زمونږ هویت پښتو ده ! عید محمد لیوال
خوښ یم چې د خپلې مورنۍ ژبې پښتو ورځ لمانځم او د نړۍ د نورو ټولو ژبه په شان مونږ هم نن د پښتو ژبې ورځې لمانځلو ته خپلې مټې را نغاړلې او د نورو ژبو پرمختللي ډګر ته پښتو هم را ایستل غواړي!

عید محمد لیوال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Eid Mohammad Liwalاې پښتون قومه! ستا د نیکه او انا ژبه،ستا دتاریخ اوهویت ژبه،ستادکلتور او فرهنګ ژبه،ستا دکور او کاله ژبه، ستا دکلي او حجرې ژبه، ستاد پلارني ټاټوبي ژبه، ستاد غرو او درو ژبه، ستا د سمو او لوړو ژبه او په لنډو کې ستا دمور( ادې) له ویاړه ډکه ژبه پښتو په ورکیدو ده.
نو راځه، د خپل راکړل شوی حق غوښتنه وکړو، دخپل سپېڅلتوب او پاکۍ له مخې د پښتو په ژوندانه پسې د غیرت او ننګ ملا وتړو او ورپسې زیا ر وباسو چې تر خپل منزل او مقصد یی ورسوو. راځې د دروغو او رښتیاوو تر مینځ د خپلې ژبې د بقا لپاره توپیر پیدا کړو، ښه او بد سره جلا کړو، د خپلې ژبې رښتینی او واقعي خدمت په ځانونو فرض وګڼو. مونږ باید دخپلې ژبې دښه خدمت په معبر او لاره کې یو تر بل مخکې لاړ شو او په همدې ډول خپله ژبه او ټولنه مخ په وړاندې بوځو او خوښ ژوند تیر کړو. خپل هنر او ادب پرې رنګین کړو او د کمال تر درجې یی ورسوو، همدا مو وخت دې، ددغې ژبې ریښه د پښتو ن قوم له بطنه ده او ددغې مورنۍ ژبې له ویاړ او ننګه ډک تاریخ او کارنامې هم ددې ژبې په غیږ کې لویی شوې دي.
ما ځان او کلتورهم نړۍ ته د پښتون په نوم ور پیژندلي دي نور باید اجازه او حق راکړل شی چې پښتو ولیکلای شم او په پښتو زده کړه او تحصیل وکړم.
نو اې د قدرت او زور خاوندانو هیله او نیاز مې دا دې چې پښتو زما د ښوونځي او پوهنتون ژبه شي.
زمونږ دنیکه ژبه پښتو وه زما انا هم په پښتو ژبه خبرې کولې او د تاریخ په اوږدو کې یی په همدې شډله پښتو هم لیک کاوه، هم یی پرې لوستل کول او هم یی پرې خبرې کولې. نن ما ته همدغه پښتو د مور مینه ده،د مورغیږه ده او زما دمور حیثیت لري. پښتو زما د لوی او واړه ژبه ده او زما د کلی،کور، حجرې، پولې پټي،جرګو اومرکو ژبه ده.
مونږ غواړو پښتو زمونږ د د فتر ژبه شی، زما د ریاست او وزارت ژبه شي، زمونږ د ښوونځیو او پوهنتونو ژبه شي. زما د کلتور اوفرهنګ زمونږ د دود او دوستور،زما د رسومو او رواجونو تر ټولو ښه هینداره زما خپله پښتو کیدای شی،ولې چې ما خپل ځان، خپل تاریخ، خپل سیاست، خپل کلچر او کلتور نړۍ ته د پښتون په نوم ور پيژندلي دي، نوزما پر حق باید سترګې پټې نه شي او زما پر سر خاورې تویی نه شي.
پښتو هغه ژبه ده چی تر ډیهلي یی اوازه خوره وه، پښتو هغه ژبه ده چې تر اصفها نه یی د ویاړلي تاریخ پلوشې ځلانده وې. پښتو ما ته له خپل پلار او نیکه نه په یو ستر میراث را پاتې او ددغې ژبې د بډاینې لپاره یی زه باید تر ټولو دمخه خپلې بډې راونغاړم او تر پخوا یی لا ښه و نړۍ او جهان ته ور معرفي کړم.مونږ باید د خپلې ژبې ویل،لیکل،لوستل په هرحل کې خپل سر مشق وګرځوو، مونږ باید په خپله ژبه کې ازاد و اوسو.
زه چې له هیڅ کومې بلې ژبې سره تعصب نه لرم نو ولې ما ته باید د کرکې او کینې په سترګه وکتل شي؟
ولې زه باید د نورو په سترګو کې خار شم؟ ولې زه باید ترهګر وبلل شم او زما ژبه له پښو وغورځول شي؟
که د نړۍ هر فرد په خپله ژبه د زده کړې حق تر اوسه نه وي تر لاسه کړی،نو زه هم بیا حق نلرم، که خپل دین راته حق نه وی راکړی، که خپل قانون راته اجازه نه وي کړې؟ که نورو ټولو مدني قوانینو او بین المللی قوانیو او مقرارتو راته حق نه وی راکړی، نو وو ایاست…؟
نن که زما د ژبې مسله ده سبا زما د قوم کشاله رامیځ ته کوی، نن که زه له خپلې ژبې ویلو، لیکلو لوستلو او غني کولو محروم یم، سبا زما کلتور ته هم په سپک نظر کتل کیږي.
مونږ افراطیان نه یوو مونږ ترهګر نه یو او نه مو هم ژبه د ترهګرو ځالې لري، زمونږ ژبه هغه د هغو اصیلو او نجیبو خلکو ژبه ده چې اریایا ن ؤ.
زمونږ د فکر مسیر باید پښتو و اوسي ، زمونږ هر اړ خیز محور باید پښتو ژبه و اوسي،
مونږ پښتانو باید د خپلې ژبې پالنه اوروزنه وکړو…..
همدغه ژبه ده چې انساني نړۍ له یو بله په خپل تاریخ پس منظر، کلتور، رسم او رواج او رسومو بیلوی او تر نورو بیا په میراث پاتې کیږی. که د یو قوم په زړه کی د خپلې ژبه نوم دخالت نه درلودای نو ولې به د نړۍ ټولو وګړو په خپله ژبه د زده کړې نارې وهلې؟
په دغه او داسې نورو دلایلو مونږ ته بایدحق راکړل شی.
زمونږ ځوانان ډیرې پيا وړې غوښتنې لري او لېوال دي چې تر سره یی کړی، ددوی دژبې د هویت غوښتنی بیا په خاص ډول بیخي ډیري دي، خو چې نن یی مونږ له نظره اچولی یوو کمزوری هم نه یو، پیاوړي احساسات او جذبې لرو، خو مونږ لا تر اوسه د خپلې ژبې د ورکې احساس نه دی کړی. مونږ ته خپله ژبه، خپل کلتور، تاریخ او سیاست ډیر ارزښت او اهمیت لري…….
زما پښتو زما د هویت ښکارندویه ده نو زما هویت باید ورک نه شی!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په خپله ټوله پښتنه مینه.
لېوال
کابل ،افغانستان

 

/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:”Table Normal”;
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-priority:99;
mso-style-qformat:yes;
mso-style-parent:””;
mso-padding-alt:0cm 5.4pt 0cm 5.4pt;
mso-para-margin:0cm;
mso-para-margin-bottom:.0001pt;
line-height:115%;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:11.0pt;
font-family:”Calibri”,”sans-serif”;
mso-ascii-font-family:Calibri;
mso-ascii-theme-font:minor-latin;
mso-hansi-font-family:Calibri;
mso-hansi-theme-font:minor-latin;}