لنډه کیسه / عید محمد لیوال

Eid Mohammad Liwal
ما لاس ورکړ او د یخو اوبو له ډنډ څخه مې هغه را پورته کړه،دهغې ګوتې د سړو له امله پیرګه شوی وی او خپل لاس یی په څه تکلیف سره زما تر لاس راورسا وه او را پورته شوه. له خبرو لویدلې وه خدای خبر ما ویل چی روغه پاتې شې او بیا خبرې وکړې،هغې هیڅ د خبرو کولو توان نه درلود او نه یی هم د خپلو ګوتو د تودولو توان درلود سخته یخني هم وه واوره ښه ډیره شوې وه ان زما جامې هم لکه د شیشې غوندې کلکې شوی وې اوشخې ولاړې وې، واوره اوس هم اوریده او ښه درانه درانه څپولي یی زما په شاه بار کړی و، نری نری شمال هم ورسره خپل شڼهار ملګری کړی و. توره تیاره وه او اسمان هم خپل مخ د ورېځو په پلو کی نغښتی و. ما فکر وکړو چې نږدې دلته کومه ابادي هم نشته، له ښاره هم څو میله لیری یو، خو ښه به دا وی چی ژر ژر ځان او هغه د سبا تر نارو ښار ته ورسوم او هلته به بیا دهغې درملنه هم راته اسانه شی. ورو ورو له دغه ځایه وخوځیدو، خو له ماسره هماغه لومړی ددې د ژوندۍ پاتې کیدو سوچونه مله وو او له ځانه سره مې بیا هم په زړه کې تکراروله چې لیرې نه ده چې ته پاتې شې، ما ویل مرګ خو په ټولو پسې ملا راتړلې ده خو ما خو لا تر اوسه د هغې څخه د خپلې دغې پیښې لامل هم ونه پوښت چې څه خبره وه دلته د دې یخو اوبو په ډنډ کی لویدلې یی، خپله او که نه بل چا درسره دغه ظلم او تیری کړی. دا خو والله ډیر یو نا انسانیته او وحشیانه عمل دې که هر چا دا کا ر کړی وی خدای پاک دی یی….. ما سملاسی خپله خوله په ښیراو پرانیسته خو هغې چې همدغه یی ماته لومړی خبره وه او ماته یی په خپله خوله لاس کښود او خپلې نازکی پتري نیولې شونډې یی سر بیرته کړې اوپه داسې حال کی چې په ژړا غونې سلګو یی خپلې خبرې کولې بیا وویل ته ښیراوې مه کوه پلار که ډیر بد سلوک هم له اولاد سره وکړي خو په خپل اولاد ډیر حق لری ، بیا ور پسې خپله خبره غبرګه کړه او ویی ویل: دا هر څه چې له ما سره شوی دا زما د خواږه پلار د لاسه دی هغه اوس ژوندی نه دی ،مړ دې، زما په سر یی په ما شومتوب کی سودا کړې او زه یی ورکړې یم خواوس چې لویه شوم او په ښو بدو وپوهیدم زه یی زما د ژوند قاتل بولم او دا ټول څه چې تاسو په خپلو سترګو وینئ او شا هد یاست دا د هغه ظلم او زیاتی دی، خو زه پلار ته ښیراه نه خوښوم ماته خپل پلار دير ګران و او دا چې کله زه وړه هم وم نو تل به مې پلار جان ته دعا کوله، ته ښیراه مه کوه دعا خو زما هسی هم د وړکتوب عادت دی چی پلار او مور ته به می تل خپل لاسونه په لپه کول او دوی ته به مې همیشه دعاګانې کولې، لا هم په دعا نه ستړې کیږم بیا هم دعا ورته کوم.ما ورته وویل: ښه چې داسی ده نو په څه وجه ستا د ژوند د ښکلا څلی ورانوی او د لور په سترګه درته نه ګوري…؟ هغه په سلګو شوه او تورې د هوسې غوندې غټې سترګې یی له اوښکو ډنډ وې او دسترګو ګاټي یی له ژړا پړسیدلي و ما ته را نژدی شوه زما پر اوږه یی خپل سر راکیښود یوه شیبه یی خبره ونه کړه خو نری نری سلګۍ یی لا هم کولې.زما زړه سخت پرې وخوږید له زړه مې تود احساس را ووت چی که له دغسې دیوې مظلومې پیغلې سره سړی مرسته او کومک نه کوی نو له چا سره به یی کوي؟ ما هم دهغې لاس له خپلې غاړې را ښکته کړو او مخ مې ور واړوه په زړه کې زما هم نور څه دژړا د زغم نه و پاتې، خو بس په دې وتوانیدم چی ووایم: لاسونه دې لږ ګرم کړه……خپل لاسونه یی زما په تخرګ کې را د ننه کړل، تر یوې شیبې پورې یی څه ونه ویل غلې وه،له ماسره د شیطان رټلي بد بخته فکرونو رنګاه رنګ خیالات په ټال زنګول، کله به می ویل: شاید په هغه کې کومه ګناه وی، هغې به کومه بي اعتنا یی کړې وي، خو د واقعیت ملکه د هغې په خبرو کی وه… هغې خپلې سلګې چوپولې تر څو کراره شی او خپلې خبرې راته په سړه سینه وکړې، همداسې وه. هغې په بې ځواکه اواز وویل: دا یوکتاب داستان دی، دا د ویر او درد کیسه ده او دغه زما د ژوند تر ټولو سختو شیبو یوه ډیره له غم او ویر ډکه لوبه ده چی زه یی یوه نا کامه لوبغاړې یم او خدای خبر چې به نوره هم که سمه شي. خو یوه خبر تا ته کوم چې هیله مې هم همدا ده او که یی راسره ومنې…؟ ما ورته وویل: ولې ته خو یوځل ووایه چې څه خبره ده؟ هغې خپلې سترګې وموښلې او مخامخ راته ودریده بیا یی هم له ژړا څه ونه شو ویلای. ما ترې بیا پوښتنه وکړه چې هغه مخکې دې هم راته ستا سره ددغه ناورین چې اوس ورسره لاس او ګریوان یی څه ونه ویل اوس هم غلې غلې کږې ولې اخیر هم څه موضوع ده……؟ هغې نوره خپلې ژړا ته د زغم کاڼی کیښود او ماته یی وویل: پلار مې د ژوند لومړی قاتل او ورپسې مې خپل وروڼه! چې زه یی دې کږلیچې لارې ته ور په مخه کړې یم. پلار په وړوکتوب کی یوه کس ته ورکړې وم او هغه هم یوه کوچني ماشوم ته چې ما تر دې مهاله هغه وړوکی ماشوم ته خپل عمر او ژوند د پلار په کور تیر کړاو خپله پښتنه حیا او ستر مې وساته. خو وروڼو مې اوس چې د دولت خوند لیدلای غواړی بل یو شتمن ته مې د ډیرو پیسو په مقابل کی خپل ژوند له خاورو سره خاورې کړی، ما ورته دبل شتمن له کوره خپل هغه زما د ماشومتوب په نامه شوی وړوکی ماشوم ښه وباله او له دې مالداره می د ورکولو انکار وکړ. خو زما د ډیر ټینګار پایله شوه چې زه یی تر دې ځایه را ورسولم، نه یوازی تر دې ډنډه بلکی نور یی هم څو څو ځله ډیر ظلم راسر وکړ….. ما ورته وویل چې ښه نو له ما دې د څه هیله کوله او په دې خو زه پوه شوم هغه اوس ما ته ووایه؟ څه ډول ستا سره زه کوم او مرسته کولای شم؟ نه ، نه نور مې له تا د هیڅ هیله نشته خو غواړم ستا د ژوند ملګرې شم!
ا هو…! دا خو ډیره سخته خبره ده. نه نه ما کله هم دا کار ندی کړی، زه خو ښځه لرم او هغه هم دیوې سپوږمۍ په شان. ما له ځانه سره وویل، دا خو به راته یوه لویه رسوایی شی، خلک به خبرشي، میرمن او خپلوان به مې څه وایی رسوا به شم. دا خو هیڅکله نه ورسره منم، مونږ د یوې درنې پښتنې کورنۍ په نوم یادیږو او دکلي خلک راته هم په ډیره درنه سترګه ګوري.دا به راته ډیره بده تمامه شی، خو ته راځه بل کار به وکړم هغې ته به له خپلو وروڼو د حق پلوی وکړم او دې ته به یی راضي او قانع کړم چې هغه واړه ماشوم ته یی ورکړی. زه په همدې خبرو وم چې هغې بیا راته خپل د سوچونو مرغه په ځمکه را ولواوه او د خپلې یی هیلې یی راته وویل: زما هیله دې څنګه کړه…؟ ما سملاسی ورته وویل: زه خو ښځه لرم، ما په مئنتوب کړې، ټوله دنیا مې ترې قربان او ځارکړې، د واده په اولومیاشتو کی مې د هغې په سر د خپل پلار کور پریښودو ته هم زړه ښه کړی وخو پلار او مور راته ډیر ګران و نو ځکه مې کور،کلی، خپله درنه کورنۍ او نوم ته په ښه شان د لاس په نامه سلام او ښه راغلاست ووایه، نو اوس ته ووایه چی څنګه زه داسې یو کار ته زړه ښه کړم؟ هغه په ژړا شوه او په سلګو سلګو یی تکراری ویل: زه یوه پښتنه پیغله یم او د پښتنی پیغلې یوه خبره وی او یو یی قول او عهد وی، خوښه به شم چې هماغه د پلار په خوله ورکړل شوی میړه ته مې ورکړي نه بل کس ته او که داسی نه وی نو مرګ مې هم ….. ما ورته خپله خبره ورغوڅه کړه اوله لاسه مې ونیوه لیوني کیږه مه ورته ومې ویل: زه دا کار په هر ډول چې وی کوم چې تا د خپلو وروڼو تر کوره ورسوم اوهمدا موضوع به ورسره حل کوم، دا دظلم دروند پیټی به ستا له اوږې ایسته کوم او خپل کور ته به دی بیا یم، خو ته هغسې د نورو پښتنې خویندو، لوڼو، پیغلو او نجنو په شان په خپل ژوند پسې په خپله تیلۍ مه مه وهه هر څه به خدا ی اسانه کړي. داسې ډیرو نورو پښتنو پیغلو او نجنو سره هم شوی چې په زور ا ظلم یی په بل میړه اړوي، په مال، دولت او درایی پسې خپلې لوڼې خرڅوي او ستا غوندې بیا یوه میړوښه .
لیوال