د ژوند پاڼه (( لوی اکثریت په مورنۍ ژبه خیرات غواړي!!! ))  کالم: ادم خان سیرت

ادم خان سيرت

 

 نه پوهیږم له کومه یې پیل کړم، نن ددې زماني هغه خاموش اکثریت ولې دومره بې وسه او بې کسه شو چې په خپل کلي او کور کې  په خیرات شپې تیروي، دخپل حق غوښتنې په موخه دپردو تر شاه پسپسکې کوي، له ویرې  درې تنه یوځای نشې ودریدای، که چیرته دګوتو په شمېر کسان د  ودریدلو  هڅه وکړي ،  بیایې نور مشرا ن مخه نیسي چې داکار مه کوۍ ددې ځای اقلیتونو ډير حساس دی، هسې نه چې ستونزه راته جوړه شي؟ له دې هم غټه ستونزه چې په خپله ژبه خبرې نشې کولې؟  له دې هم غټه ستونزه چې هر ورځ وهل او وژل کیږې؟ نه پوهیږم داستونزه خو ماسره بې تفسیره پاتې ده؟

په ژوند او دفتر کې مې داسې ډیر کسان لیدلي دي چې  له اره به پښتانه یې خو بدبختانه په خپله ژبه به خبرې نه کوي ، نه پوهیږم چې دوۍ په بله ژبه کې کوم پرمختګ لیدلی دی،  ولې یې  په خپله ژبه باندې  ژبې نه خوځیږي. ددغه کس نه ماته هغه ګونګ پښتون ډیره ښه دی لږ تر لږه  که خپله ژبه نشې خوځولې خو په خپله ژبه یې بله ژبه هم نشې زمزمه کولی.

هغه زما دیو ملګري خبره چې په دفتر کې دوه  پښتانه چې یو یې په قوم پوپل  او بل یې یوسفزی وو  او همدا ستر ستر لقبونه  او تخلصونه یې هم پرځانونو ایښې دي کله چې  دفتر ته  ورغلم دواړه  سره پاړسی خبرې کوي،ما یوې خوا او بلې خوا هک پک ولیدل چې شاید کوم دري ژبې  به وي خو د لږ ځنډ ورسته مې  ولیدل چې څوک نشته نو په دواړ و مې خوله را خلاصه کړه چې افرین  په  تاسو شازلموپښتنو د میرویس نیکه او احمد شاه بابا تاریخ به ښه ژوندی کړئ او بیامې ترې مخ و اړوو، دواړو ډير حیر ان حیران یوبل ته وکتل  او سرونه یې ټیټ کړل.

نه پوهیږم چې کومې بلا موږ په خپل کور کې ویرولي یو، بس کوم  دګوتو په شمېر کسان چې راکې پیدا شي  دهغې پسې لومړی  دهرڅه دمخه  موږ خولې خلاصوو، خپله خو  له ویرې کلیمه هم نشو ویلې بس بل مو هم بدي شي او اند ځينې لیکوال او دنظر خاوندان خو بیا وایي والله دغه فلانکي خو په پښتو تجارت وکړو او داسې یې وکړل او داسې یې وکړل…..؟

خدای دی د داسې پښتون بیخ او بنیاد وباسي چې دا دومره عقل او فکر نه لري چې بل کس پرې تجارت کوي بیاخو دا په پښتونو کې حسابیږي هم نه. کاش بیټ نیکه د وګړو پرځای ددغه کوم کې دسړیو دعا کړې وه اوس به مو داستونزه نه درلوده.

 تیره شپه په یوځای کې  زما ځينو ملګرو ترمنځ تود بحث و ، داسې کسان ول چې حساب پرې کیږي  ځينو اسلام او  ځینو نیشنلیزم دنړیوالو دسترګو خار باله ، بس هرچا دخپل فکر او اند پراساس دلایل ویل، یو کس وویل  موږ من حیث القوم اسلام منلې بس  مشر ملګري پرې خوله خلاصه کړه چې موږ خو همدا سهوه کړېده کاش   دا سهوه مو  نه وای کړې او په عقلانیت مو منلای وای دابه ډيره ښه وو ددې پرځای  چې من حیث القوم مو منلې دی.، هغه دلیل ویلو چې موږ خو په ړندو سترګو قبول کړ چې پایله یې داده  چې خپل ورونه داسلام په نوم سره وژنو او هر شعار مو اسلام را اخیستې دی، نور اسلامي هېوادونه  وګورئ  هم یې اسلام ساتلې او هم یې ځان ساتلې چې ښه بیلګه یې ترکان دي چې اوس دنړۍ کفري هېوادونو سره  سیال دي دبل چا دغلامۍ خلاص شوي خو موږ مسلمانان اوس هم داسلام  شعار سره سره د کفري نړۍ  خیرات ته ناست یو. نو اوس موږ ښه یو او که ترکان؟

موږ خو همغه یو چې په اسلام سر ورکوو خو په اسلام  نه پوهیږو ، په اسلام مړه کیږو خو روان به دوزخ ته یو!

 یو وخت ملي مفاهیم هم زموږ دجهادي ګوندونو لخوا تکفیر یدل او هغه مهال چې موږ دکوره لرې مهاجر و همدغه ملي لیدلوري کسان خپله پښتنو را و وژل، اوس هم  د پښتون ګناه  داده چې تاسو ولې په دې بې پلاره او بې موره نړۍ کې ژوند کوئ ، هرې خواته چې وګورۍ ټوله ځمکه دپښتون وینو په سر اخیستې ده!

راځي موږ کله هم پدې سوچ کړې چې داهرڅه دچا له لاسه؟ او ولې؟ ددغو پوښتنو دځواب په  خاطر لږ راځي دوجدان محکمه کې تم شو.

به دومره لویه اکثریت کې  ددې پرځای چې اقلیتونه دمورنۍ ژبې زده کړه وغواړي موږ یې غواړو ایا دغه حالت ته دچا لخوا رسیدلي یو او که خپله مو خپل ځان رسولې دی؟

راځئ له  نن څخه   دبدلون اراده وکړو، ریښتيني پښتون پالنه دخپل راتلوونکي ژوند اساس وګرځو، په خپلو کې دخیلونو او قومي شعارونو تر سیوري را بهر شو او په لویه کې ددغه لوې خاموش اکثریت  قوم چې دهلاکت او بربادۍ په لورې روان دی لاس ورکړو او دلوی افغانستان دمبارزینو خوبونو تر بري ورسو.

که سره یو نه شو او لاسونه سره  ور نکړو نو  ترقیامته به  د دومره ستر اکثریت کالبوتونو سره دخپلې مورنۍ ژبې  دزده کړې خیرات غواړو!