لنډه کیسه

عید محمد لېوا ل

Eid Mohammad Liwal

د لمر څریکې لا نه وې را ختلې ډیر وختي ؤ چې خپل کالي او بکس مې سره را غونډ کړل، واسکټ مې واغوست او خپل څادر مې په مټ را واچوه، دسهار چایو ته هم تم نه شوم،موراو پلار هم د چایو د څښلو ډیر ټینګار را باندې وکړ ویل یی: زویه چای وڅښه بیا به ځي ،زمونږ له زړه بیا نه وځې او تر مرګ شپې پورې به مو په زړونو ارمان پاتې شې. دې اولاد خو هسې هم په …. نوره غلې شوه… ما ورته وویل مورې! څنګه دې دا خبره داسې ماته او ګوډه کړه؟ ښه نه ځم چای در سره څښم بیا به له خیره روانیږم.کیناستم چای مو سره وڅښه تر لږې شیبې وروسته زه پوهیدم چې د سپین ږیري پلار اوزړې مورې په زړونوکې څه شته او حتما راته وایی. ځان سره مې وویل؛ ته راځه کینه بیا به مې په زړه کې خښ وي، هسې هم دواړه د مرګ په پوله دي، له لږ ځنډ وروسته د مور خواته ور هلې شوم،ځکه د خوښۍ یا ژړا په وخت کې که زوی وی یا لور نو د مور غیږې دې ډیره لېوالتیا او میل لري. زه هم د مورخوږې غیږې ته ها خوا شوم. د مور په سترګو کې مې رڼې رڼې اوښکې راغلې په ژړا شوه؟ زه هم ژړغونی شوم، خو ومې ویل، زړه کلک کړه پلار او مور به مې زما په ژړا نورې هم اوښکې توی کړي زړګی مې په څه زور سره ټینګ کړ او ترې ومې غوښتل چې مورې؛ ما ویل چې ته به د زوی زړه ته ډاډګیرنه ورکړې، د مورنۍ مینې تجلا به را وبخښې اود خپل سفر په لور به مې په ډاډه زړه را سره خدای په اماني وکړې، خو تاراته د دې لویی او هسکې مینې په ځای د اوښکو قافلې راسره ملګرې کړې. ما باید ژړلي وای چې درنه د اوږدې فاصلې سفر لرم او روان یم. مور مې زما خبره ونیوه او خپل لاسونه یی زما له سره راتاو کړل او زما سر یی پخپل زنګانه کیښود. خپلې اوښکې یی د تور زاړه ټیکري په لمن وچې کړې او له یوې اوږدې ساه اخیستو وروسته یی په خبرو شوروع وکړه.
های های ځویه…! زمونږ عمر تیر دې، اوس له خپل واک او زوره لویدلي یو کنه ولې به ته دغه اوږده سفر ته مجبوریدلې. پلار مې راته په همدغه شیبه کی وویل: ځویه ساعت وګوره در باندې نا وخته به شی چې موټران به هم بیا پیدا نه شی. رښتیا هم مینه د پلاراو مور دواړو له اولاد سره بې کچه ډیره وي او په داسې حالت کې بیا د پلار فکر د غو خبرو ته ډیر اوړي چې ناوخت به شی درباندې، دا کار به درنه پاتې شي، لاره اوږده ده او نورې د کار خبرې… ما ورته وویل هو والله پلارجانه! رښتیا هم ناوخته شو،خو بس دا دې چای مې هم ښه په سړه سینه او طبیعت سره وخوړ نوره در سره خدای په اماني کوم،خو ګوره له اوسه درته وایم ژاړئ به نه ځکه د زوی زړه مو هم ډیر نازک شوی دې نور له همدغو خبرو سره جوخته سخته ژړا راته په زړه کې ودریده. داسې احساس مې وکړ لکه په وجود کې مې چې روح نه وی او د یو بې وسه انسان په څیرولاړ وم،داسې ښکېل غوندې شوم چې له وسه مې دومره نه کیده چې خپل د جامو پنډ کۍ را پورته کړم او مور پلار سره په مخه ښه کړم خپل زړه ته مې په خپله تسلي ورکوله. پلار مې راته نږدې شو په دواړو طرفو یی ښکل کړم او په ډیرژړغوني اواز سره یی وویل: ځویه مونږ در ته دعا کوو خدای دې په ټول عمر مه خفه کوه، نور دې په خدای سپارم الله دې مل شه او رښتیا روپۍ در سره شته د کرایی لپاره؟ ما ورته وویل: هو پلاره پیسې را سره ډیرې دي هغه د کمال خان اکا زوی هم شپږ اووه زره افغانی راکړې، شته دي پیسې. ښه ځه ښه ده او په ژړا شوما یی لاس ښکل کاوه خو ده را څخه غیږ تاو کړه او په دواړو لورو یی ښکل کړم او زه ترېنه روان شو. زما هم په سترګو کې اوښکې ډنډ ولاړې وې خو دوی ته مې نه غوښتل نورې د اوښکو فوارې ورکړم ورته و مې ویل پلاره! ولې ژاړئ بیا به هم که ژوند ؤ راشم دا خو ژوند دې، په ژوند کې خو داکیسې راځي. زه پوهیږم چې تاسو ما په دې تاندې او تنکۍ ځوانۍ کې په مزدورۍ او خوارۍ پسې نه استوئ، خو د خپلې بې وسۍ، بې وزلۍ اوله خپلو وروڼو سره دې مشکل راتلو په وجه دې دغې مسافرۍ اوږده لمن نیسم، خیر دې الله ډیر مهربان بادشاه دې پیسې به هم خدای پیدا کړي او له نورو مشرانو وروڼو سره به هم بیا د پیسو په را وړو ښه جوړ شم، ځکه نن سبا دا وخت همداسې راغلی.
پلار سره مې خدای په امانی واخیسته ،خو د مور درد راته پاتې ؤ. مور ته د خدای په امانۍ لپاره دې در وازې له سره درې ځله راستون شوم. مورمې ښه ساعت په غیږه کی کلک ونیوم او خپلې درنې اوښکې یی زما پر ټټر نری نری راتویی شوې سخته شیبه وه نه یی شم بیانولای او زما د قلم څوکه هم دې دغې صحنې د بیانولو توان نلری او نه هم زما تخیل دې دغه له ویر او درد ډک داستان انځور ته انځوریزه بڼه ورکولای شي. بس په مخه ښه مو سره وکړه پلار خو مې د کلا د ننه، زما تر دروازې پناه کیدو پورې همداسې را پسې کتل او ولاړ ؤ، خو مورجانه مې دکلا نه هم را پسې را ووته او دې ځنډ لي څنډ ې ته یی ډډه ولګوله او بیا یی په غیږ کې ښه را ټيټ کړم او په سلګو سلګو یی وویل: ځویه ، خدای خبر چې بیا مو په ژوندوني دیدن وشی، ځه الله دې مل شه. زه ترې روان شوم اوهغه مور (ا دې) مې له کنډو تر پناه کیدو پورې همدا سې ناسته وه او زما څا ر یی کا وه، ما هم څو ځلې په لاره ور پسې مخ په شاه راواړه همداسې ناسته وه، څو ځلې مې وویل راځه ور پسې ورشه او کور ته یی د ننه کړه، خو ویل مې ډیر ناوخت دې او موټران به را څخه تیر شی، زمونږ کلی د ولسو ا لۍ له بازاره ډیر لیرې او ښه ساعته اوږده لاره وه، له کوره مو تر سړک د غاړې پورې هم ډیر مزل ؤ خو ما به هغه وخت چې د ښوونځي زده کوونکی هم وم همدغه زمونږ له کوره تر سړک او بیا د ولسوا لۍ تر بازاره دغه ټوله لاره په خپلو پښو طی کوله. له کلی تر ولسوا لې با زاره به مو شل افغانۍ کرایه ورکوله ما به ویل ښه ده کنه چې دغه روپۍ بچت کړم. هره ورځ له یوې خوا شل افغانۍ چې له دواړو خواوو څلویښت افغانې کیږي په میاشت کې ډیره سپامه کولای شم څه سبزي او بل څه به کور ته په واخلم. نوروز زمونږ د کلي د ملک کما ل خان اکا زوی ؤ ښې ډیر ې پیسې یی درلودېو ځمکې، جایدادونه، بنګلې اوښه مالدا ره وو. د ولسوا لۍ په بازار کې یی لوی لوی دوکانو وو، په ښا ر کی یی هم پاخه پاخه کرایی کورونه ، مارکیټونه او پلازې درلودې، نوروز سره به کله هم په واک کې موټر او کله موټر سایکل ؤ. زما ډیر ښه دوست ؤ زیاتره وخت به چې هغه ؤ نو له هغه سره به تلم. په همدې ورځ چې زه له کوره راووتم سخته ګرمي هم وه، اوړی وه لمر پر ځمکې سخته خوله لګولې وه ، د کما ل خان اکا زوی هم نه و په دې ورځ چې ورسره تللی وای. زه د سړک په غاړه د یوې ونې سیوري ته د موټر انتظا ر لپا ره دمه شوم . د سړک په غاړه له ما نه کوزې خواته زمونږ د کلي یو څو دوکانونه وو چې د ګرمۍ په موسم کې به د کلي ځینو ماشومانو ترماسونه په لاسونو کې نیولي وو او یخې او به یخې اوبه نا رې به یی وهلې زما هم حلق سخت وچ شوی ؤ ومې ویل راځه یو ګیلاس یخې اوبه وڅښه او دا فکر مې هم وکړ له ځانه سره چې که خدای نوروز تر هغې راولي نو خرچه به هم یو څه کمه شی او له هغه سره به لاړ شم، ورو ورو دې دوکانونو خوا ته ور و خوځیدم هلته یو ماشوم ته مې غږ کړو خو ناڅاپه دومره ډیرو راباندې ټپ ټپونی جوړ کړو لکه وږي مرغان. یو به ویل له ما یی واخله بل به ویل له ما… خو اخیر له یو سره جوړ راغلم یو ګیلاس مې ترې وڅښې، جیب ته مې لاس کړو یو زوړ پنځه ګوون مې ور کړپه زړه کې می وویل دا خواران هم لکه زما غوندې د مشرانو وروڼو له خوا لکه د غې مزدورۍ ته اړ شوی… واپس را روان شوم د ونې لاندې یو ستکی کیناستم خپل ټول تللي روحیات مې سره راغونډ کړل په همدې راشه درشه او فکرونو کې ډوب وم چې ناګهانه د شاه له لوري یو چا را باندې سترګې په لاسو بندې کړې نه پوهیدم چې څوک دې،خو داسې مې و انګیرله چې کنه دغه ټوکه خو په ما نوروز ډیره کوله، ژر مې ورته وویل: که خدای مې نه غلطوي نوروز یی نوروز…… نوروز کټ کټ په خندا شو ویل یی: یاره با بری ګله بلا انسان یی داسې ژر دې و پيژند لم. نوروز د پخوا په شان خپله خوله په خبرو پرانیسته، ډیر اخلاصمن انسان ؤ له ما سره یی ډيره سخته جوړه وه. ویل یی ښه ښه ! با بری ګله ! وایه کنه چې څنګه داسې په دې ټکنده غرمه کې د ونې سیوري لاندې په رڼا ورځ ستوری شمارې کیسې کوه کنه…..؟ ما ورته ځواب ورکړ چې نوروزه ! ځه مې په زخمونو مالګې دوړوې پری مې ږده چې د دغه وران، ویجاړ ژوند سره ځان په اباسین لاهو کړم او یوازې زه یم چې داسې بې سر نوشته پاتې کیږم او که نور هم شته..؟؟ بیا مې ور پسې غبرګه کړه چې: دا انسانان دي، دا د دوی عدل او انصاف دې، داسې اولاده! داسې مغروره، بې رحمه او ظالمه اولاده دې خدای کافر ته هم مه ور نصیب کوي!!! …. نوروز زما خبره نوره کړو ته پریښنوده او را غوڅه یی کړه په ډیر ورخطا ییۍ سره یی ویل څه خبره ده ما ته خو ووایه….؟ ما هم بې له ځنډه د خپل تلوار له امله ورته وویل: چې وروڼه مې د واک په ګدۍ کیناستل،پلار ته مې غوږ نه نیسه، د مور او پلار په سترګه نه ورته ګوري، نن مې چې پلار د مرګ په څنډه شپې ورځې سبا کوی، نو دوی هم موقع پیدا کړه، د پلار په لاس کې چې مې د کاله واګې وې هلته مې ښوونځی لوست، خو اوس چې وخت د دوی راغی وایی پیسه وګټه پیسه….! واده که نه لرې نو خیټه دې یی غواړي.! که له ما مشران هم دي خو دغه حق یی له ما سره شته، د مشرتوب حق یی جلا اړخ لري او زما د سپین ږیري پلار هغه شپه ورځ یوه کول بیا ډیر درانه او د منلو وړ اړخونه او حقونه لري. که له په عمر لوی دي خو زما د زده کړې حق په دوی شته، زه که کوچنی یم،خو حق مې د خپل حق سره همزولی دې، سمه ده چې په یی د لویوالی درنښت او احترام بولم.خوپه دوی چې هغسې لازم ؤ له ما څه چې خپل خوږ پلار او ګرانې مور سره یی هم ونه کړل. نوروز په خورا خفګان چې په سترګو کی یی هم د واوښکو لښتي را روان وو ما ته وویل: ښه نو اوس ته څه پلان لرې….؟ ما وویل : زه ځم چې چیرته مزدوري پیدا کړم او پلار مور مې وساتم او د هغوی حق را نه ضایعه نه شي.رښتیا یی ویلي دي چې:( د مور او پلار زړه په اولاد او دې اولاد په وچ کاڼي)
————————————-
خپلې خوږې مورې او ګران پلار ته په خورا درنښت قا یم.
عید محمد لیوال