په ډيرې ژورې خواشنۍ سره له دې زړه بوګنونکي ،غملړي خبرڅخه خبر شوم چې دهیواد پياړوی شاعر برلاسی لیکوال ژمن ژورنالیست دافغانستان پخوانۍ داطلاعاتو او کلتور وزیرآرواښاد خیال محمد کټوازی په پردیسي کې لدې نړۍستړګی پټې کړی.

انالله اوناالیه راجعون

آرواښاد خیال محمد کټوازی دهیوادنۍ مینې په بې پایه سمندره کې لاهو وو او په رګ رګ کې یې ادبي آورنۍ مینه په څپو وه،هغه دخپل لوړ اند او ژور آحساس په لرولو سره داحساساتو او عواطفو له سین نه شاعرانه مرغلرې په

 ژب ښکلاییزو او ژب اندیزو بیانګرو ولولو سره راباسلې او دخپل ویاړلي ادب اوباتور ولس دسوکالۍ او نیکمرغۍ

لپاره یې تل هڅه اوهاند کاوو.

ارواښاد خیال محمد کټوازی دډيرو ښیګڼو ،پیرزوینو ترڅنګ دپاخه منطق په لرلو سره ولسپال خپلواک شخصیت وو.

زه پداسې حال کې چې پدې غملړلي خبر ویرژړلی یم

له دې کبله داروښاد ویرژلیو کورنیو،دوستانو،ټولو ملګروته دډاګیرنې ترڅنګ دزغم او سترپنځونکي خدای (ج)نه آرواښاد ته دجنت ارامتیا غواړم

اروایې  ښاده او یادونه یې تلپاتې ځلانده!

رحمان ګل توتاخیل

Door Guest