د سولې اوخپلواکي کمسیون

   د فروري۱۴ـ۲۰۱۳م کال

دبشری حقونوتیکه داران په یوبل جنایت لاس پورې کړ:وړمه ورځ دکونړولایت دشیګل په سیمه کی دامریکایي الوتکوپه واسطه دطالب دشتون تر پلمې لاندې بیګناه ملکي ولس په نښه وشوچه په ترڅ کی یی دښځواوماشومانو په شمول لس تنه ملکیان ووژل شول.

  د سولې او خپلواکي کمسیون د نړیوال نظامی ائتلاف نوموړی جنایت د تیرو جنایتونو په څیر د عامې وژنې تنظیم شوې پروګرام بولي چه تل د وچ معذرت په ویلو سره بې له دې چه حقوقي پایلې ولري تر خاورې لاندې شوې دی.

  په تګاب کی د اوسني نظامي عملیاتو تر څنګ ، جنایت  پدغسې سیاسي چاپیریال کی تر سره کیږي چه وار خطا یرغلګر د وسله وال مقاومت سره د سولې په پروسه کې  په کار بوخت دي. د افغانستان په کلیو او باندو کې د بمباریو دوام او په جګړه باندې لازیاتې زور  پدې معني ده چه اشغالګر ځواک د ملکیانو د وژلو په نمایش ایښودلو  سره  په جګړه کې د مقاومت  په وړاندي  خپلې ماتې پتوي .

موږ د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د مدافع سازمانونو نه غوښتنه کوو چه د نړیوال نظامي ائتلاف د نوې جنایت په وړاندې خپل ږغ اوچت کړي .

د سولې او خپلواکي کمسیون ، برحال افغاني حکومت د  تولو هغه جنایتونو سره شریک او ګرم ګني چه د یرغلګرو قوتونو  په موجودیت په افغانستان کی ترسره کیږي.

پاي

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

Door Guest