښه تما شه وای

دوطن خوږی کیسي مي اوریدلي

د غزلواوبدلو ددریا جوړه نغمه وای

دمنګیو یخي اوبه وای راته ایښي

کلیوال ګرده چارپیره را سره وای

شني تپي او شني درې دغرو لمن کي

دخندا اوخوشالي ډکه فضآاو ننداره وای

هرافغان په خپل هیواد کي ژوند کولای

نه پردي او ګاونډي دلته میشت نه وای

یو تربله جاریدلای دوروري په محبت کي

زمونږ پرپاکه خاوره ورکه دا جګړه وای

هم ځوانان وای هم سپین ژیری او کوچنیان

ټوله مونږ په یوه زړه او په یوه خوله وای

ښه یاران او ښه دوستان دخپل کور کلې

په پښتو ژبه یوه ګډه دشعرومشاعره وای

زه نورزی چه پکښي ناست وی بختور

تل به پاته زماپه یادژوند دا خاطره وای

ولی محمد «نورزی » جولای۲۰۱۲

Door Guest