۲۰ـ۰۲ـ۲۰۱۳

بســـــــــــــــمل

دجرمني په بایرن آیالت مونشن ښارکې دمیرویس نیکه جامع جومات مشرتابه هیئت دتېر۲۰۱۲زکال داکتوبر مېاشتې  په لمړیوکې پتېیلې وه چې په ګران افغانستان کې دسولې په اړوندیوه ناسته ولري.

  زموږددې ناستې مشرمېلمه محترم  ډاکترصاحب فاروق اعظم وخوډاکتر صاحب ته دورپېښې ستونځې له امله هغه ناسته ونه  شوه .

اوس له نېکه مرغه ډاکترصاحب فاروق اعظم دمونشن ښار ته له خیر ه سره رارسېدلی اود راروانې جمعې مباره کې  په ورځ چې ددې کال د فبروري میاشتې له ۲۲مې نېټې سره سمون خوري دمیرویس نیکه جامع جومات ته تشریف راوړي.

موږ به له محترم  ډاکتر صاحب فاروق اعظــم سره دجګړې ځپلي هېواددسولې اوثبات په اړوندبحثونه، ســـلا او مشورې ولرو.

محترم ډاکترصاحب به دمیرویس نیکه جوماتوال او نورلرې اونږدې مېلمانه پخپلو عالمانه اوګټورو ویناوو مستفیدکړي.

دیادولوده چې ډاکترصاحب فاروق اعظم په پرله پسې ډول دسولې لپاره دافغانستان په ګډون مختلفو هېوادونو ته سفرونه اونه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، له افغانانوسره یې خپل اندونه  اولازمې مشورې هم شریکې کړې دي.

تېر کال ډاکترصاحب  فاروق اعظم له محترم  ډاکتر صاحب روستار تره کي سره ګران هېواد ته دپاس ذکرشوي هدف لپارګډسفر درلود.

افغانستان  زموږ ټولوګډ کوردی ددې ګډ اونړېدلي کور رغونه په موږ ټولو فرض ده نوګرانو افغانانو!

راځئ ، چې دګډواونېکومشورو له لارې دخپل ګران افغانستان لپاره دسولې څرک ولګوو او که نه  نودتل لپاره

به مو پخپل دستارخوان خوله تړلې پاته وي.

نېټــــــــــه :

دروان زکال دفبروري میاشتې۲۲مه دجمعې مباره کې ورځ

۲۲-۰۲-201۳

وخــــــت :

دجمعې مباره کې له لمانځه څخه وروسته  د څه کم دووبجوپه شاوخواکې

پتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :

Machtlfinger Str.10

Ubahn.3

München 80379

دمختل فنګ سیمه دمونشن ښارپه سویل کې پرته ده

اړینې تیلفــــــــــــــوني شمېرې :
دحاجي صاحب احمد احمدزي شمېره 01747170700
دحاجي صاحب حبیب الله فیضي شمېره 01795001992

دمیرویس نیکه جامع جومات مشرتابه هیئت

Door Guest