د پکتیکا ادبي بهیر لخوا د ارواښاد خیال محمد کټوازي په مړینه د خواخوږۍ پیغام

katawazai 1
خواشیني یو چې دپښتو او پښتو ادب د آسمان یو ځلانده ستوری د تل دپاره له موږ څخه جلا شو.

ارواښاد خیال محمد کټوازی چې په پښتو،هېواد او هېوادوالو مین شخصیت ؤ،نن زموږ په منځ کې نشته خو د پښتو ژبې دپاره د ده خدمتونه به موږ د تل دپاره یاد ساتو او د ارواښاد یاد به تل زموږ په زړونو کې ژوندی وي.
د پکتیکا ادبي بهیر ټول غړي ارواښاد ته د فردوس جنت سوال کوي او کورنۍ ته یې ډاډګېرنه وړاندې کوي او متعال خدای ته لاسونه لپه کوي چې په راتلونکې کې یې له هره غمه په خپل امان کې وساتي.
مخکې تر دې چې زموږ د ژبې او قوم د قافلې سالاران یو په بل پسې د تل دپاره موږ پرېږدي،راځئ د دوی قدر وکړو او د دوی له لارښوونو او تجربو څخه یې زده کړو.

په درنښت
د پکتیکا ادبي بهیر له لوري
ددلوې ۲۲ مه